ايډز له کینشاسا څخه څنګه خپور شو؟

ساینسپوهان وايي د ایډز وبا د کانګو جمهوریت د کینشاسا له ښار څخه په ۱۹۲۰ ز کال کې خپور شو.

د ساینسپوهانو یوه نړیواله ډله وايي چې د نفوس ډیر چټک زیاتوالی، اورګادي پټلۍ او جنسي اړیکې د ایډز په خپرولو کې اساسي رول لوبولی.

دغې ډلې ساینس جریدې ته ویلی چې د دې ناروغۍ د شروع د ټکي پیدا کولو لپاره دوي له وایرل آرکیالوجي (Viral Archaeology) څخه مرسته اخیستې ده.

ساینسپوهانو د ایډز ویروس ساتل شوي جنتیک کوډ نمونې څخه معلومه کړه چې د دې ناروغۍ پیل په ۱۹۲۰ ز کال کې له کینشاسا څخه شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې غیر صحي جنسي اړیکي، د نفوس چټک زیاتوالی او په صحي مرکزونو کې میکروب لرونکي وسایل او ستنې د دې ویروس د خپریدو سبب ګرځیدلی.

your ads

په همدې زمانه کې د بلجیم په مرسته جوړ شوی اورګاډي پټلۍ چې په واسطه يي لس لکه خلک دې کینشاسا ښار ته تګ را تګ درلود؛ دغه ویروس يي نورو ځایونو ته انتقال کړی.

ایډز وبا څخه عام خلک په ۱۹۸۰ ز کال کې خبر شول او تر اوسه پورې له ۷۵ میلیونو څخه زیات کسان په دغه ناروغی اخته شوي.

آکسفورډ (University of Oxford) او د بلجیم یونیورسټي آف لوین (University of León) پوهنتونونه د ایډز شجره جوړه کړې او دا يي معلومه کړې چې په دې ویروس اخته لومړني ناروغ له کوم ځایه راغلی و.

څیړونکې ډله د ایډز جنیټیک کوډ (Genetic code) کې د میوټیشنز (Mutations) په اړه هم څیړنه وکړه.

آکسفورډ پوهنتون پروفیسر آلیور پایبس (Professor Oliver Pybus) په وینا د نن له ژننو ()Gens څخه مونږ تیر تاریخ مطالعه کولی شو.

دغه میوټیشنز یا تغیراتو ته کتنې سره څیړونکې ډله وتوانیدله چې د دې ویروس ریښه پیدا کړي.

ایډز یا ایچ آی وي ()HIV/AIDS د بن مانس ویروس تغیر شوی شکل دي.

۱۹۲۰ ز کال کې کینشاسا د بلجیم کانګو حصه وه.

پروفیسر آلیور په وینا کینشاسا یو ډیر لوی ښار و چې د طبې ثبت شوي معلوماتو پر بنسټ هلته په جنسي ناروغیو اخته کیدل عام و.

۱۹۴۰ ز کال آخره پورې لس لکه خلک کینشاسا اورګاډی پټلی استعمال کړی و چې د هغوي په واسطه دغه ویروس ډیرې چټکۍ سره برازاویل او کانټاګا ته هم ورسید.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب