هغه د ثواب او فايدو خزانه، چي د الله(ج) دمبارکو نومونوپه تلاوت ترلاسه کيږي
يا آلله : که څوک چه هره ورځ ۱۰۰۰ ځلي دغه مبارک نوم شريف تلاوت کړي انشاا لله د زړه نه به يي ټولي و وسوسي اوشکونه ليري شي عزم اوقوت به ورنصيب شي که څوک په ناعلاجه ناروغي اخته وي ډير تلاوت يي وکړي او دوعا وغواړي نوښه به شي انشاآلله
يا رحمن: که څوک هره ورځ۱۰۰۰ځلي دهرفرض لمانځه ورسته دامبارک نوم شريف تلاوت کړي له زړه څخه به يي هرډول سختي اونفرت ليري شي
يا رحيم: که څوک له هرلمانځه څخه ورسته۱۰۰ځلي دامبارک نوم شريف تلاوت کړي دټولودونياوي افاتوڅخه به وژغورل شي او ټول مخلوق به په ده مهربانه شي
يا مالک: که څوک دامبارک نوم شريف هره ورځ دسهارله لمانځه ورسته ډيرځلي تلاوت کړي الله(ج)به يي غني کړي انشاآلله
يا قدوس: که څوک دا مبارک نوم شريف هره ورځ له زوال ورسته ډير ځلي تلاوت کړي له روحي ناروغيو به نجات حاصل کړي
يا سلام: که څوک دا مبارک نوم شريف ډيرتلاوت کوي له ټولو افاتوڅخه به وساتل شي او که څوک دا نوم مبارک ۱۱۵ ځلي تلاوت کړي او ناروغ پري دم کړي الله(ج) به کامل صحت ورکړي انشاآلله
يا مومن: که څوک دامبارک نوم شريف دويري په وخت کي۶۳۰ ځلي تلاوت کړي دهرډول ويري اوتاوان نه به په امان شي اوکه څوک دامبارک نوم وليکي او له ځان سره يي وسا تي الله(ج)به يي ظاهر اوباطن په امان کړي انشاآلله
يا موهمن: که څوک غسل وکړي اوله غسل ورسته دوه رکعته لمونځ ادا کړي او۱۰۰ ځلي دامبارک نوم شريف تلاوت کړي الله (ج) به دهغه ظاهر او باطن پاک کړي
يا عزيز: که څوک څلويښت ورځي ۴۰ ځلي دامبارک نوم شريف تلاوت کړي هغه انسان به الله(ج) غني کړي اوکه څوک دسهار له لمانځه ورسته دامبارک نوم شريف۴۱ځلي تلاوت کړي دهچا محتاج به نه وي اوله زيلت ورسته به عزت وممومي انشاآلله
ياجبار: که څوک هره ورځ سهار اوماښام ۲۰۲۶ ځلي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي هغه انسان به دظالمانوله ظلمه وژغورل شي اوکه څوک دغه مبارک اسم دسپينوزرو په ګوتمي وليکي او په ګوته يي کړي دهغه انسان هيبت اوشان به دخلقو په زړونوکي پيداشي
يا متکبر: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير ځلي تلاوت کړي الله (ج) به هغه انسان ته لويي او بزرګي ورکړي او که څوک يي ديوکار په پيل کي ډير ځلي تلاوت کړي په هغه کارکي به بريالي شي انشاآلله
يا خالق: که څوک دا مبارک نوم شريف ۷ورځي پرله پسي۱۰۰ځلي تلاوت کړي له ټولو افاتوڅخه به په امان شي او که څوک دامبارک نوم شريف تل ذکر کوي نوالله(ج) به يو ملايکه پيدا کړي اودهغه ذاکر انسان لپاره به هميشه عبادت کوي
يا باري: که کومه بي اولاده ښځه ۷روژي ونيسي اودهرروژه ماتي پروخت ۲۱ځلي يا خالق يا باري يا مصور تلاوت کړي او پر يوګلاس اوبويي د م کړي اوپه هغو اوبو روژه ماته کړي الله (ج) به اولاد ورکړي انشاآلله
يا غفار: که څوک دجمعي له لمانڅه ورسته دامبارک نوم شريف ۱۰۰ځلي تلاوت کړي په هغه انسان به دمغفرت اثار ښکاره شي اوکه څوک دماذيګرله لمانځه ورسته هره ورځ ياغفاراغفرلي تلاوت کړي الله (ج) به هغه تلاوتکونکي د بښلشوومسلمانانو په ټولي کي حساب کړي انشاآلله
يا قهار: که څوک ددونيا په محبت اخته وي هغه دي دا مبارک نوم شريف ډير تلاوت کړي انشاآلله ددونيا محبت به يي له زړه ووځي اوله الله (ج) سره به يي محبت پيداشي
يا وهاب: که څوک په فقر اومفليسي اخته وي هغه دي دامبارک نوم شريف ډير تلاوت کړي اويادي وليکي اوله ځان سره دي وساتي اويادي دي دڅاښت دلمانڅه په اخره سجده کي۴۰ ځلي ووايي الله(ج) په هغه ته خلاصون ورنصيب کړي اوکه څوک خاص حاجت ولري نودکوريا مسجد په انګړ په ځمکه دي سجده وکړي لاسونه دي پورته کړي او۱۰۰ځلي دي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي انشاآلله حاجت به يي الله(ج) پوره کړي
يا رزاق: که څوک دسهار له لمانځه مخکي دخپل کور په څلورو کونجونو دامبارک نوم شريف۱۰ ځله دم کړي خومخ به يي په قبله وي اوله ښي کونج نه به شروع کوي نوالله (ج) به پري درزق دروازي خلاصي کړي اومريضي او مفليسي به هيڅ وخت دهغه کور ته رانه شي انشاآلله
يا فتاح: که څوک دسهارله لمانځه ورسته دواړه لاسونه په سينه کبږدي او۷۰ ځلي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي دهغه زړه به دايمان په نورروښانه شي انشاآلله
ياعلي: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير ځلي تلاوت کړي الله(ج) به پري دعلم اومعرفت دروازي راخلاصي کړي انشاآلله
يا قابض: که څوک دډوډي په څلورو ګولو(لمړيو)باندي دامبارک نوم شريف وليکي اوله څلويښت ورڅځوپوري يي وخوري نوله ولږي تندي درد زخم او تکليف څخه به خلاص شي انشاآلله نومعلوميږي چي دمعدي دمريضانولپاره ښه او مجربه نخسه ده
يا باسط: که څوک هره ورځ دڅاښت له لمانځه ورسته داسمان لوري ته لاسونه پورته کړي اودا مبارک نوم شريف۱۰ځلي تلاوت کړي الله(ج) به يي غني کړي اوهڅکله به دچا محتاج نه شي
يا حافظ: که څوک هره ورځ دامبارک نوم شريف ۵۰۰ځلي تلاوت کړي الله(ج) به دهغه ټول حاجتونه اومشکلات حل کړي اوکه څوک ۳روژي ونيسي اوپه څلورمه ورځ چيرته يوازي کيني اودا مبارک اسم ۷۰ ځلي تلاوت کړي انشاآلله په دښمن به بري وممومي
يا رافع: که څوک دهري مياشتي په څوارلسمه په نيمه شپه کي دامبارک نوم شريف۱۰۰ځلي تلاوت کړي الله(ج) به هغه له مخلوقه څخه بي نيازه اومستغني کړي
يا معز: که څوک دسيشنبي يا جمعي په ورځ دماښام له لمانځه ورسته دامبارک نوم شريف۴۰ځلي تلاوت کړي الله(ج) به هغه دخلقو په مينځ کي عزتمند کړي
يا مذل: که څوک ۵۷ ځلي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي اوسر پر سجده کيږدي الله(ج) به هغه دحسدکونکو ظالمانو او دوښمنانو له شر څخه وساتي او که څوک خاص دښمن ولري نو په مسجد کي دي دهغه نوم واخلي اودا دي ووايي اي الله(ج) ما دفلاني ظالم يا دښمن له شره وساتي انشاآلله دوعا به يي قبوله شي
يا سميع: که څوک دپنجشنبي په ورځ دڅاښت له لمانځ ورسته دا مبارک نوم شريف۵۰۰ يا۱۰۰۰ ځلي تلاوت کړي دهغه دوعاوي به قبولي شي مګر دذکر په مينځ کي به خبري نه کوي او که څوک هره ورځ سهار دسنت اوفرض لمانځه پرمينځ کي ۱۰۰ ځلي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي هغه به الله(ج) په خپل خاص نظر ونازوي انشاآلله
يا بصير: که څوک دجمعي له لمانځه ورسته ۱۰۰ ځلي دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي انشاآلله دهغه په زړه کي به دايمان رڼا پيداشي انشاآلله
يا حکم: که څوک دشپي په اخره حصه کي په اوداسه دا مبارک نوم شريف ۹۹ ځلي تلاوت کړي الله(ج) به دهغه زړه دانوارواو اثراروځاي وګرځوي او که څوک دجمعي په شپه دااسم شريف دومره تلاوت کړي چي بيسده الله(ج) به دهغه زړه په کشف اوالهام سره ونازوي انشاآلله
يا عدل: که څوک دجمعي په ورځ د ډوډي پر شلو ټوټو دامبارک نوم شريف وليکي او ويخوري انشاآلله ټول مخلوقات به دهغه لپاره مسخرشي انشاآلله
يا لطيف: که څوک دا مبارک نوم شريف۱۳۳ ځلي تلاوت کړي دهغه په رزق کي به برکت واچول شي اودهغه ټول کارونه په په ښه توګه ترسره شي او که څو به غم ناروغي فقر اوياکوم بل مصيبت کي راګير وي هغه دي اودس وکړي او ۲رکعته لمونځ دي وکړي اوخپل مقصد دي په زړه کي ياد کړي او ۱۰۰ځلي دي دا اسم مبارک تلاوت کړي انشاآلله مقصد به يي پوره شي
يا خبير: که څوک تر ۷ ورځو پوري دا مبارک نوم شريف ډير ځلي تلاوت کړي الله(ج) به هغه ته پټ رازونه ښکاره کړي اوکه څو په نفساني خواهيشاتو اخته وي هغه دي دا اسم شريف ډير تلاوت کړي انشاآلله خلاصون به پيدا کړي
يا حليم: که څوک دا مبارک نوم شريف پر کاغذ وليکي او اوبو کي يي واچوي اوهغه اوبه په کوم شي وشيندي په هغه شي کي به خير اوبررکت پيداشي اوله افتونوڅخه به وساتل شي انشاآلله
يا عظيم: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير تلاوت کړي الله(ج) به هغه ته غزت ورنصيب کړي انشاآلله
يا غفور: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير تلاوت کړي دهغه ټول غمونه اوتکليفونه به دفعه شي په مال اوعيال کي به يي برکت پيداشي په حديث شريف کي راغلي دي که څوک په مسجد کي ۳ځلي يارب اغفرلي ولولي دهغه ټول ګناهونه به وبښل شي انشاآلله
يا شکور: که څوک په غم اويا بل مشکل کي راګير وي نو دا مبارک نوم شريف دي ۴۱ځلي تلاوت کړي خلاصي به پيدا کړي انشاآلله
يا کبير: که څوک له خپلي دندي(وظيفي ) څخه ليري کړي شوي وي ۷ورځي دي هره ورځ۱۰۰۰ځلي دامبارک نوم شريف تلاوت کړي په خپله دنده به برقراره شي اوبرتري به بيامومي انشاآلله
يا حفيظ: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير ځلي تلاوت کړي اويايي وليکي اوله ځان سره يي وساتي هغه به له هر ډول خطر ويري اوتاوان څخه وژغورل شي انشاآلله
يا مقيط: که څوک په کوم خالي لوښي باندي دا مبارک نوم شريف دم کړي او په هغه لوښي کي اوبه خپله اوسکي(و څکي)اويا يي په بل چا اوسکي مقصد به يي پوره شي انشاأآلله
يا حسيب: که چاته له کوم شخص ياکوم شي څخه ويره وي هغه دي دپنجشنبي څخه شروع او اته ورځي دي سهار اوماښام۷۰ ځلي حسبياالله الحسيب تلاوت کړي دهرشي له شره به په امان شي انشاآلله
يا جليل: که څوک په مشک اوزعفران باندي دا مبارک نوم شريف وليکي او ډير يي تلاوت کړي الله(ج) به هغه ته عزت او قدر ورکړي انشاآلله
يا کريم: که څوک دشپي دويده کيدو په وخت دا مبارک نوم شريف تلاوت کړي او ويده شي الله(ج) به هغه ته په علماو او صاليحينو کي غزت ورپه برخه کړي انشاآلله
يا رقيب: که څوک هر ورځ دا مبارک نوم شريف ۷ځله تلاوت کړي او په خپل اهل و عيال اومال باندي دم کړي نوله ټولومصيبتونونه به په امان وي انشاآلله
يا مجيب: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير ځلي تلاوت کړي دهغه دوعاوي به دالله(ج) په دربارکي قبولي شي انشاآلله
يا واسع: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير تلاوت کوي الله(ج) به هغه ته ظاهري اوباطني غنيا ورنصيب کړي انشاآلله
يا حکيم: که څوک دا مبارک نوم شريف ډير تلاوت کوي الله(ج) به په هغه باندي دعلم اوعزت دروازي راخلاصي کړي اوکه دچا کوم کارسرته نه رسيږي هغه کاربه يي ترسره شي انشاآلله