هغه عامې تیروتنې چې د غاښونو د ژېړوالي لامل کیږي

  غاښونه د انسان په صحت کې مهم رول لري دا ځکه چي که غاښونه مو روغ وي، نو صحي خوراک کولی شئ، او په دې توګه د ګڼو نورو ناروغیو مخه نیولی شئ.

پر دې سربیره روښانه او پاک غاښونه لرل د ټولو انسانانو هیله ده، ځکه د ښکلا یوه مهمه برخه او راز دی.
خو داسي خلک کم نه دي چې د غاښونو پاکوالې ته پام نه کوي او داسي عادتونه یې خپل کړي چې د غاښونو د خرابیدو او ژیړیدو سبب کرځې.
که دا عادتونو تاسو هم خپل کړې وي نو ځان ترې خلاص کړئ، ځکه غاښونو د ژړیدو او خرابیدو سبب کیږي.

یؤ څو داسې عادتونو یادونه دلته کوو: د خولې د پریمنځلو دارو يا( موت واش) څخه ډېره استفاده کؤل: د خولې لپاره ترټولو بد چاپیريال د خولې وچ پاتې کېدل دي ځکه چي دخولې لاړې د مختلفو منرالونو انزایمونو او اکسجن یو ترکیب دی چي دخولې په دننه کې د تیزابېت سطحه په طبعي ډول برقراره ساتي او تیزابېت او هغه اغیزې یې کموي چې غاښونو د سطحي د خرابېدو لامل کیږي. لاړې غاښونو باندې پرتې باکتریاوي هم له منځه وړي په موت واش یا خولې د پریوللو دارو کې موجود تیزابېت د لاړو د ترکیب د ګډوډیدو، د غاښ د سطحي د خرابیدو او د غاښونو د ژیړیدو لامل کیږي. تېزابي مېوې او ترکاري: لکه څنګه چې په مؤت واش کې موجود تیزاب د غاښ د سطحي د خرابېدو لامل کیږي په ځینو مېوو او ترکاریو کې موجود تیزابيت هم همدا کار کوي. دلته زموږ مطلب دا نه دی چې دا ډول ميوو او ترکاريو خوارک پریږدئ بلکې دا دی چې دا ډول مېوو د خوراک وروسته باید ډیرې اوبه وچښل شي. د ډيرو اوبو چښل په خوله کې له میوو پاتې تیزابیت راکموي، او په غاښ باندې داغونه له منځه وړي. د ډېرې قهوې او چای چښل: قهوه چښل له یوه طرفه مفیده ده مګر له بله طرفه بیا د غاښونو د ژړیدو سبب کیږي څیړنو ښودلې ده چي د ورځې دوه یا درې ګلاسه قهوه چښل په غاښونو باندی داغ لامل کیدای شي. د سګریټ څکؤل: سیګریټ پر نورو جدي روغتیايي زیانونو سربیره ، په سګریټو کې موجوده کیمیاوي توکي په غاښ باندې د داغ لیګیدو باعث کیږي څومره چې ډیر د تنباکو څخه استفاده وشي هغومره ډير د غاښ د توروالي سبب کیږي. غاښونه پۀ مناسب ډؤل نه برش کؤل: په ورځ کې باید ۲ ځلې غاښ برش شي او برش باید په ډیرې سختۍ او ژر ژر استعمال نه شي ځکه د غاښ لومړۍ سطحه له منځه وړي. دوه ځلې نرم برس خو د څو دقیقو لپاره باید وکارول شي.

پلؤشه فضلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب