دخنزیر غوښه ولې حرامه ده؟

هغه څه چې الله جل جلاله حرام کړی دي په هغوشیانوکي شک نشته چې داخروي تاوانونه برسیره دنیاوي نقصانونه اوکړاوونه هم پکښې شتون لري، اوپه هرشی کي دانه دی پکارچې موږ ئې څېړنه اوپلټنه وکړوچې ولی الله جل جلاله داشی حرام کړی اویایی حلال کړی دی، ترټوله ښه خبره داده چې دادالله جل جلاله حکم دی زموږقبول دی، داچې ولی موږساینسي معلومات دالهي احکاموسره یوځای بیانووله دې څخه موموخه داده چې حتی په الهي احکامودیوه ډېرساده انسان هم سرپه خلاصیږي چې الله جل جلاله داشی حرام کړیدی نوپه دغه شی کي دانقصانونه شته دی، اولابه هم ډیروي، اوبل داچې هغه تعلیم یافته قشرچې اسلامي معلومات نلری اویواځی اویواځی یی عصري تعلیم ئې حاصل کړی وي دهغولپاره یولارښوددي،اوهمدارنګه وهغوخلکوته چی اسلام ته دشک په سترګه ګورئ یوه دهدایت دروازه ده، ساینس داسلام لپاره دیوه خادم په صفت موږورسره یوځای کوونه دمخدوم په صفت، په دې کي بله فلسفه دانغښتې ده چې وخلکوته داجوته شی چې اسلام یوحق الهي دین دي اوهغه څه چې ئې حلال کړیدی علاوه داُخروي ګټواوښادیوڅخه دنیاوي ګټې اوسوکالۍ هم لری، اوهغه څه چې ئې حرام کړیدی نوپه هغوشیانوکي علاوه داُخروي تاوانونوڅخه دنیاوي تاوانونه، تکلیفونه اوکړاوونو هم پکښې شتون لري.
اوس زه غواړم چې دخوګ(خنزیر) پرغوښو او یانورو اجزاو باندی هغه څېړنې چې شوی دي په نړیواله توګه سره داسلام اوساینس په رڼاکي وتاسوته وړاندی کړم ترڅوستاسوعلمي تنده ورباندی ماته اودعرفان بڼ موورباندی خړوبه شي.
په قرآن عزیزکي دخنزیرحرمت څلورځایه راغلی دي، چې داپردې باندی دلالت کوی چې دخنزیرغوښه په څومری ټینګارسره منع شوی ده، اوهغه څلورځایونه دادي:
۱: سورت بقره ، ایات ۱۷۳
۲: سورت المائدة، ایات ۳
۳: سورت الانعام، ایات ۱۴۵
۴: سورت النحل، ایات ۱۱۵
الله جل جلاله فرمایی:
انماحرم علیکم المیتةوالدم ولحم الخنزیرومآاهل به لغیرالله فمن اضطرغیرباغ ولاعاد فلااثم علیه ان الله غفوررحیم سورت البقره: ۱۷۳
ژباړه:
بې شکه چې الله پرتاسی مرداره اووینې اودخنزیردغوښی (خوړل) اودهغه څه خوړل حرام کړی دی چې دحلالولوپروخت پرې دالله له نوم پرته بل څه ویل شوی وي، خوپه داسی حال کښې چې څوک اړشي اوله حده تیری ونه کړی نود(یادوشویوتوکيو) په خوړلوکښې ورته کومه ګناه نشته، بې شکه چې الله بخښونکي، پوره رحم کوونکي دي.
تفسیر:
دریم شی چې په ایات کي حرام کړشوی دي هغه دخنزیرغوښه ده، په ایت کښې دخنزیردحراموالی سره دلحم (غوښې) قید لګولی شویدي، امام قرطبی رحمة الله علیه وایی:
چې له دې نه غرض داخبره ده چې دغوښې په ګوته کول اصلي موخه نه ده بلکې دده ټول شیان هډوکي، څرمن، ویښتیان ، پلې اونورټول دامت په اجماع سره حرام دي، لیکن دغوښې توری چې راغلی دی نوپه دې کي ودې ته اشاره ده چې خنزیردنوروحراموځناورو په شان نه دی چې هغه په ذبح کولوسره پاکيږی اګرکه خوړل ئې حرام دي ځکه چې خنزیر په حلالولوسره نه پاکيږی داځکه چې خنزیرنجس العین دی (په اصل کي نجس دی) اوهم حرام دی.
دمجبورتياپه حالت کي حرام شيان ددارودرمل په ډول استعمالول .
دذکرشوی ایات نه داجوته شول چې دکوم کس ژوندچې په خطرکي وي نوهغه دخپل ژوندد ساتلوپه موخه حرام شیان ددرمل په ډول سره استعمالولای شي، دابه هغه شرطونه وی لکه چې دایات مبارک نه معلومیږی، اوهغه داچي :
اول : داچې دمجبورتیاحالت به وي، دژوندخطربه وي،دمعمولی ناروغۍ داحالت نه دي.
دوهم: داچې حراموڅخه ماسوابل شی ددرملنې لپاره به نه وي، یااغیزمن نه وی اویاهم موجودنه وي.
دریم : داچې ددې حراموپه استعمال سره به دژوندپاتی کيدل یقینی وي، لکه چې دلوږې نه دمجبورۍ ژوند، نه داچې ددې دواپه استعمال کي لذت وي،اوضرورت نه وي.
څلورم : داچې دحرام دارودرمل داندازې څخه زیات استعمال نشي
پنځم: داچې دادارودرمل به دخونداخستلولپاره نه وي.
معارف القرآن ۱ ټوک، مخ ۸۳- ۹۰
لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه
دحضرت ابودرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې الله جل جلاله ناروغی اودهغې درملنه دواړه نازل کړی دی اودهری ناروغۍ لپاره داروشته نو له همدې کبله درملنه وکړی خوپه حراموسره درملنه مه کوي.
دحضرت عبدالرحمن بن عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی یوه طبیب دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دچونګښې په هکله پوښته وکړه چې ایازه دغه په دواکي شامله کړم ؟ نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهغې دوژلوڅخه منع کي.
دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دناپاکودواوداستعمال څخه منع فرمایلې ده.
(ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة)
دحضرت وائلبی حجر رضی الله عنه څخه روایت دی چي سویدبن طارق یاطارق بن سویددنبی کریم صلی الله علیه وسلم دشرابوداستعمال په هکله پوښتنه وکړه هغه ورڅخه منع کړه،ددوهم ځل لپاره ئې ورڅخه پوښتنه وکړه هغه ئې بیامنع کړ هغه وویل یادالله نبی صلی الله علیه وسلمه دادواده نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل دادوانه بلکې ناروغی ده.
(ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة، ابن ماجه فی الطب والدارمی فی الاشربه)
فقهی مقالات، ۴ ټوک په حراموشیانوسره درملنه، ۱۴۷- ۱۴۹
لیکوال: شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی صاحب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب