نارینه کوم ډول میرمنې لټوي؟

هر نارینه په میرمنو کې مخکې له دې چې ورسره واده وکړي، د یو ډول  خصلتونو او صفتونو پلټنه کوي، او خوښه ګڼي  چې یوه داسې میرمن غوره کړې چې له یو لوري ئې په  راتلونکي ژوند کې د بچیانو مور شي، او له بل لوري پرې ویسا او باور ولري.

او د هغو ځانګړنو څخه  چې یو نارینه ئې  په میرمنو کې لټوي، دلته د یو څو ئې یادونه کوو، لکه:

۱ـ نرم خوي:  هیڅ کله یو خاوند نشي کولای  د یوې تند خویه مېرمنې سره چارچلند وکړي، هغه  چې د هیڅ تیروتنې او خطاء په وړاندې چوپتیا نه شي غوره کولای، بلکې د نارینه خوی  داسې دې چې دهغې میرمنې په لور هڅه کوي کومه چې د نرم طبیعت څښتنه وي، یوه داسې میرمن چې پرته له کوم ډول ستونزو ورسره خبرې اترې وکړای شي، تر څو په ژوندنیزه چارو کې ورسره د ستونزو په هوارولو کې ملاتړه واوسي.

۲ـ مینه پاله: یو خاوند هیڅ کله هم د خپل راتلونکي ژوند لپاره یوه  داسې یوه میرمن  نه ټاکي چې بې حوصلې وي، یوه داسې میرمن چې د خاوند وروستۍ خبرې ته په چیغو سره ځواب ورکړي، بلکې هر نارینه یوه داسې زړه سوانده میرمن غوره کوي چې تر څو په راتلونکې کې  هم د ده سره او هم ئې د اولاد سره په نرمښت چلند وکړي.

۳- رومانتیکه میرمن: په ژوند کې خو دا طبیعي خبره ده چې خاوند  په میرمنو کې د نورو ځانګړنو تر څنګ دې ټکي ته هم ځیر وي چې میرمن ئې باید مینه پاله وي، داسې مینه ناکه وي چې دګډ ژوند په لږو شیبو کې ورته ډیر څه سر ته ورسوي،تر څوددې په پایله کې یو له بل سره داسې بې کچه مینه ولري چې د ژوند په روټینه چارو کې ئې هیڅ کله هم خنډ او ځنډ رانشي.

۴- قناعت لرونکې میرمن: نارینه تل د یوې داسې میرمنې په لټه کې وي چې په لږ څه باندی قناعت ولري، یوه داسې میرمن چې د خپل خاوند سره په هر څه  رضایت ولري،او په چورلټه توګه انکارکوونکې میرمن نه وي، او د خپل خاوند سره د جدال او شخړو پرځای د ګډ ژوند خیال ورسره وي، یوه داسې میرمن چې  له هغه  څخه د زیات  څه غوښتونکې نه وي.

۵- ښځه توب: ښځه ددې لپاره چې ښځه ده، باید د ښه ژوند د تېرولو لپاره داسې لارې چارې ولټوي چې پرې وکولای شي د خپل خاوند زړه ښکار کړي.

سرچینه: ثقف نفسك

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب