زنجبیل درد ارامونکی درمل

د عضلاتو د درد لپاره زنجبیل په زړه پورې اغېزه لري. څېړنو په ډاکه کړې، که چېرې هره ورځ د زنجبیل یوه تازه ټوټه او یا چای وکارول شي، نو په عضلاتو کې رامنځ ته شوي دردونه ورکوي. په یوه امریکايي څېړنه کې چې د ۷۴کسانو په وجود کې تر سره شوې، د زنجفیل، ګرم زنجبیل او یا په اصطلاح پلاسبو اغېزه پر عضلاتو ښودل شوې ده.

له دغه وروسته هغو کسانو چې ډېرسپورت وکړ په نورمال ډول د عضلاتو ډېر درد يې درلود. دا ازماېښت ۱۱ورځې جریان درلود، چې په ترڅ کې يې معلومه شوه، هغو کسانو چې زنجبیل کارولی و، د عضلاتو درد يې لږ وو. تازه زنجبیل ٪ ۲۵او پاخه زنجبیل ٪ ۲۳دردونه کم کړل زنجبیل د زړه بدوالي او مفصلي دردونو ارامونکې وسیله اوسنی عصري طبابت ورو ورو دې پايلې ته رسيږي، چې زنجبیل ګټور درمل دي، خو چینايي، هندي او جاپاني لرغوني سنتي طبابت د زنجبیل دا ځانګړتیاوې زرګونه کاله دمخه په ډاګه کړې وې.

زنجبیل د دردونو، زړه بدوالي، سفري زړه بدوالي، استفراق، مزمن ټوخي، د حاملګي زړه بدوالي، د معدې او کولمود ناروغيو په برخه کې ګټور پرېوځي پرته له یادو نارغیو زنجبیل د شیموتراپي درملنې په صورت کې د زړه بدوالي او استفراق په مخنیوي کې مرسته کوي. هغه د التهابونه او درد په لرې کولو کې هم مرسته کوي، خو ځانګړتیا يې دا ده، چې د کیماوي درملو په شان جانبي عوارض نلري.

وچ زنجبیل د پوډر په شان کارول کېږي. په هند کې هغه د هاضمې د ښه والي، د بې اشتهايي او زړه بدوالي لپاره د خواړو په شان استفاده کېږي.

له محور ورځپاڼي نه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب