هګۍ؛ خوراک او هم روغتیا

هګۍ؛ خوراک او هم روغتیا

د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي ځکه چې دغه خواړه هغه غذايي مواد لري کوم چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلی شي.

نن غواړو د هګۍ ځینې مهمو ګټو سره مو اشنا کړو:

۱- عصبي روغتیا لپاره ډیر اړین دی:

هګۍ د کولین (Choline) نومې مواد غوره سرچینه ده کوم چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري. هګۍ د اعصابو روغتیا ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د هګۍ ژیړ خاصه اندازه فولیټ (Folate) لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي. هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ (Vitamin 12) د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

۲- هډوکې پیاوړی کوی:

هګۍ د ویټامین ډي (Vitamin D) لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډیر اړین دی. له دې سربیره په هګیو کې شته کلسیم (Calcium) او فاسفورس (Phosphorous) له بدن څخه اوستیوپروسېس (Osteoporosis) نومې مواد له منځه وړي او هډوکې لا پیاوړی او کلکوي.

۳- د بدن وزن په یو حالت ساتي:

هګۍ زیاته اندازه پروتین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یوه غوره انتخاب دی. د هګۍ استعمال د زیات خواړه خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتیدو په مخنیوی کې مرسته کوي.

your ads

۴- د نوکانو او ویښتانو لپاره ډیر ګټور دی:

څیړنې ښيي چې هګۍ سلفر (Sulphur) لرونکی امینو اسید (Amino acid) لري کوم چې نوکانو پیاوړی کولو سربیره ویښته هم پیاوړی او ښکلی کوي. هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم (Selenium)، اوسپنه (Iron) او زینک (Zinc) د ویښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي.

۵- سترګو لید زیاتوي:

هګیو کې لیوتین (Lutein) او زیاګزانتین (Zeaxanthin) نومې مواد وجود لري کوم چې د کروټینایډ (Carotenoids) ډولونه دي. دغه مواد د سترګو لید زیاتولو کې خاص اهمیت لري. پورتني مواد انسان د سترګو له مختلو ناروغیو لکه د سترګې ګل (catract)، سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي.

۶- د سینې سرطان خطر کموي:

مختلفو څیړنو پر بنسټ هفته کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب