نظریه: د ژوند په پيدايښت کې د تالندي برېښنا او هايدروجن نقش

د يو لړ تازه څېړنو پر اساس پر مځکه باندي د  لومړنيو واکمنو شرايطو  دوران داسي وو چې  ښا يې د ژوند د جوړښت ابتدايې مصاله د تالندي او برېښنا د ضربو په وجه مينځ ته راغلي وي .

کارپوهانو د “ساينس” په خپرونه کې ديوې مقالې په خپرولو سره ويلي دي چې يو وخت هايدروجن  د اتموسفير د اصلي تشکيل سوي عناصرو  څخه وو او ښايي چې آسماني برېښناوي د هايدروجن او نورو اقليمي يا چاپېريالي عناصرو په مابين کې د عمل او عکس العمل باعث ګرځېدلي  او د کيمياوې ژوند د پيدايښت و سرچينې ته يې زمينه برابره  کړی وي .

دغه څېړني هغه زاړه ګومانونه را ژوندي کوي چې وايې د مځکي په لومړني اتموسفير کې دهايدروجن او نوروساده غازو په مابين کې عمل او عکس العمل، چې د تالندي او برېښنا د حرارت نه  ډير ګرمېدل،  د ژوندي ماليکولونو د مصالحو په جوړولو بدل سوله .

آزمايښتو ښوولي دي چې دداسي عکس العملو دکېدو امکان شته دی.

خو کار پوهان د پخوا راهيسي په دې باور وه چې که څه هم هايدروجن تل په اتموسفير کې موجود وو ولي دهغوي مقدار ډېر لږ وو.

هايدروجن چې ډېر سپک غاز دی په آساني سره د ځمکي د ګرد چاپير د فضا نه تښتي او فضا ته ځان رسوي .

د کيميا پوه برايان تون او همکارانو په قول، څو ميليارډه کاله پخوا پرمځکه باندي بلکل بل شاني شرايط حاکم وه او هغه دا چې هايدروجن د اتشفشانو نه د تيښتي نه با د دمځکي په اتموسفير يا ګرد چاپيره فضا کې را ګيرېدل  او ديوې نه دريمه برخه يې جوړوله  .

که داسي وي په کال کې دمليونونو زره ټنه ساده  د ژوند د ماليکولونو د پيدايښت  امکان د آسماني بڅرکو په خاطر وجود لاره .

ديو او بل سره ددې ما ليکولونو عمل او عکس العمل او د پېچلو ما ليکولونو پيدايښت ، په تدريج سره د ژوند ځينو بېلګو په پيل شروع وکړله .

ګرانه ده چې هيځکله به څوک و پوهيږي چې ژوند چېري شروع سو . خو تازه څېړني دغه باور پياوړی کوي چې ژوند د يوه ډول  لومړنيو کيمياوي عمل او عکس العمل نه مينځنه راغلی دی.


سپېڅلی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب