ځمکه کې د ونو شمېر

• د نويو شمېرو له مخې تقريباً 3.04 ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي، دا شمېرې د سټلايټ سپوږمکيو لخوا د عکسونو او په پرمختللو هېوادونو کې د ځمکې پرسر د ونو له شمېرو څخه تر لاسه شوې دي.
• د څېړنو پر بنسټ هر يو هيکټار (تقريباً پينځه جريبه) ونې کولای شي چې ۷،۵ ټنه وړې زرې ، ګرد او غبار جذب کړي، نو د پاک چاپېريال او روغ ژوند لپاره د نيالګيو کېنول ډېر ضروري او مهم دي.
•هره ونه هر کال په متوسط ډول 260 پونډه اکسيجن توليدوي ، يانې په دې مانا چې دوه پوره ونې کولای شي د يوې څلور نفره کورنۍ د يوه کال اکسيجن برابر کړي.
• يوه ونه په کال کې دومره کاربن جذبوي چې يو موټر یې په ۲۶ زره مايله فاصله کې له خپل سلنګسر څخه باسي.
• ونې د يوې سيمې د خلکو د بد سلوک، خشونت په کمولو او له يو بل سره د ښې اړيکو په رامنځ ته کولو کې هم ونډه لري، د سيمې د خلکو په ټولنيزتوب، مهذب معلومېدلو کې جوت رول لري. همدارنګه په ګڼو ونو، شين طبيعت کې ژوند کول مو له ډيپريشن ، خپګان او غمګيني څخه تر ډېره پورې ساتي. او همدارنګه د ساه بندي ناروغۍ د ناروغانو لپاره د ونو شتون
ډېر مفيد دی.
Facebook.com/Aail.NoorAhmad

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب