ځمکې او آسمانونه خلقت او جلاوالی |قرآن علمي معجزې

د ځمکې او آسمانونو جلا کیدل

دآسمانونو دجوړیدو په هکله یو بل آیت داسې وایی:
آیا کافرانو ونه لیدل چې آسمانونه اوځمکه سره تړلی وو، هغه مو پرانستل اوسره جلاموکړل اوله اوبو نه مو هرڅه راژوندی کړل، بیا نو ولی ایمان نه راوړی.  (الانبيا ۳۰)

د “رتق” کلمه  چې یوله بل سره دګنډلی مانا ورکوی په عربی سیمه یزه  ژبه کی دګډ یا مخلوط په مانا هم کاریږی. فتقه چې عربی کلمه ده دیو له بله دشلیدو اودهغو څیزونو تخریب چې یو له بل سره ګنډلی وی اویا هم له ځمکې څخه دځوانکۍ دسروهلو په ماناهم کاریږی.
اوس بیا  که دی آیت ته ځیر شو مانا داسی ده چې ځمکه او آسم انونه یو له بل سره تړلی یا ګنډلی وو اوهغوی مو له یو بل نه بیل کړل. په همدغه ترتیب دپوهانو نظرداسې دی چې لوم ړی ټوله نړۍ یو ټکی وه ، یعنی چې ځمکه آوسمانونه ټول په یوه حال یوپه بل کی نغښتی وو اووروسته دغو ټکو  ستره چاودنه وکړه اوټوټی یی یوله بله جلا شوې.

دهغه څه خلقت چې دځمکې اوآسمانونو ترمنځ دی

په قرآن کریم کې ډیر داسې آیتونه شته چې دځمکې آسمانونو اوهغه څه. چې دهغو په مینځ کی دی هغه بیانوی.
ځمکې اوآسم انونه اوهغه څه چې دهغوی په مینځ کی دی  پرته له حقه   مونه دی پیداکړی. (الحجر ۸۵).
هرڅه چې په آسم انونو اوځمکه اودهغوی په مینځ کی اودخاورو لاندی موجود دی ټول دهغه ملک دی. (طه ۶).

پوهان  وایی چې  لومړی دهغه ګرم لوګی کتله مخ په زیاتیدوشوه. وروسته دغه کتله ټوټه ټوټه شوه چې آسمانی آجسام ، ستوری اوسیارې یی جوړې کړې. په بل عبارت ځمکه اوستوری ټول هغه ټوټې دی چې د ګازونو له یو ې واحدې کتلې څخه مینځته راغلی .ځینې دغه ټوټې په لمر اوستورو بدل شول اوپه دی ترتیب سره شمسی منظومې اوکهکشانونه مینځته راغلل. دویش په بهیر کې یوشمېر اضافه ذرو چې نوې له دغو جسمونو نه  جوړې شوې وې فضایی جوړه کړه. پوهانو دغه اضافی ‌‌ذرې دستورو اوکهکشانو په مینځ کی ماده یاده کړه. دغه ماده له شپیتو په سلو کې هایدروجن ، اته دیرش په سلوکې هیلیوم اودوه  په سلوکې نوروڅ ېزونونه  جوړه شوې. نهه نوی په سلوکې دغه ماده ګاز اویو په سلوکی هغه ګرد دی چې  دجامداتو له وړو زرو نه چې قطر یی یو پرزرو تر لس زروملی متره ده جوړشوی.

دغه ذرې دومره وړې دی چې د لوګې یا ګازو په څیر لیدل کیږی. خو کله چې په بشپړه توګه ولیدل شی په فضا کی دټولو کهکشانونونه دلوېی کتلی استازیتوب کوی. دکهکشانونو په مینځ کی ماده په کال ۱۹۲۰ کې کشف شوه خو موجودیت یی په سلګونو کاله مخکې عظیم الشأن قران بیان کړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب