ګرځنده موبایل مو څه ډول چارجوئ؟

موږ تل له خپلو ګرځنده یا ځېرک موبایلونه څخه شکایت کوو، چې بېټرۍ یې خرابه ده او چارج په سمه توګه نه ساتي.

خو د دې کمزورۍ لامل د موبایل بېټرۍ نه بلکې موږ خپله یو. ځکه موږ سره عام فکر دا دی، چې په ډېرو چارجولو سره بېټرۍ کمزورې کېږي، او موبایل هله چارج ته ږدو، چې کله مو د موبایل چارج مکمل ختم شي.چې په اصل کې دا کار د بېټرۍ خانه خرابوي.

د بېټري یونیورسټي په نوم د ټيکنالوجي یو سایټ وایي، چې د ځېرک تلیفونونو یا ګرځنده موبایلونو بېټرۍ د انسان په څېر حساسې دي، څومره چې يې طاقت ختمیږي، هومره یې زوال را نیږدې کېږي.

یاد ویب سایټ د بېټرۍ د ژوند د غځولو لپاره لاندې لارښوونې لري:

۱ – د چارج تر پوره کولو وروسته چارجر وباسئ!

د موبایل د بېټرۍ د چارج تر بشپړاوي یعني سل سلنه پوره کېدو وروسته ټوله شپه موبایل او چارجر لګېدلي پریښودل ، بېټرۍ ته زیان رسوي.

د چارج له پوره کېدو سره چارجر نه لیرې کول د بېټرۍ تنده ژوندۍ کوي، کټ مټ لکه انسان چې ځان په هره شېبه اوبه کولو عادت کړي او بیا چې اوبه ونه څښي نو ژوند يې په خطر کې لویږي. یا لکه سړی چې تر زیات ورزش کولو وروسته په دې تلوسه کې وي، چې هډونو او پلو ته څو شیبې ارام ورکړي،خو ونشي، نو تاسو فکر وکړئ، څومره به پرې بوج پروت وی.

۲- بېټرۍ سل فیصده مه چارجوئ.

د ماهرینو په خبره ضروري نه ده، چې د لیتهیم آئیون بېټرۍ مکمله چارج کړای شي. ښه دا ده چې دا ډول بېټرۍ په مکمله توګه چارج نشي، ځکه دا چاره یې په تدریج سره د زیات ظرفیت استریس تخریبوي.

نو غوره ده ، چې د اړتیا په وخت یعني احتیاطاً تر څلویښت فیصده کم چارج لرلو په وخت کې يې چارج کړئ او تر ۹۰ فیصده زیات و کم فیصدۍ کې یې بېرته له چارجر څخه لیرې کړئ.

۳- موقع ګورئ او موبایل مو چارجوئ!

ښه دا ده، چې ځېرک تلیفونونه د ورځې په اوږدو کې چې کله مو فرصت وموند چارج ته یې کښېږدئ، نه دا چې هغه وخت یې چارج ته وتړئ، چې یا خو یې بلکل چارج ختم کړی وي او یا یې ټوله شپه او د زیاتې مودې لپاره چارج ته کښېږدئ او تاسي ترې ځان بې غمه وګڼئ.

د بېټرۍ یونیورسټي لارښود وايي، بېټرۍ باید هغه وخت چارج کړای شي، چې چارج یې ۱۰٪ سلنه ته را ټيټ شي. ښايي دا ډېری مهال شوني نه وي، چې تر ۱۰ فیصده پورې ورته انتظار وشي او بیا چارج شي، بلکې چې څومره چارج کمېدو ته نږدې وو، نو هغومره دې ژر چارجېږي.

دا چاره نه یوازې د بېټرۍ په کار کې ښه والی راولي،بلکې ژوند یې هم له اغیزې ژغوري.

۴- بېټرۍ ګرمېدو ته مه پریږدئ!

د ځېرک یا سمارټ فون بېټرۍ د نورو بېټریو په پرتله ډيرې حساسې دي. که چیري شوني وه نو چارج ته د فون د ښودلو پر مهال د ټلیفون د شا پوښ / کوور خلاصوئ.حتمي نه ده چې باید هرومرو د هر ځل چارج پر مهال دا چاره ترسره کړئ، بلکې که په دې پوهېدئ، چې له برق څخه د چارج اخستلو پر وخت به بېټرۍ ګرمه شي، نو ورسره دا چم وکړئ.

بله خبره دا ده، چې اکثره غټ او واړه ټلیفونونه د زیات استعمال په وخت کې هم ګرمېږي، نو ښه دا ده چې بېټرۍ زیات ګرمیدو ته پرينښودل شي او د بېټرۍ او فون تر سړیدو پورې ورته وکتل شي.

مسعود احمد پکتین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب