د کارن نوم (Username) جوړښت

ډیر به Domain او Workgroup پیژني او کیدای شي ډیرو ته دا ویوکي نا اشنا وي. خو بیا هم زه ددې په هکله اوس هیڅ هم ویل نه غواړم مګر کیدای شي په راتلونکې کې پرې څه نا څه، خدای وس ولیکو.

اړینه ده چې که چیری تا سو کمپیوټر کاروی نو یا خو به ستا سو کمپیوټر دDomain او یا خوبه دیوه Workgroup برخه وي.شونې ده ستا سو کمپیوټر له څو نورو کمپیوټرو سره د Domain یاWorkgroup په بڼه نښتی وي یانې دیوې وړوکې شبکې په دود او یا خو هم کیدای شي داوړ نه وې، کیدای شي تا سو په ځا نګړې توګه همدا خپل کمپیوټر وکاروی موخه داده چې  له بل هیڅ کمپیوټر سره نه وي نښلیدلی. په دغو دریو واړو بڼو کې تا سو اړیا ست تر څو یو کا رن نوم(Username)او یو پټ نوم

(Password)  ولری تر څو له خپل کمپیوټر څخه ګټه واخلی اړینه نه ده چې پټ نوم به حتمي ولری مګر کا رن نوم اړین دی.

کله هم چې تا سو کمپیوټر لمړی چا لان کړی نو له تا سو څخه کارن نوم غواړي اوس د کارن نوم د ټا یپ کولو لارې درپه ګوته کوم په دې ما نا که تا سو کمپیوټر ته ننوتل غواړی نو خپل کارن نوم په کومو بڼو ټا یپ کولی شۍ تر څو د منلو وړوي او کمپیوټر ته پرې ننوزۍ. اوس نو داخبره له څو لارو څیړو:

۱- که تا سو د یوه Domain برخه وال یا ست کولای شی ځپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړې:

الف – username@domain

نمونه: smakhkash@smakhkash.com

په دغه مثا ل کې smakhkash کارن نوم دی او smakhkash.com ډومین دی.

ب – domain\username

نمونه: smakhkash.com\smakhkash

دلته smakhkash.com دومین او smakhkash کا رن نوم دی.

۲-  که چیری تا سو د یوهWorkgroup برخه وال یا ست کولای شی خپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:

الف- username@workgroup

نمونه: smakhkash@icthelpdesk

دلته smakhkash کارن نوم اوicthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی.

ب – workgroup\username

نمونه:icthelpdesk\smakhkash

دلته icthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی او smakhkash کارن نوم دی.

۳- که چېری تا سو یوا ځې یو کمپیوټر چلوی یا نې نوموړی کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتۍ نو تا سو کولای شۍ خپل کا رن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:

الف- username@computer name

نمونه:  smakhkash@MCSETRAINING0001

دلته smakhkash کا رن نوم او MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم دی.

ب – computer name\username

نمونه:MCSETRAINING0001\smakhkash

دلته MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم او smakhkash کا رن نوم دی.

که چیرې ستا سو کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتې بیا هم په Workgroup کې یا ست مګر په دغه صورت کې له دریم غوراوي څخه کا رواخلۍ .

لیکنه: ډاکټر ثواب الدین مخکښ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب