د غم کال | نبوي سيرت

له درې کلونو کلا بندۍ وروسته چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  يو څه هوسايي احساس کړه، د نبوت  لسم کال په رجب مياشت کې يې زړه سواند تره ابو طالب اوخاوشا دوه مياشتې وروسته يې خواخوږې مېرمن خديجه   رضي الله عنها  د پنځه شپېتو کلو په عمر لدې پاني نړۍ نه د تل لپاره سترگې پټې کړې چې پدغه وخت کې  محمد  صلی الله عليه وسلم  پنځوس کلن و د خديجې  رضي الله عنها  له وفات وروسته محمد  صلی الله عليه وسلم  سخت غمگينه و دې حالت ته په کتو سره خولة بنت حکيم  رضي الله عنها  چې د عثمان بن مظعون  رضي الله عنه  مېرمن وه د محمد  صلی الله عليه وسلم  سره مشورې کولو وروسته د سودې  رضي الله عنها  پلار ته ورغله د جاهليت د طريقې سره يې سم د ( انعم صباحا) سهار مو په خير  په ويلو سره  سلام ورته وکړ بيا يې د محمد  صلی الله عليه وسلم  له لوري د سودې  رضي الله عنها  سره د نکاح پيغام ورته وړاندې کړ هغه وويل غوره سيال دی خو د سودې څخه هم پوښتنه وکړئ کله چې دا ټول کارونه وشول نو محمد  صلی الله عليه وسلم  په خپله د هغوی کورته ورغی او دسودې  رضي الله عنها  پلار د نکاح خطبه وويله او څلور سوه درهمه مهر يې وټاکلو او په لسم  دنبوت د روژې په مياشت کې نکاح وتړل شوه

پدې وخت کې له الله  جل جلاله  پرته  په مکه کې څوک نه و چې محمدصلی الله عليه وسلم د مشرکانو له ربړونو وژغوري او اسلام ته د بلنې په لاره کې د غمونو او خنډونو يوه نوې لړۍ پيل شوه.

[irp][irp][irp]

مشرکان تر پخوا  ډېر زړور شول، مخامخ يې محمدصلی الله عليه وسلم ته د دښمن گوته  ونيوله او په هره لاره کې يې ورته خنډونه جوړول.

د نه زغمېدونکو کړاوونو او د بلنې په لار کې خنډونو له امله رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه  کال “د غم کال” په نوم ياد کړ؛ خو د الله جل جلاله د پيغام رسولو کلک هوډ يې مات نه کړ او د نورو سيمو خلکو ته يې د اسلام بلنې پيل کړې.

او په همدې وخت کې يې تر ټولونېژدې ملگری ابوبکر صديق  رضي الله عنه  د حبشې په لور  هجرت ته اړ شواو (برک الغماد) نومي ځای پورې لاړ چې بيا ابن الدغنه را وگرځوو او پناه يې ورکړه .

او همدا رنگه يو ځلې د قريشو يو کم عقل د محمد  صلی الله عليه وسلم  په سر خاورې ور واچولې او محمد  صلی الله عليه وسلم  پداسې حال کې خپل کور ته ولاړ چې په سر يې خاورې پرتې وې يوه لور يې ورته را ولاړه شوه سريې ورمينځلو او ژړل يې خو محمد  صلی الله عليه وسلم  ورته ويل چې لورککۍ مه ژاړه الله  جل جلاله  به ستا د پلار ساتنه کوي  لنډه دا چې د ابوطالب له مړينې وروسته له دومره کړاونو او خنډونو سره مخ شو چې د هغه په ژوند کې يې تمه نه کېده

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب