هغوی څنګه اسلام قبول كړ؟

 نـــه يوازي داچي افغانانو د خپل ﮋوند د روز گار لپاره بهرنيو هيوادونو  ته مخه  كړى بلكي د ځينو افريقايي هيـــوادونو په شمول   د جنوبي او جنوبي ختيځي اسيا د ګڼ شمير هيوادونو وګړي دخپل ﮋوند دچارو د برابرولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته په قانوني او غير قانوني ډول مخه كوي سي ډير شمير يه دمتحدة عربي اماراتو په هيوادونو كښي ميشت دي .

له دي جملي څخه د هند,بنګلديش,سريلانكا ,سنګاپور,فلفين.پاكيستان,نيپال  په يادو هيوادونو كشي په لمړي درجه كښي خپل زيات وكړي لري, د يادو هيوادونو ډيري شمير وكړي يه د سعودي عربيستان عربي متحده امارات ,كويت ,قطر او همداسي نوروعربي هيوادونو كښي په ځـــينو دولتي ادارو او زيات شميريه په خصوصي شركتونو كــــښي په كاركولو بوخت دي، سي ياد دري وګړي هم د  <كويت په هيواد كښي>  د يو شمير افعانانو پــــه ګډون ديو پياوړي افــغـــــان سوداګر<< دالأمانة الخليجية>> په نامه يو خصوصي شركت كښي په كار كولو بوخت دي نوموړي دري وګړي دوږدي مودي راهسي په ياد شركت كښي د افغا نانو  پاكستانيانو او مصريانو سره په څنګ كښي په ياد شوي شركت كښي په كار كولوبوخت ول او هغه څه چي دوي دخپلو دغو ملګرو سره په كا ر كولو كښي تري نه دير متأثر شوي په لاندي ډول په گــوته كوي.

دمسلمانانو مينه په خپل منځ كښي,دهغو شفقت او مهرباني په خپل منځ كښي, د هغو شفقت او ښه كردار دنورو اديانو په پيروانو باندي,د سلام اچول او د مقابل لوري په مينه ځواب وركول,د پنځه وخت لمونخ كولو لپاره د وخت ټاكل او دنيايي كارونو درول د لمانځه لپاره, دجمعي د مباركي ورځي رخصتي كول,دا ټول هغه څه وه چي ددي باعث شول سي نوموړي كسان د اسلام سپيڅلي دين ته راواړوي, هغه وو چي نوموړو كسانود ياد هيواد ديوي سيمي په مسجد كښي د لسګونو كسانو په وړاندي داسلام دكليمي په ويلو سره يه په الله(ج) اودهغه په رسول(ص) ايمان راوړ چي نوموړي دري وكړي هريو ججمان سنگ ,او ,باتالاراماكريشنا د هندوستان دهيواد, روسانتاسامباث د سريلانكا,د هيواد اوسيدو نكي دي او ورسته د اسلام دقبلولونه  هر يو د عبدالله, عبد الرحمن,او, رضوان الله, په نومونو،و نومول شول .

نوموړو ورسته د اسلام راوړلو نه وويل چي ريښتيا هم  د اسلام مبارك دين او  هغه كتاب سي د الله(ج) له طرفه مسلمانانو ته راليږل شوي ټولي هغه ښيګڼي سي په دنيا او اخيرت كښي دي د ځان سره لري او مونږ سي اوس پدي هر څه باندي و پوهيدو ددي سپيڅلي دين پوره بيروي به كوو.او د يادولووړ ده سي ورته كسان كله سي په اسلام باندي مشرف كيږي د نوموړي هيواد لخوا په يو ځانګړي ايداره كښي چي دحج او,اوقاف وزارت په چوكاټ كښي كار كوي پوره روزنه وركول كيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب