«هر شی په هر سن کې زده کول» |د برونر اکتشافي زده کړې نظريه

جروم برونر د هاروارډ او اکسفورډ د پوهنتونونو استاد د يوه ارواپوه او د ښوونې او روزنې د متخصص په توګه د روزنيزې ارواپوهنې په برخه کې د دوو نظرونو څرګندولو پواسطه ډير زيات شهرت وموندلو. لومړی داچې هغه مدعي دی چې، « هر شی په هر سن کې کولی شو هرکس ته ورزده کړو» دغه عبارت هغه ادعا ده چې په ظاهر کې د پياژه د نظريې مخالف ده هغه باور درولودو چې په هر عمر ياسن کې خاص مطالب د هرشخص د عقلي رشد مرحلې مطابق کولی شو چې زده کړه ورکړو، خود برونر منظور له دې عبارت څخه دادی که چيرته وکړای شو د خپل مطلب سطحه د خپل مخاطب د پوهې سطحې څخه ټيټه راوړو او په خپله د مخاطب په ژبه خبرې وکړو نو کولی شو چې هر مطلب تر يوې کچې هغه ته ور زده کړو.
په همدې اړه برونر د مطالبو د جوړښت پر اهميت باندې ټينګار کوي او باوري دی چې د زده کړې په برخه کې مهمترينه مسئله د مطالبو جوړښت دی، دغه جوړښت بايد په داسې ډول وي چې د زده کوونکي د درک له سطحې سره مطابق وي. دوهم داچې برونر وايي چې ښوونکی بايد ټول اطلاعات د زده کوونکو په اختيار کې ورنکړي، بلکه زده کوونکو ته بايد دا فرصت او امکان ورکړي چې د اطلاعاتو پسې لټه وکړي. د برونر دغه نظر د روزنيزو ارواپوهانو ترمنځ په اکتشافي روش يا اکتشافي زده کړې سره مشهور دی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب