هک څه شى دى او هکر څوک دى؟

what is hack and who is hacker?

په ساده او روانه ژبه د هغه تعبير…
په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي هکر بلل کېږي. هکر د پوره هوښ، ځېرکتيا، لوړي مفکورې او پوره معلوماتو څښتن او په ځان باوري کس دى. بايد ووايم زما له نظره هکران له انټرنيټي يا برېښنايي غلو سره توپير لري، هکران په خپل منځ کې يوه مرام نامه لري چې ټول د هغې پيروي کوي.
هکر د يوه امنيتي سيسټم د هکولو پر مهال نه غواړي هېڅ ډول مادي يا معنوي زيان چاته واړوي، نوموړى يو امنيتي سيسټم د دې لپاره هکوي چې معلومات په لاس راوړي، يو سيسټم د دې لپاره هکوي چې خلګ وپوهېږي امنيتي سيسټمونه له ستونزو سره مخ دي، له دې څخه يې موخه دا ده چې د امنيتي سيسټمونو ستونزې او نواقص د خلګو پر وړاندې څرګند کړي، که هکران نه واى ټول ننني امنيتي سيسټمونه به دومره مجهز نه واى.

هکران پوهېږي…

په دې ترڅ کې نور داسې وګړي شته چې له هکرانو څخه په سوء استفاده د خپلو يا د نورو د معلوماتو له لارې يوه چاته د زيان اړولو هڅه کوي او يا د خپلو جېبونو د ډکولو په هڅه کې وي.
دلته غواړم يوازې انټرنيټي يرغلګر يا غله تر څېړني لاندي ونيسم او نه غواړم د هکرانو په اړه ژور وږغېږم، يو خو کافي معلومات نه لرم، بل نه زه د کوم انټرنيټي بانک يا يوې لويي پلورنځۍ مالک يم، زما موخه دا ده چې په دې ځاى کې هغه يرغلګر يا غله تر بحث لاندې ونيسم، چې يا شفرونه، يا د Dialup حسابونه تر بريد لاندې راولي او غلا کوي او يا هم د وګړو د Yahoo او Hotmail له لاري نورو ته سپکې سپورې وايي.

موږ څنګه هک کېږو؟

يوه ورځ مې له يوه هکر سره بانډار کاوه او پوښتنه مې ځينې وکړه چې د هکولو تر ټولو اسانه يا ترېنګلې لار کومه يوه ده؟ نوموړي په ځواب کې راته وويل اسانه يې ډېره ساده ده. هغه ورځ زه د ده په ځواب نه وپوهېدلم، مګر کوم وخت چې مې يو څه څېړنه وکړه او د انټرنيټ په نړۍ کې هک شوم نو پوه شوم چې تر ټولو اسانه لار يې د شفرونو غلا کول دي.
دې ته ورته يوه بله اسانه لار يې دا ده چې شفر د ليکلو پر مهال تر لاسه کوي، د بېلګې په توګه يو برېښناليک يو چاته لېږي او د هغه په پرانيستلو سره ځان د کمپيوټر په يوه کنج کې غلى کوي او بيا د شفر ليکلو لار څاري، پر داسې مهال چې هر ډول شفرليکل کېږي کاپي يې نوموړي هکر ته د برېښناليک له لارې رسېږي.
بل دا چې ډېر يو ښايسته سافټوير په لاس کې لري، نوموړى ټول هغه توري (حرفونه) چې په کمپيوټر کې ليکل کېږي له ځان سره د LOG په نامه خوندي کوي، که د هکر له لورې اجرا شوى وي، هر شفر تر ليکلو وروسته د نوموړي متن په يوه TXT فايل کې ذخېره کېږي او هکر ته استول کېږي.
بله اسانه او ساده لار يې هغه پوښتنې دي چې د يوې ID جوړولو پر مهال د کمپنۍ له لورې پوښتل کېږي، په Yahoo کې دا کړنه يو څه ستونزمنه ده، ځکه د زوکړي نېټه، پته او پستي کوډ پوښتل کېږي، مګر په Hotmail کې په ډېره اسانه توګه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته شفر په لاس راوړاى شي، بايد وويل شي پرته له هغو کسانو څخه چې د ځانګړي مهارت څښتنان دي نور څوک نوموړي پوښتنې نه شي ځوابولاى، ان دا چې د Hotmail له کارکوونکو څخه په دې بهانه چې زما برېښنا ليک د هکرانو ښکار شوى دى د نوي شفر غوښتنه کوي، يا هم د شفر لپاره ISP ته زنګ وهي او د ځينو مشخصاتو له مخې چې له هک شوي اکاونټ څخه يې په لاس راوړي د نوي شفر غوښتنه کوي، زه خپله (ليکوال) څو واري په دې توانېدلى يم چې شفرونه په لاس راوړم.
پورتنۍ ټولې اسانې او ساده لارې وې چې پر وږغېدلو، اوس چې د کومې لارې په اړه ږغېږم يو څه ژوره، پېچلې او له دې لارې څخه هغه کسان چې له انټرنيټ، IP او ځينو ځانګړو سافټويرونو سره اشنا نه وي ګټه نه شي پورته کولاى.
ځېرک هکران د يوه فايل (Trojan) په استولو سره د مقابل لورې سيسټم ککړوي، نوموړى تر اجراکېدو وروسته د کمپيوټر حافظه اشغالوي او په هر وار روښانېدو سره يې فعاليت پيلوي، کمپيوټر د يوه Server په بڼه اړوي او د ځان لپاره يو ازاد پورټ چې هر وخت د هکر پر مخ پرانيستې وي ټاکي، ډاټا او نور معلومات د برېښناليک له لارې و خپل څښتن ته استوي، پر داسې مهال هکر د IP په پيدا کولو سره پوره برلاسى کېږي ان دا چې که نوموړى کمپيوټر روښان وي بندولاى يې شي. البته هکران نوموړى فايل هر وخت د انټرنيټ له لارې نه لېږي، بلکې ځينې وختونه خپله هغه کمپيوټر ته کښېني چې غواړي ويجاړ يې کړي.
د حيرانتيا خبره دا ده:
ننني وايروس ضد پروګرامونه چې له هر پلوه مجهز دى د ورته فايلونو د نوو نسخو د کشفولو توان نه لري، له همدې امله زه (ليکوال) ډېر وخت تر بريد لاندي وم.

څه وکړو چې هک نه شو؟

ځينې ساده او اسانې لارې شته که يې په دقت وڅارئ ښايي تر ډېره بريده د هکرانو مخنيوى وکړئ:
داسې يو شفر غوره کړئ چې بېلابېل توري په کې کار شوي وي، لکه (AsdF^,oP) شفر، يعنې هڅه وکړئ چې په شفر کې له لينديو {()}، کامې (,) يا هم ټکي څخه کار واخلئ، نوموړي ټول هغه توري دي چې هېڅ يو هکر يې نه شي کشفولاى.
د تليفون نمبر، خپل نوم، د کورنۍ نوم، د کور نمبر او… هېڅکله د شفر په بڼه مه کاروئ، نوموړي ټول هغه څېزونه دي چې ډېر ژر کشفېږي.
د شفر ليکلو پر مهال څوک نژدې ځان ته مه پرېږدئ، يا هم له منحرفو کيليو څخه استفاده وکړئ، يعنې څو تورې غلط وليکئ او بېرته يې پاک کړئ.
هېڅکله مشکوکې کړنې مه پرېږدئ چې پر کمپيوټر تر سره شي، بيا هم که د هکرانو په واک کښېوتى وي، تر څو چې پاکوى يې لاندني توکي د شفر ليکلو پر مهال د Task Manager له لارې بندوئ:
Thief
Keylogger
Key1 او يا هم دې ته ورته نورې مشکوکې کړنې.
د برېښناليک له لارې شفر چاته مه لېږئ، که څه هم د نورو اکاونټونو شفرونه وي، د Yahoo او Hotmail کارکوونکې هېڅکله د برېښناليک له لارې د شفر غوښتنه نه کوي.
که ممکنه وي له Instant Messaging څخه يعنې Yahoo, MSN, ICQ دې ته ورته نورو ميسنجرونو څخه کار مه اخلئ، نوموړي ټول هغه توکي دي چې په ډېره اسانه توګه IP د نورو په واک کې ورکوي، يعنې چې هغوى وکولاى شي په ډېره اسانه توګه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يو ازاد پورټ اشغال او په نېغه توګه کمپيوټر ته لاس رسى ولري، په ځانګړې توګه د فايلونو د تر لاسه کولو او لېږدولو پر مهال.
د ناپېژاندو کسانو له لورې هېڅ يو ناپېژندويه تر لاسه شوى فايل مه پرانېزئ.

که کمپيوټر مخکې ککړ شوى وي بايد څه وکړو؟

که ډاډمن امنيت غواړئ کمپيوټر مو فارمټ کړئ، وينډوز له سره ځاى پر ځاى کړئ، ځکه ننني وايروس ضد پروګرامونه تر ډېره بريده د ورته فايلونو د کشفولو توان نه لري، مګر دا يې حتمې لار نه ده.
بل دا چې که يو کمپيوټر له تېز انټرنيټ څخه برخمن وي داسې يوه وايروس ضد نسخه په کې ځاى پر ځاى کړئ چې د هرې ورځې په اوږدو کې تازه (Update) شي.
لکه څنګه چې مې مخکې وويل ټروجان د کمپيوټر حافظه اشغالوي، کمپيوټر د Server په بڼه اړوي او د هکرانو پر مخ د دروازې پرانيستلو لپاره يوه ازاد پورټ ته اړتيا لري، د ازادو پورټونو ساتنه تر ډېره بريده اسانه ده. لکه څنګه چې ويل شوي انټرنيټ له Proxy پرته انټرنيټ نه دى، نوموړى نه يوازې دا چې د انټرنيټ سرعت چټکوي، بلکې د هکرانو د حملو پر وړاندې جنګېږي او شڼدوي يې.
Firewall هم د کمپيوټر امنيت تامينوي، نوموړي هغه معلومات چې د کمپيوټر او انټرنيټ تر منځ رد و بدل کېږي معاينه ا
کنټرولوي، د Firewall په نامه ډېرى سافټويرونه په بازار کې موندلاى شو د بېګلې په توګه Zone Alarm .
پورتني سافټوير ټولې مشکوکې کړنې څېړي او کنټرولوي، هېڅ يو فايل يا ورانکاره پروګرام نه شي کولاى د نوموړي له اجازې پرته اجرا شي، بايد وويل شي ٧ ويڼدوز د امنيت له پلوه او د هکرانو د حملو پر وړاندې ډېره باور وړ سرچينه ده.
ژباړه: بهرنۍ سرچينې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب