د ګرځنده ټيليفونو زيات کارول پر اورېدو ناوړه اغېزه کولای شي

خو پوهان لا پدې هکله پوره ډاډمن ندي.
څېړونکي وايي چې اوږدې مودې لپاره د ګرځنده ټيليفونو کارونکي چې هره ورځ لږ تر لږه نيم ساعت په ګرځنده ټېليفون کې خبرې کوي، ښايي د لوړې فريکونسۍ لرونکو غږونو د اورېدلو وړتيا له لاسه ورکړي.
نارش پنډا Naresh K. Panda د چانډيګړ د طبي زده کړو او ريسرچ انسټيټوت د پزې، ستوني، او ستوني ډيپارتمنټ مشر وايي چې موږ د عامو موګړو د  وېرولو تکل نلرو. هغه وايي چې نوموړې څېړنه په خپلو لمړنيو پړاونو کې ده او موږ باید خپلې څېړنې پر ډېر شمېر ناروغانو ترسره کړو. هغه خپلې لاسته راوړنې د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په نولسمه نېټه په واشنګټن کې د امريکا د Otolaryngology اکاډمۍ په کلنې غونډه کې وړاندې کړې.
نارش پنډا او ورسره ملګري يې وايي چې هغه وګړي چې له څلورو کلو څخه ډېرې مودې لپاره هره ورځ له يوه ساعت څخه زيات يې په ګرځنده ټېليفونو کې خبرې کوي، د لوړې فريکونسۍ لرونکي غږونو اورېدو د وړتيا له لاسه ورکولو د  خطر سره مخ دي. د دې غږونو د اورېدو وړتيا له لاسه ورکولو سره  د (س، ف،ت، ز) په څېر بې غږه تورو اورېدل ستونځمن کېږي او په پايله کې ناروغ نشي کولای په آسانۍ سره په خبرو پوه شي.
خو يو بل غوږپوه چې د نوموړې څېړنې په ځانګړتياو پوه دې وايي چې لا تر اوسه داسې کوم دليل نشته چې د خطر زنګ وغږول شي.
د اوريدوله منځه تللو په هکله څېړنې:
پانډا او د هغه ملګرو د ۱۸ او ۴۵ کلو ترمنځ په سل تنو داسې وګړو څېړنې تر سره کړې چې هغوې لږ تر لږه يو کال لپاره ګرځنده ټېليفونونه کارولي وو. څېړونکو دا وګړي د ټېليفونو دکارول پر بنسټ په درې ډلو ووېشل:

  1. لمړۍ ۳۵ کسيزې ډلې ۱-۲ کلو پورې موبايل ټېليفونونه کارولي وو
  2. بلې ۳۵ کسيزې ډلې ۲-۴ کلو پورې ګرځنده ټېليفون کارولای وه.
  3. دريمه دېرش کسيزه ډلې کې هغه وګړي شامل وه چې د څلورو کلو څخه يې زيات موبايل کارولاې وه.

څېړونکي وايي چې موږ تر څېړنې لاندې وګړو څخه وپوښتل چې هغوې ګرځنده ټيليفون د ورځې له يوه ساعت څخه لږ کارولای دی که له يوه ساعت څخه زيات؟ څېړونکو د څېړنې لاندې وګړي له پنځوس تنو داسې وګړو سره پرتله کړل چې هېڅکله يې ګرځنده ټېليفون  نه وه کارولای. د يادولو وړ ده چې دا څېړنه په هندوستان کې ترسره شوې ده.
هغو وګړو چې له څلورو کلو زيات وخت لپاره يې موبايل ټېليفون کارولای وه، د لمړي ګروپ په پرتله يې په ښي غوږ کې د لوړې فريکونسۍ د اورېدو په وړتيا کې زيات کمښت منځته راغلای وه. څېړونکي وايي: (کله چې موږ د لمړۍ ډلې او درېمې ډلې د لوړې فريکونسۍ د اورېدو وړتيا و ارزوله، د دوې تر منځ د پام وړ توپير وموندل شو.)
لمړۍ ډلې د لوړې فريکونسۍ غږونو 16.48 Decibel او دريمې ډلې 24.54 Decibel  له لاسه ورکړې وه.
پانډا وايي چې د ګرځنده ټېليفونوهغه کارونکي چې په غوږونو کې د تودوخې احساس، په غوږو کې د ټپېدو احساس، او يا په غوږو کې بنګېدونکي غږونو په څېر له اعراضو څخه شکايت کوي، ښايي د لوړې فريکونسۍ کڼښت ولري.
پانډا زياتوي: د ګرځنده ټېليفونو اوږد مهاله کارونه ښايي د داخلي غوږ د تخريب لامل شي چې کېدای شي د غوږ تودوخه او ټپېدل د نوموړو تخريباتو لمړنۍ خبرونکي نښې اوسي.
د ګرځنده ټېليفونو کمپنيو غبرګون:
د ګرځنده او بې مزي ټېليفوني کمپنيو د ټولنې وياند Joe Farren وايي چې هغه نشي کولاې ددې څېړنې په هکله څرګندونې وکړي ځکه چې هغه لا دا څېړنې په پوره ډول ندي مطالعه کړي، خو هغه څرګندوي چې پدې هکله پخوانۍ ټولې څېړنې د موبايل ټيليفون او ناوړه روغتيايي اغېزو تر منځ د اړيکو په موندلو کې پاته راغلي دي. Farren زياتوي چې دا څېړنې په هندوستان کې د GSM شبکې په کارونکو ترسره شوي دي، پداسې حال کې چې په امريکا کې د GSM ترڅنګ نور سيسټمونه لکه CDMA هم په پراخ ډول کارول کېږي.
ښايي ووايو چې پنډا هوډ لري چې دا څېړنې وغزوي، خو د دې سره سره هغه د غوږو (اورېدو) د ساتنې لپاره لارښوونه کوي چې (ګرځنده تېليفون يواځې هغه وخت وکاروئ چې کارول يې په بشپړه توګه اړين وي).

د ډاکټر دوران فيضان ژباړه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب