مور د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې

دبشرپه تاريخ په مختلفيو ډولونودمور ياد اودرناوی سوی ،خوکه ئې رېښې ته ځيرشونوريښه ئي له مذهبي علايقو او عقيدونه راټوکېدلې ده . دا چي په زرگونه کاله پخوا لومړنيوانسانانوخدايان اوهغه څه چي دوي ورته عبادت کاوه دمور په څېره کي ليدل داپدې معناده …چي دمور مقام دبشريت په تاريخ کي څومره لوړ اودقدروړوو

دتاريخي روياتوله مخي دعيسی عليه سلام تر پيدايښت ۲۵ کاله پخوا په يونان کي دوي يومعبد ته د خداي په نامه عبادت کاوه،ديونان خلکو په کال کي يوځل دغه معبد ته دمور ورځې جشن جوړاوه اوپه دغه ځانگړې ورځ ئي دهغې لپاره دموردورځي په نامه خاص مراسم ترسره کول

دموردورځې دتجليل دپيدايښت تاريخ په هکله ترټولو پخواني لاسته راغلي سند دپخوانی يونان څخه لاسته راغلي چي هلته ۲۵۰ کاله مخکي تر ميلاد يونانيانودپسرلی مېلې سره يوځاي ددخداي دمور ځانگړی جشنی مراسم نيول کېده .
په پخواني يونان کي دمياشتي په نيمايي کې دخدايانو ((رئا مور)) ،(( زئوس )) دخدايانوخداي څخه ددرناوي په خاطر دمور دورځي يادونه کېدل . په همدې بڼه په نوروسيمو کي هم دمور دورځي نه دهغه سيمودمذهبې اړېکو اوعقيدوپر بنياد يادونه سوې ده
په ۱۳ مه پېړی کښي روميانو اويونانيانو يوه ورځ دمور دورځي ،په نامه ونومول اوددې ورځې په وېاړ مراسم ئي په کليساکي تر سره کول

د ۱۶ پېړی راپدې خواپه انگليستان کښي په عنعنوي ډول هرکال ديکشنبې په ورځ جشونه جوړېده چي د((مورنۍ يکشنبې))په نامه ئې شهرت موندلی وو. دغه مراسم دمسحيت دڅلوېښت ورځودروژې په وروستۍ يکشنبې جوړېدل

په ۱۷ ميلادي پېړی کښي د انگلوساکسون په فرهنگ کي هم يوه ورځ دمور دورځي په نامه موجوده وه . هغو کسانوچي په مختليفو برخو کي کار کاوه پدې ورځ رخصت اخيستی تر څودکورنی سره يوځاي سي .پدې ورځ ئي مورته ډالی ورکوله اوځانگړې خواړه تيارېدله ،البته معمولأدغه ټول مراسم په کليساکي ترسره کېدل

your ads

داسي تاريخي روايتونه هم شته چي دتمدن اومدني ژوند دپيل سره زرگونه کاله پخوادښځې مقام اواهميت ددرناوي په وياړ يوه ورځ دښځي دورځې په نامه تجليلېده . له لاسته راغلو اسنادو اوليکنو نه داسي ښکاري چي پدې ورځ ښځو خپلې غوښتنې مطرح کولې ،دستونزو اوناخوالوپه هکله ئې خبري کولې اودحل لاري چاري ئي سنجولې . پدې ورځ زامنو مندو ،وروڼوخوندواودښځويامادينو خاوندانوخپلي کوروداني ته ډالی ورکولې اوله هغوي نه ئې مننه کول

ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی په خپل تاريخي اثر ((زین الخبار )) کښي تراسلام دمخه زموږ په هيوادکي دښځې په باب ليکي : « این روز پنجم اسفندارمذ باشد، و این نام فرشته است که بر زمین موکل است و بر زنان پاکیزۀ مستوره، واندر روزگار پیشین، این عید خاصه مر زنان را بودی. و این روز را مرد گیران گفتندی، که به مراد خویش مرد گرفتندی.» ۱

د((مرد گيران)) څخه موخه داده چي پېغله کولاي سي په خپله خوښه ځانته دژوند ملگری وټاکي .تراسلام دمخه انجونو پخپله خوښه دمېړه دانتخاب حق درلود. ،البته په اسلام ګښي داحق ساتل سوی ،خواوس داسلام سياسي ټېکدارانودښځونه په يوه اوبل نوم داحق اخيستئ دی .

ابور یحان بیرونی هم ددې ورځې نه (( الباقیه )) په نوم خپل کتاب کښي ياونه کوي ،ليکي : « اسفندارمذ ماه روز پنجم آن روز اسفندارمذ است و برای اتفاق دو نام آن را چنین نامیده اند و معنای آن عقل وحلم است و اسفندارمذ فرشته موکل به زمین است و نیز بر زن ها درست کار و عفیف و شوهر دوست و خیر خواه موکل است ، ودر زمان گذشته این ماه بویژه این روز عید زنان بوده و در این عید مردان به زنان بخشش می نمودند» ۲

دنړۍ ټولو ولسونوله ډير پخوانه په کال کي يوه ورځ دمور دورځې په نامه نومولې ده اوله دې ورځي په ډير ه لوړه کچه دخوښيو او خوشحاليونه کو محفلونوپه جوړولوسره لمانځنه کوي .

په ۱۸۰۶ م کال کي ناپليون دلومړی ځل لپاره دموردورځې په رسميت پېژندو وړانديز وکړ
دموردورځي لمانځنه يوازي دهغو مندو په خاطرنده کومې چي ژوندۍ دي بلکې دهغوياد هم دي کوم چي اوس حيات نلري .ځکه نوپه غير اسلامي ټولنو کي ئي اولادونه دخپلو مندوقبرته ځې اوپر قبرئې گلان ږدي ،مگرپه اسلامي ټولنو کي بيادهغې روح ته دعاکوي اودخداي درضا لپاره خيرات کوي

ددي لپاره چي مورته درناوي اوله هغې سره مينه نړيواله پديده ده ځکه خو دنړۍ په هرگوټ کي دمور دورځې په نامه يوه ورځ ټاکل سوې اوپدې ورځ دمور له مقام اوارزښت نه يادونه کېږي

په معاصره بڼه دمور دورځی لمانځلو دتاريخ ريښه له امريکانه پيل سوې ده . په امريکا کي ددې ورځې بنسټ اېښودونکې يوه ښونکې د اننا جارويس ((Anna Jarvis)) په نامه ده چي له (( 1864- 1948 )) کلوموکي ئي د ویرجینیا په غرب کي ژوندکاو.

آنا جارویس دمور دورځې بنسټ اېښودونکې چي تر مرگه مور نه سول دفلادلفيادښار دزړوکسانود اوسېدوپه کورکي دورپېښي ناروغۍ له امله په په ۱۹۴۸ کال سترگي له دنيا پټې کړې .ديادولو وړده چي دزړوداوسېدوپه کور کښي دهغۀ داوسېدو،ټول لگښت دژوند تر وروستۍ ورځې دگل مېخک دخرڅونکوپر غاړه وو

زماپه باوردغه عنعنه په هندوستان کي هم له ډير پخوانه مروجه ده البته هلته نه يوازي مورته چي ډيره گرانه ده بلکي ښځې خپل مېړه اويامېړه خپلې کوروداني ته دمحبت دڅرگندولودبېلگې په توگه کله ناکله مخکي تردې چي هغه له خوبه راپورته اوله بستره ولاړسي وروړل کيږي

په گران افغانستان کي هم لکه دنړۍ نور ولسونه په کالهنداره کښي دشاوخوانهولسيزوراپدې خوادجوزا ۲۴ مه دمور دورځي په نامه نومولې ده . اوداورځ په لومړيوکي يوازي په ارگ کي لمانځل کېده، دوخت په تېرېدوسره له ارگ نه راووتل اوکرار ،کرا دلاياتو ترمرکز ونو پوري را ورسېده اودلته ئي دتل يازيات وخت لپاره کډه واړول .ځکه خو تر اوسه يوازي دولاياتوپه مرکزنوکي ددولتي چارواکو لخواپه سمبوليکه بڼه لمانځل کېږي . يوازي هغه کورنۍ چي دليک اولوست له نعمت نه برخمن دي اوياپه اصطلاح ښاري ژوند لري يو شمير اولادونه پدي ورځ دمور لپاره څانگړې ډالۍ تياروي اوله گلانوسره يوځاي ئې هغي ته وړاندي کوي .په حقيقت کي زموږ په هيواد کي دولتي چارواکو اوډله ايزو رسنيوددغې ورځي ارزښت اواهميت ته چندان پاملرنه نده کړې اونه ئي ددې لپاره کوم ځانگړی تبليغ کړي .ځکه خوئې دلمانځلو رېښه زموږ دټولنې ترکليواو بانډوپوري نده رسېدلې .

له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت ميندي ددي ورځي نه خبري هم ندي . هلته دمور ورځ نه پېژنې اونه څوک ددې ورځې په هکله له هغوي سره خبري کوي . دادی سړکال يوځل بياپه ارگ اودولاياتوپه مرکزونوکښي به ددې ورځې نه پداسي حال کښي يادونه وسې چي دهيواد په ټولوولايتونو،،ليري اونږدې سيمو کښي زموږ غيرتی اوزورېدلې ميندي دخپلو ماشومانودويرپر کمبله ناستې دي. له يوې خوادبهرنيانودخپل سريواودبلې خواددولتی چارواکودبېغوری نه زموږميندي زورېږي .ددې ترڅنگ هغه چي دپاکستان اوايران په هدايت دجهادچيغی وهئ په وحشيانه بڼه زموږ ماشومان له ژوند،تعليم اوتحصيل نه محروموی ،ددوي په وړاندي په جنوبي اوجنوبي شرقی سيمو کښي ښوونځئ ورانوی اوياېې زمالي ولايتونوکښي دتنکيوماشوامانومسموکېدوته ملاتړلې داداسلام اوافغان ولس دښمنان زموږ دماشومانواوميندوپر چېغو خوند اخلي اوپه دخپلو کرغېړنوکړنوپه راپورونواومسليت پرغاړه اخيستلوخپل ايراني اوپاکستاني باداران خوشاله کوی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب