۵ دقیقو کې د ماشوم د ټوخي علاج

 دلته په غرب کی ډاکتران د څلور کلن نه کم ماشوم ته د ټوخی دوا نه تجویز کوی. البته پدی عقیده دی چی دماشوم ایمیون سیستم باید خپله دفاع وکړی. خو باید ګرم یی وساتی او داسی شیان ورنکړی چی د ټوخی د لیا زیاتیدو سبب وګرزی. خو ماشومان څوک کنټرولی شی ؟ کله به خبر هم نه یی دوی به ایس کریم خولی ته نیولی یی.

شپه وه او ټوخی  خوب ته نه پریښوده. په انټرنیټ می د نورو میندو او پلرونو تجارب ولوستل. یو جالب او عاجله روش چا لیکلی وو او ما هغه په محمد تجربه کړ. ریښتیا هم ټوخی یی په ۵ دقیقو کی تر سهاره ورک شو.

لکه څرنګه چی هوا سړه ده او ماشومان به ټوخی کله کله په عذابوی نو د لاندی تجویز نه کار واخلی او کله الحمد لله مو زده وی یو ځل یی ورباندی ولولی انشاالله ټوخی به ورک شی.

دماشومانو د سینی ویکس به را واخلي ، د ماشوم پوندی او د پښو ټول کف ورباندی غوړ کړی، بیا جرابی ور واغوندی.
انشاءالله چی ټوخی به یی زر تر زره ودریږی او ماشوم به خوب ته پریږدی.

البته که غټان هم ټوخی لري دا کار ازمایلی شي.

نبي حبیبی کاناډا

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب