دڼیا (ګشنیز) مو پښتورګی پاکوي

 

طبي نړۍ کې ورته د روغتیا د خزانې نوم ورکول سوی دی، علمي نوم یې  Coriandrum Sativum او موږ ورته ګشنیز یا دڼیا وایو، په اسیا او افریقا کې په پراخه پیمانه موندل کېږي او تر نیم متر جګېږي.

دڼیا (ګشنیز) د ګڼ شمېر طبعي موادو په شتون سره ستاسو پښتورګي پاکوي،قوي یې ساتي، او د روغتیا لپاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې زموږ بدن ورته ضرورت لري، لکه: ویټامین آې، ویټامین بي، ویټامین سي، همدارنګه اوسپنه، کلسیم، پوتاشیم اومګنیزیم هم لري.

دڼیا (ګشنیز) د نورو زیاتو ګټو سربېره د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا، د زړه د ناروغیو، وینی فشار، پریشانۍ د کموالي او د بې خوبۍ تر څنګ د پښتورګو د ډبرو د لمنځه وړلو لپاره هم زیات ګټور دي.

همدا راز ډنیا (ګشنیز) قوي اشتها راوړنکي دي یعني د خوړو په هضم کې مهم رول لري، ځکه ډنیا د هضم غدو ته د هضم لپاره شیره تولیدوي او په دې توګه اشتها زیاتوي.

د ګشنیزو په وسیله مو پښتورګي پاک کړئ!

تګلاره:

  • لومړی څه اندازه ګشنیز راواخلئ او پاک یې ومینځئ.
  • بیا یې میده، میده کړی.
  • ورسته میده سوي ګشنیز په اوبو کې د لسو دقیقو لپاره و ایشوئ.
  • د څو دقیقو لپاره يې پرېږدئ چې یخ سي، وروسته یې تر یوې پاکې صافې وباسی (فلټر کړئ) تر څو د ګشنیزو خالصي اوبه پاته سي.
  • د ګشنیزو خالصي اوبه په یخچال او یا هم یخ ځای کې کښېږدئ او یو، یو ګلاس د ورځي ورڅخه چیښئ.

ان شاءالله څو ورځي وروسته به یې پایله پخپل ادرارو (تشو بولو) کې ووینئ.

یادونه:  ښځي باید یاده سوې کړنه او یا هم د دڼيا (ګشنیزو) د استعمال څخه د امیندوارۍ او میاشتني عادت پرمهال په کلکه ډډه وکړي ځکه د دوی لپاره خطرناکي پایلي لري.

ژباړه: صالح محمد هوتک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب