دحشراتو ټولونه او ساتنه

د حشراتو ټولونه او ساتنه کولای شي موږ ته ددي توان را وبخښي چي موږ د حشراتو د ژوند، د هغوي بدن جوړښت، او د هغوي په ارزښت باندې وپوهیږو. د ارزښت له مخي د حشراتو دواړه یعني هم ژوندي او هم مړه د هغوي په پیژندنه او لوستنه کي یوشان دي او همدا شان د خپلي سیمي دحشراتو څخه د یو کلیکشن(Collection) درلودل هم کولای شي چي زموږ سره دحشراتو په پیژندلو کي مرسته وکړي. لکه څرنګه چي حشرات هم ګټور او هم مضر دي نو د ګټورو او مضرو حشراتو ټولول اوساتل زموږ سره د یو با امنه او بي خطره ژوند په درلودلو کي مرسته کوي. او موږ کولای شو دخپل کور د ښایست لپاره د حشرات د کلیکشن په هر وار لیدلو سره خپل ځان ته خوښې وبخښو. چي تر اوسه ډیری حشراتو لکه : پتنګان، ګونګټې او شب پرکان په کلیکشن کي دلومړي مقام څخه برخمن دي. که چیري همدا کلیکشن په خپله خوښه او خپل ذوق باندې جوړ او طراحي شي د میلمنو او په ځانګړي ډول د ټول لیدونکو د خوښۍ او خوشالۍ لامل ګرځي.
دحشراتو ټولوني اوساتني نن ورځ د یوي دندي ډول غوره کړی دی ډیری د حشراتو مینوال خلک د غرونو، غونډیو، ځنګلونه، دښتونو، او نورو د منظرو وړ ځایونو څخه د لیدلو پر وخت بیلابیل حشرات را ټولوي او د ټولولو وروسته یي په کلکشنونوکي د خرڅلاو لپاره ساتي .

یوه یادونه!
هغه دا چي دهرات پوهنتون دکرني پوهنځي د نباتاتو دساتني د څانګي د استاد پوهندوي عبدالظاهر (حبیبي) په وینا 🙁 زما زده کړیالانو څخه یوتن یودانه پتنګ موندلی او خپل په کلیکشن کي ساتلی ؤ چي هغه پتنګ یواځي په پامیر غرونو کي موندل کیږي په ۱۰۰۰ امریکايي ډالره پلورلی ؤ).
ددي لکني موخه دا نده چي زه دي دحشراتو دښایست په هکله خبري وکړم البته غواړم چي دحشراتو د راټولو ډول ، سینګار او ساتني په هکله تاسو خوږو لوستونکو ته مالومات درکړم. او ستاسي دلاري دا دود عام کړم.

د حشراتو پلټن ځایونه !

حشرات په ټولو ځایونو کي شتون لري اوهیڅ داسي ځای نشته چي په هغه کي دي ژوند امکان لري او حشرات دي په کښې نه وي. پیل کي ډیر اړ نه یو چي د حشراتو د پلټلو پسي دي لیري سیمو ته لاړ شو، کولای شودخپل بڼ حتی دخپلي کوټې څخه کار پیل کړو. په لومړیو کي د ټولو هغو کسانو چي حشرات ټولوي د غټو حشرات نیولو ته ډیره هیله وي خو په پای کي دیته پام کوي چي کوچني حشرات هم په هغه کچه چي لوی حشرات د کلیکشن لپاره اړین  او د ارزښت وړ دي کوچني حشرات هم  اړین دي. دا ښه خبره ده چي موږ خپل وخت دیوې ډلي حشرو په ټولو ولګوو. دبیلګې په ډول دګټورو یا هم مضرو حشرو ، پتنګانو، ګونګټواو داسي نور یاهم کولای شئ کلیکشن د حشراتو د ژوند دچاپیریال پربنسټ جوړ کړو لکه د ډنډونو(حوضونو) حشرات یا هم هغه حشرې چي په یوځانګړي بوټي ژوند کوي یا هم هغه چي په یوه ځانګړي سیمه کي موندل کیږي چي په دي صورت کي موږ ددی حشراتو د ژوند د لوستني لپاره پوره وخت ته وزګاره کیدای شو.

هغه ځایونه چې حشرات پکښې موندل کیږي:

۱ ــ په هرځای کي کولای شئ یوه یا څو حشري ومومئ.
۲ ــ د تیږو او پرښو لاندې.
۳ ــ د ځړو ونو د پوستکو لاندې.
۴ ــ د خوسي شوو لرګیو په منځ کي.
۵ ــ پتنګان کولای شئ د خوږو په واسطه را جلب کړو او په دي توګه کولای شو ډیرشمیر حشرات را ټول کړو.
۶ ــ د شپي لخواه د څراغ یا لمپ په روښانه کولو سره کولای شئ ډير حشرات را ټول کړئ.
۷ ــ که چیري په کوټه کي څراغ روښانه کړئ او بیا کړکۍ پرانیځي نو ډیر حشرات به کوټې ته راشي.
۸ ــ په یو لوښې کي اوبه او یوڅو څاڅکي د خارو تیل هم زیات کړئ وروسته یو لمپ یاڅراغ يي په منځ کي ولګوئ په سهار به یي ډير حشرات د لوښې څخه را ټول کړئ.
۹ ــ ځیني  ګونګټي کولای شو د چهارتراشه لرګیو دلاندي په ځنګل کي ومومو.
۱۰ ــ  د حشراتو د جال یا تور په وسیله هم کولای شو په هر وخت کي حشرات لاسته راوړو.
۱۱ ــ د چرګانو یا نورو ژوندي موجوداتو د مړو جسدونو دلاندي هم حشري موندل کیږي.
۱۲ ــ د ګلانو څخه دلیدني کتني پرمهال هم کولای شو چي یو شمیر حشري لاسته راوړو.
۱۳ ــ د ځینو تازه او خرابو میوو څخه هم حشرات ترلاسه کیدای شي.
۱۴ ــ په اوبو کي ژوند کوونکي حشرات باید د اوبو دځانګړي تور په واسطه ونیول شي.
۱۵ ــ کیدای شي هر ډول حیوان یاهم مرغه یو ډول ځانګړي سپږي ولري.
۱۶ ــ توڼۍ (المارۍ) ، کتاب، او جامي هم کیدلای شي یوډول حشرات ولري.
۱۷ ــ یو کروند ګر وینئ چي په اوبو لګولو اخته دی کولای شئ ډير حشرات د اوبو په ځمکه کي ترلاسه کړئ.
۱۸ــ حشري په ګدامونو او داسي نورو زیرمو کي ترلاسه کیدای شي.
۱۹ ــ د بوري څخه شربت جوړول او په ازاده هوا کي ایښودل هم ستاسو لپاره ډیر حشرات را غونډولی شي چي بیا د جال په واسطه ډیر په اسانه نیول کیږي.
۲۰ ــ ځمکه ژوره وکینئ بیلابیل حشرات به لاسته راوړئ.

هغه توکي چي د حشراتو د ټولولو لپاره اړین دي:

د حشراتو په ټولولو کي موږ اړ نه یو چي د ټولولو ټول شته او په هرڅه سمبال توکي دي ولرو البته ټول هغه څه چي په لاس کي یي لرو باید ورڅخه پوره ګټه واخیستل سي. د سمبالو وسایلو شتون دیوي خواه زموږ اقتصاد ته زیان رسوي او دبلي خواه د لیږد په وخت کي ستونځي زیږوي. نو له همدي امله باید هغه څه چي په لاس کي لرو باید ګټه ورڅخه واخلو .
د حشراتو دیو کلکسیون جوړول لاندې توکو ته اړتیا لري:
۱ ــ څو داني واړه بوتلان او یو دانه غټ او وژونکی بوتل.
۲ ــ څو داني واړه بوتلان چي د ۷۵٪ په سلو کي الکل ولري.
۳ ــ د حشرو نیوني جال.
۴ ــ څو عدده پاکټونه د پتنګانو د را وړلو لپاره .
۵ ــ یو عدد د حشرو د څیرلو بکس.
۶ ــ یو دانه کش کوونکی بوتل (Aspirator)
۷ ــ یوه ټوګ د یاداښتونو کتابچه .
۸ ــ ستني(سنجاق)
۹ ــ د حشراتو دستني وهلو قالب.
۱۰ ــ د یادښت لپاره سپین کاغذ.
۱۱ ــ یو ځانګړی قالب چي د پتنګانو او شبپرکانو د وزرونو د هوار ساتلو لپاره وي.
۱۲ ــ د ستن وهل شوي حشراتو لپاره یوصندق.
۱۳ ــ یو ځانګړي وسیله (Pinning block)چي د حشراتو اندازه باندي نیول کیږي.
د حشرو نیولو جال :
په لاندې لارو باندي کولای شو چي دجال په واسطه حشرات ونیسو:
۱ ــ د هوا څخه نیول.
۲ ــ د هغي حشري په سر جال اچول چي ناسته وي.
۳ ــ  دکروندو جارو کولو دلاري.
۴ ــ د ونې یا ښاخ د ټکولو دلاري چي لاندې یي جال نیول سوي وي.
د حشراتو د ټولو لپاره بیلابیل ډول جالونه (تورونه ) جوړیږي خو موږ ته لازمه ده چي د هغه جال څخه کار واخلو چي هغه دي د ټولو حشرو لپاره کارسي.
بیلګه يي داده :

کش کوونکي بوتل(Aspirator)

لکه څرنګه چي يي د نوم څخه څرګندیږي دا بوتل د خولي د هوا په واسطه په داسي حال کي چي یو تیوب يي د حشري په ځان برابر او بل یعني اوږد تیوب يي انسان په خوله کوي او کشوي يي دا ددي لپاره چي واړه ژوي په لاس نه نیول کیږي یاهم که چيري ونیول شي نو یابه یي پښي له منځه لاړي سي یا به یي وزرونه یاهم کوم بل غړی چي دحشري دارزښت د ښکته راتلو لامل ګرځي. ددي بوتل په مرسته کولای سو ډیر کوچني او نازک حشرات ښکار کړو. چي دا بوتل د یوه اوږده رابړي اودوو لنډو ښیښه يي تیوبونو او یوي ښیښې څخه جوړ شوی دی . بیلګه :

وژونکی بوتل:
هر کله چي موږ د ځينو توکو(وسایلو) دلاري کومه حشره ونیول شي نو اړینه ده چي په ډیري پاملرني سره ووژل شي او دبدن هیڅ غړی یي بي ځایه نشي . وژونکی بوتل کولای شو په بیلابیلو جسامتونوغوره کړو. ښه خبره داده چي د غټو خولي والا بوتلونه د وژونکي بوتل لپاره غوره سي. او تر ټولو اړینه خبره دا چي باید د بوتل خوله ټینګه وتړل سي او هیڅ  ډول هوا باید ور څخه ونه وځي ، ددي لپاره چي ځان ډاډه کړو چي آیا دبوتل څخه هوا وځي او کنه نو باید په بوتل کي څه اندازه اوبه واچول شي او دبوتل سر وتړل شي وروسته بوتل ښه وښورول شي که چیري بوتل څخه هوا وتله نو هغه د اوبو دلاري څرګندیږي. او بیا دي د وژونکي بوتل په توګه وټاکل شي.

د بوتل جوړولو ډول:
یو څه وژونکي مواد په یو بوتل کي اچوو وروسته يي د یو وچ پلستر یا هم د آري د بوري په واسطه کلک پوښو. بیا یو بل پلستر د ګچو څخه ورکوو. ګچ د یوې ځانګړي ټوکر څخه تیره وو ، وروسته لږې اوبه ورسره ګډه ؤ او ښه يي مخلوطه ؤ او لږ کچه يي دبوتل په دننه کي اچوو چي ښه کلک سي. او وروسته ددغو (سودیم سیاناید، پوتاشیم سیاناید ، کلسیم سیاناید ) موادو څخه ګټه اخلو ځکه نوموړي مواد ډير خطرناک او وژونکي دي او باید د ماشومانو د لاس رسیدو څخه باید پټ وساتل شي د ګچو دپلستر پرځای کولای شئ د مالوچو(پنبي) څخه کار واخلو .

او همدا شان کولای شو چی وژونکی بوتل د ایترو ، کلروفارم، او اسیتون څخه هم جوړ کړو. لومړی په هغه بوتل کي چي حشرات شتون لري او موږ دبیلابیلو لارو څخه لاسته راوړي څه اندازه مالوچ (پنبه) یاهم خمیره شوی ګچ اچوو او بیا وروسته د نوموړو زهري موادو څخه یوڅو څاڅکي باندي څڅوو او ښه شیبه يي پریږدو چي جذب کړل سي وروسته دبوتل سر کلک تړو په دي توګه د بوتل دننه و ژونګي ګاز په بوتل کي خپریږي او د حشراتو د وژني لامل ګرځي او کولای شو د زهرو د اغیزو دلږیدو په وخت کي نور زهر بوتل ته ډیر کړو. چي وروسته مړه حشرات د بوتل څخه را باسو او په کلیکشن کي يي په ښایسته ډول ډیزاینوو. یوه یادونه باید وسي هغه دا چي د بوتل دننه باید حشرات د ډير وخت لپاره ونه ساتل شي دا ځکه چي ځیني حشرات خپل طبیعي ښایسته رنګونه دلاسه ورکوي چي دا د حشري ارزښت لږوي.
انځور:ددي لپاره چي حشرات د بوتل په دننه کي څه تاوان ونه ویني او یا د اچولو پروخت ونه تښتې نو څو ټوټي کاغذ یابل څه هم کولای شي ستاسو ډیره مرسته وکړي.د حشراتو د وزرونو د هوارولو قالب:
د شوپرک، پتنګ او ځينو نورو حشرو وزرونه باید د یوځانګړي وسیلي په واسطه هوار سي.چي دا وسیله د (Spreading board) په نامه یادیږي. د حشراتو د وزرونو د هوارولو لپاره د بیلابیلو دړو څخه کار اخیستل کیږي. دا ځکه چي حشرات بیل بیل جسامتونه لري.

د حشراتو ستنه وهل  :
په دي اړوند چي کومي ستني یا سنجاقونه په کار وړل کیږي هغه ځانګړي ستني دي چي یواځي دحشراتو د ستني وهلو لپاره کارول کیږي. او هیڅ کله د عادي ستنو او یا سنجاقونو څخه باید کار وا نه خلو، ځکه هغه ډیر ژر زنګ وهي او حشره له منځه وړي.
لاندې ډول ستني په بازار د (insect pin) په نوم  موندلای شئ.

همداشان ستنه باید د حشري په هغه ځانګړي ځای چي وروسته به یي بشپړه سپړنه وکړو باید میخ کړی سي چي دا ټکی په حشراتو کي توپیر لري. ګونګتي د ښي وزر پر سر د منځنۍ کرښي سره نږدي په عمودي ډول وهل کیږي، ملخ او چرچرک د ټټر د لومړۍ کړۍ پر سر ښې لورته ستنه وهل کیږي او همدا شان مچۍ ، مچ ، او ججلداغ هم په همدي شان ستنه وهل کیږي.
په لاندي انځور کي تاسي د هري یوي حشرې پرشاتنۍ برخي یو یو ټکی وینئ چي په همدي ځای تاسي کولای شئ ستنه وټومبئ.
A ــ ججلداغ (پښتو نوم مي ورته پیدا نشوکړای)
B  ــ پتنګ
C ــ ګونګټه
D  ــ ملخ
E  ــ د غنموکشف
F  ــ مچۍ
په ټولو وحالتونوکي باید د حشرې ستنه وهل یوشان وي یعني نه باید ډیر ښکته او نه هم ډیر لوړ وي. ددي کار لپاره موږ دلته یوه آله د (pinning block) په نوم لرو چي موږ ته یو شان ستنه وهل آسانه کوي.

د حشرو لاروا (چنجي) او نرم بدنه بشپړي حشري باید په ۷۵٪ سلنه الکلو کي وساتل شي. کله چي حشره په اکل لرونکو بوتلو یا هم ستني باندي و ټومبل شوي نو وروسته په یو مستطیل ډوله کاغذ باندي د سیمي نوم، نیټه او دهغه سړي نوم چي حشرات يي را ټول کړي وي لکل کیږي دامکان په وخت کي کولای شو دحشري نوم هم ولیکو تردي وروسته نوموړی کاغذ د حشري سره یوځای تر حشري لاندې یاهم دحشري دڅلورو خواوو څخه په یوي خوا کي ټومبل کیږي. که چیري لیکل په کامپیوټر ترسره شي نو ډیر به ښه وي او کنه کولای شو چي دلاس په وسیله په ډیر نري قلم لیکل وکړو.
او اوس هم راځو په کلیکشن (هغه چوکاټ چي حشرات پکي ساتل کیږي ) کي د حشرو تنظیم او سمون ته ، هر کلیکشن(صندق) چي څومره ښایسته جوړ شي هغومره ډیر ارزښت پیداکوي.

خوږو لوستونکو !
پورتنۍ مقاله مي د خپل څوکلني تجربي څخه چي په کرني پوهنځي کي مي ترلاسه کړي ستاسو سره شریکه کړل خدای(ج) دي وکړي چي ستاسو دخوښۍ وړ وګرځی.
په درنښت

شراف الدین ـ امرخیل – هرات

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب