په لوړو سیمو کې د سینې انقباض

انسانان دژوند لپاره داکسیجن اودهوا فشارته اړتیا لری. له هوانه داکسیجن اخستل اودهغه رسول هوایی کېسوته  په سږو کې صورت نیسی  . څومره چې دیوې سیمې لوړوالی ډیر وی دهوا فشار هلته کمېږی ، له همدې کبله ساه ایستل ستونزمن کېږی اوینې ته داکسیجن رسېدل کمېږی. دسږو هوایی کېسې انقباض کوی اوتنګېږی اوموږ داسې فکر کوو چې سا نه شو اخستلای . که چېرې دبدن داړتیا لپاره دوینې داکسېجن کچه لږه وی بېلابېلې نښې په انسان کې لکه ستومانتیا، دسردرد، ګنګستوب، زړه بدوالی پیداکېږی اوناسم قضاوت له انسان نه سروهی . کله چې یوټاکلی لوړوالی ته ورسېږو په دې صورت کې دسا اخستل ناممکنه کېږی له همدې کبله په ډیرو لوړو ځایو کې داکسیجن کڅوړې اوماسک ته اړتیالرو. دسمندر له سطحې نه پنځو نه تر اووه نیم مترو پوری که څوک پورته ولاړشی دساایستلو دستونزو له کبله کیدای شی دکوما حالت پرې راشی. له همدې کبله په الوتکو کې داکسیجن کڅوړی وی دغه راز په الوتوکو کې داسې وسیلې شته چې فشار کنټرولوی .کله چې انساجو ته اکسیجن ونه رسېږی دې حالت ته انوکسیا  Anoxia  وایی. د اکسیجن کموالی له درې زره نه تر څلورنیم زره  متره لوړوالی نه پیلېږی،  ویل کېږی چې په دې لوړوالی کې انسان شعور له لاسه ورکوی. پوهانو دغه حقیقتونه اوس موندلی چې په لاندې آیت کې روښانه شوی.

هرڅوک چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه سینه تنګوی اونیسی یی داسې لکه چې دآسمان په لوری پورته کېږی(الانعام 125).
اوموږ دابېلګې ددې لپاره خلکوته وایو خو پرته له پوهانو نورڅوک په هغه کې فکر نه کوی (العنكبوت 43).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب