د ايډز مخنيوی او درملنه

آيا د ايډز درملنه کيدای شي؟

تر اوسه د ايډز بشپړه درملنه نکيږي؛ ځيني د ويروس ضد درمل شته چي ښايي د ناروغ ستونزې را کمې کړي؛ ايډز ته رسېدل يي ورو او په پايله کې يې لږ ژوند ښه کړي؛ مګر په خواشينۍ سره بايد ووايو چې څه وخت وروسته دا ويروس خپل جوړښت بدلوي او لدې وروسته نوموړي درمل پري هيڅ اغيزه نشي کولای. له بله پلوه دا درمل ډير ګران دي او زمونږ د هيوادوالو غوندې بيوزلي خلک يي د اخيستلو وس نه لري.

د ايډز مخنيوی

په خواشينۍ سره مي د ډله ايزو رسنيو څخه واوريدل چي په تیرو شپږو مياشتو کي زمونږ په هيواد کې د ايډز پيښې څلور برابره ډيرې شوي؛ لدې کبله په ځای بولم چې د ايډز د مخنيوي په هکله په لاندې ډول څه وليکم.

  • د ايډز بشپړه درملنه نه کېږي لدي کبله يې مخنيوی ډير ارزښتناک برېښي.

  • ويل کېږي چې په نړۍ کې د ۴۲ ميليونو څخه ډېر خلک پدې ناروغۍ اخته دي.

*  همدارنګه دی ناروغۍ په ميليونونو خلک د مرګ کندې ته رسولي دي.

  • اوس هم په ميليونونو خلک د نړۍ پر مخ پدې ناروغۍ باندې د اخته کيدو سره مخامخ دي.

د ايډز څخه څنګه ځان وژغورو؟

۱-د نا مشروع جنسي اړيکو څخه ځان ساتل د ايډز په مخنيوي کي تر ټولو ارزښتناک ګام دی.

۲-. پرته له اړتيا څخه بايد  پيچکاري و نکړو او که اړتيا ډيره وي نو د پيچکارۍ او ستن دواړو د پاکوالي څخه بايد ډاډمن اوسو.

۳-. اړينه ده چې ناروغ ته د وينې ورکولو په وخت وينه د ايډز د ويروس او نورو ناروغيو لپاره ټست شي او يواځې هغه وخت ناروغ ته ورکړل شي چي د پاکوالي څخه يې پوره ډاډمن شو.

۴-. اميندوارې ښځې که په ايډز اخته وي نو بايد وخت په وخت له ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د ډاکټر لارښوونې په غور سره پلې کړي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب