سترگې بې ساری نعمت دی، لید یې وژغورئ!

د سترگو نظر کمیدل داسې ناروغي ده چې په پیل کې يي مخه نیولی شئ او د سترگو عمر زیاتولی شئ.

لاندې څو ټکو پام کې نیولو سره به مو د سترگو نظر له مخکې هم زیاته شي:

۱ـ هغه خواړه چې د سترگو لید زیاتوي:

* ویټامین اې (A)، سي (C)، اي (E)، منرالونه لکه زینک (zinc) او وسپنه د سترگو نظر زیاتولو لپاره ډیر اړین دي.

* انیټې اکسیډنټ (Antioxidants) لکه بیتا کایروټين (beta-carotene)، لیوتين (lutein) او ژاگزانتین (zeaxanthin) د سترگې شاتنۍ ژیړه حصه ماکولا (macula) د لمر له وړانگو ژغوري. دغه انټې اکسدینټ په شنو پاڼو لرونکو سبزیجاتو، هگۍ ژیړ، ژیړ مرچ، کدو، خوږو کچالو او گازرو کې پیدا کیږي.

د شنو پاڼو او ژیړ رنگ لرونکي سبزیجات د ماکولر (macular generation) له ناروغۍ څخه چې د زیات عمر له امله را منځ ته کیږي او د ړندیدو اصلي لامل دی مخنیوی کوي.

* هغه خواړه چې سلفر (sulfur)، سېستين (cysteine) او لیسېتېن (lecithin) لري د سترگو په عدسیه د پردې له ښکته کیدو مخنیوي کوي. دې ناروغۍ څخه مخنیوي لپاره د هوگې، پیاز، نوش پیاز او کېپر (caper) استعمال به یو ډیر غوره انتخاب وي.

* انتوسیانین (Anthocyanin) لرونکي غرني توت او انگور د سترگو نظر زیاتولو لپاره استعمال کړئ.

۲ـ سترگو ته مو ورزش ورکړئ:

څو ساده ورزشونه به ستاسو د سترگو نظر ساتلو کې ډیره مرسته وکړي او همدا راز د سترگو د لاندې برخې توروالی هم له منځه وړي. دغه ورزش باید سهار وختي، له ویده کیدو مخکې او هر هغه وخت چې ستاسو سترگې د ستوماني احساس وکړي تر سره کړئ. کوښښ وکړئ چې ستاسو لاسونه پاک وي او له ورځنۍ ورزش سره وروسته له یو میاشت به خپلو سترگو کې ښکاره توپیر احساس کړئ.

* خپل سترگې گرمې کړئ. خپل دواړه ورغوی یو له بل سره وموښئ او کله چې يي تودوخه تولید کړه خپل دواړه ورغوی په خپلو سترگو د پنځه ثانیو لپاره کیږدئ او دغه کار درې ځلي تکرار کړئ.

* سترگې مو وڅرخوي. له پورته کتلو څخه شروع کړئ او بیا ورو د دایرې په شکل نظر وگرځوي دغه کار لس ځلي د ساعت عقربې مطابق او لس ځلي يي هم په مخالف لوري عملي کړئ.

* د درې دقیقو لپاره ارام وکړئ او سترگې مو بندې کړئ

۳ـ سترگو ته استراحت ورکړئ:

* په کافي اندازه خوب سترگو لپاره ډیر اړین دی. خوب په وسیله سترگې په پوره ډول استراحت او خپل استعمال شوی انرژي پوره کوي. په کمه اندازه خوب کول به مو د سترگو نظر کمزوری کړي.

* د کار په وخت کې سترگو ته لنډمهاله وقفه ورکړئ. پنځوس دقیقې د کمپیوټر استعمال او یا مطالعې څخه وروسته خپلو سترگو ته د لس دقیقې ستوماني رفع کولو لپاره وخت ورکړئ.

که مو سترگې ډېره ستوماني احساسوي نو ارام وکړئ او په خپلو سترگو د بادرنگ څپرکی کیږدئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب