افغانستان کې څوک د موبائيل په ذریعه خلک مومي؟

په ټول افغانستان کي دوې کړۍ سته چي خپل مخالفين د موبائیل په ذريعه مومي او بيا يې تر عملياتو لاندي راولي او يا يې هم ژوندي نيسي، اوله  کړۍ يې  د افغانستان امنيت ملي رياست دئ ، دا رياست عموماً پر کومو شمېرو چي شکمن وي لومړی يې مخابراتي شبکو ته استوي او بيا د هغوی لخوا ورته لاندني مالومات ورکول کيږي.
لومړی: د موبائيل د کاروونکي اوسنی ځای (Current Location).
دوهم : د موبائیل IMEI شمېره. (په دې اړه د ښاغلي سيد احمد شاه ليکني ته مراجعه وکړئ).
درېيم: د A شمېرې او د B شمېرې تر منځ ثبت سوي خبري.
څلورم : د شکمني شمېرې څو ورځنی ريکورډ. کله چي يوه شمېره د ملي امنيت لخوا و مخابراتي کمپنیو ته ورکول کېږی  نو مخابراتي کمپنۍ ورته بشپړ مالومات ورکولای سي، دا مالومات  کېدای سي   د شکمني شمېرې سره د هغو شمېرو لړليک وي چي د نوموړي شمېرې سره يې په تېرو څو ورځو يا اونيو کي اړيکي نيولي وي.. .او داسي نور.

دوهمه کړۍ چي دموبائيل په ذريعه خلک مومي هغه د امريکاځانګړي ځواکونه (American Special Force) دي ، دا ځواکونه   د عام افغانانو لخوا په افغانستان کي د افغانانو پر وژنو، نيولو او زندان ته اچولو تورنه ده.
د امريکا ځانګړي ځواکونه د افغانستان په ټولو مخابراتي شبکو کي خپل ځانګړي سيستمونه لري  او د هغوی په ذريعه خپل مخالفين مومي، د دې سيتسمونو يو څو ځانګړتياوي په لاندي ډول دي.
 دا سيستمونه  په سلهاوو تېرابايټ هارډيسکونه کاروي، په  دې مانا چي د ډېرو مالوماتو د ذخيره کولو وړتيا لري.
 هر سيستم يې د ياد مخابراتي شرکت دbsc د يو ايس ټي ایم (STM) سره تړلی وي ، او هر هغه مالومات چي خلک يې د ټليفون (موبائيل) په ذریعه يو د بل سره شريکوي، لومړی د دوی سيستم ته ځي او ټول پکي ذخيره کېږي.
 د ډېرو قوي يو پي ايسونو څخه کار اخلي، کله چي برېښنا نه وي، کولای سي تر ډېره وخته کار وکړي.
 دوی د نېټ په ذريعه د خپلو نظامي اډو څخه دغه ټول مالومات کنټرولای سي.

د دې سيتسمونو په ذريعه ځانګړي ځواکونه کولای سي چي شکمن شخص يا ډله د ځای دقيق ادرس ومومي او وروسته يې پرضد عمليات وکړي.

افغانستان کي څه بريدونه چي کېږي اکثراً د ټليفوني موندو په ذريعه ترسره کيږي، ځکه  ځانګړي ځواکونه لومړی د ټليفوني اړيکي په ذريعه خپل د عملياتو ساحه مشخصه وي او وروسته پرې بمبارۍ يا هم ځمکني بريدونه ترسره کوي؛ زما د دې ليکني موخه هم همداده چي کله مخالف لوری خپل ټليفون بند وساتي، کورني او بهرني سرتېري به ونه توانېږي ترڅو د هغه ځای ومومي ، او بيا وروسته پرې بمبارۍ وکړي چي ګڼ شمېر عام افغانان پکي هم ژوبل او شهيدان سي.
نو د دې لپاره اسانه لاره داده چي شخص خپل موبائيل بند کړي او تر بندېدو وروسته هیڅ نوع پرمختللې ټکنالوژيکي وسيله نه سي کولای چي د هغه ځای ومومي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب