رسول اللهﷺ د خپل عمر په وروستي کال امت ته کوم مهم پیغام پریښود؟

کله چې د الله تعالى کور (بيت الله شريف) د شرک د پليتۍ او بُتانو څخه پاک کړاى شو او د مسلمانانو زړونه د بيت الله شريف د ليدنې او حج لپاره د مينې څخه څپې وهلې ځکه چې ډېر وخت کيده چې هغوى د بيت الله شريف څخه ليرې پاتې شوى وو، د بيت الله سره د مينې او محبت جام ترڅنډو ډک شوى ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جدايۍ شېبې رانږدې شوې وې او ددې ضرورت ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت سره مخه ښه (الوداع) وکړي. په دغسې وخت کې الله تعالى خپل پيغمبر ته د حج کولو اجازه وکړه، د بعثت څخه وروسته تردې وخته رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوي شريعت په اساس حج نه وو اداء کړى.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بيت الله شريف د ليدنى او حج کولو په اراده له مدينې څخه ووت غوښتل يې چې د مسلمانانو د يو لوى جماعت سره ملاقات او ليدنه وکړي او هغوی ته د دين د تعليماتو او حج د احکامو تعليم او ښوونه وکړي او د الله جل جلاله له لوري ورسپارل شوې ګواهي او شهادت اداء او ورکړل شوى امانت ورسوي او خپل اخيرني وصيتونه ورته وکړي او د مسلمانانو څخه پخه وعده او ميثاق واخلي، او د جاهليت ټولې نښې او آثار محوه، نابود او پايمال کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلو زرو څخه زياتو مسلمانانو سره حج اداء کړ او دا حج د((حجة الوداع)) او ((حجة البلاغ)) په نامه ونومول شو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حج:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج اراده وکړه خلکو ته يې خبر ورکړ چې زه حج کوم مسلمانانو هم د حج د سفر لپاره تيارى وکړ .

د مدينې شاوخوا اوسېدونکو چې کله دا آوازه واورېده هغوى هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حج د اداء کولو په اراده مدينې ته راغلل، په لاره کې هم بې شمېره خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يوځاى شول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخکې، وروسته ښي او چپ طرف ته د سترګو تر لید پورې د انسانانو سيلاب روان وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذى القعدې د مياشتې په ٢٦ نېټه له ماسپښين څخه وروسته په داسې حال کې له مدينې څخه روان شو چې مسلمانانو ته يې د يوې لنډې خطبې په ترڅ کې د احرام احکام، واجب او سنتونه بيان کړل.
د سفر د شروع کولو سره يې تلبيه ويل پيل کړل(( لبيک اللهم لبيک، لبيک لاشريک لک لبيک، ان الحمد والنعمة لک والملک لا شريک لک لبيک)).

زه حاضر او چمتويم، يا الله! زه حاضر يم، زه ستا د حکم منلو لپاره حاضريم، ته هېڅ شريک نه لرې، زه حاضريم، ټول صفتونه تالره دي او ټول نعمتونه ستا له لوري دي، پادشاهي او واک ستا دى او ته هېڅ شريک نه لرې.

د يوې هفتې اوږد او ستونزمن سفر څخه وروسته د ذى الحجې د مياشتې په څلورمه نېټه مکې مکرمې ته ورسيد . مسجد الحرام ته ننووت، د بيت الله شريف طواف يې وکړ، د صفا او مروه ترمنځ يې سعيه وکړه او څلور ورځې په مکه مکرمه کې پاتې شو .بيا د ترويې(د ذالحجې په اتمه ) ورځ د مسلمانانو سره د منى په لور ولاړ، کله چې هلته ورسېده د ماسپښين او بيا د مازديګر لمونځ يې اداء کړ او شپه يې هملته تېره کړه . کله چې د ذالحجې د نهمې ورځې (چې د جمعې سره برابر ؤ) لمر راپورته شو د منى څخه يې د عرفات په لور حرکت وکړ، کله چې عرفات ته ورسيده غرمه يې خلکو ته په داسې حال يوه عظيمه خطبه وکړه چې په خپلې سورلى سپور ؤ.
په دې عظيمه خطبه کې يې د اسلام اصول او قواعد بيان کړل او د شرک او جاهليت بنسټونه يې ونړول. او د هغه محرماتو تحريم يې مقرر کړ چې ټول اديان يې په تحريم اتفاق لري چې هغه وينه، مال او ناموس دي، او د جاهليت ټولې چارې يې ترپښو لاندې او پايمال کړې.

د جاهليت سود او ربايې ټوله باطله او له منځه يوړه او مسلمانانو ته يې د ښځو سره په ښه سلوک او ښېګڼې توصيه او سپارښتنه وکړه او د ښځو حقوق او مسؤوليتونه يې بيان کړل او ويې فرمايل: په سړو باندې دوسې مطابق د ښځو نفقه او لباس واجب دى.

په حجة الوداع کې رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته امر وکړ چې د الله جل جلاله په کتاب منګولې ولګوئ . او ويې فرمايل چې ترهغې به مسلمانان بې لارې او ګمراه نه شي ترکومه يې چې د الله جل جلاله په کتاب منګولې لګولې وي او مسلمانانو ته يې خبر ورکړ چې له تاسې څخه به د کتاب الله په اړه پوښتنه کېږي.

بيا يې له هغوى څخه پوښتنه وکړه چې تاسې په دې اړه څه وياست او څه ګواهي ورکوئ؟ هغوى ټولو وويل: مونږ ګواهي ورکوو چې تاسې د الله تعالى پيغام مونږ ته ورسولو، امانت مو اداء کړ او نصيحت مو وکړ. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت ګوته د آسمان په لوري پورته کړه او درې ځلې يې الله جل جلاله په هغوى ګواه کړ . او بيا يې ورته امر وکړ چې هر حاضر به غائبو ته دا خبرې، احکام او نصائح رسوي.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه پوره کړه نو بلال ته يې د اذان کولو امر وکړ، بيا يې اقامت ووايه او د ماسپښين لمونځ يې دوه رکعته په جماعت سره اداء کړ، بيا يې د مازديګر د لمانځه لپاره اقامت وکړ او په جماعت سره يې دوه رکعته لمونځ اداء کړ، کله چې د لمانځه څخه فارغ شو په خپله اوښه سپور د عرفات ميدان ته د ودرېدو لپاره ولاړ، د لمر پريوتو پورې يې د الله جل جلاله په حضور کې د دعاء، زارۍ او عاجزۍ لاسونه ترسينې داسې پورته کړي ؤ لکه کوم مسکين چې ډوډۍ غواړي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعاء کوله :
(( اللهم انک تسمع کلامي، وترى مکانى، وتعلم سرى وعلانيتى، ولايخفى عليک شئ من امري، انا البائس الفقير،المستغيث، المستجير،الوجل المشفق، المقر، المعترف بذنوبى،اسالک مسالة المسکين، وابتهل اليک ابتهال المذنب الذليل،وادعوک دعاء الخائف الضرير، من خضعت لک رقبته،وفاضت لک عيناه وذل جسده، ورغم انفه لک اللهم لا تجعلني بدعائک رب شقيا، وکن بى رؤوفاً رحيماً، ياخير المسؤولين، ويا خير المعطين))

يا الله! ته زما خبرې اورې، ته ما وينې ته زما په پټو او ښکاره حالاتو خبر يې، زما هېڅ له تا څخه پټ نه دي، زه نا هیلی او فقير، مرسته غوښتوونکى او پناه دروړونکى خائف او وېرېدونکى، په خپلو ګناهونو اقرار او اعتراف کوونکى يم، زه له تا نه د مسکين په څېر سوال او غوښتنه کوم،او د خوار او ذليل ګناهګار په توګه زاري درته کوم زه له تا نه د ډېر محتاج وېرېدونکي په څېر غوښتنه او دعاء کوم، هغه څوک چې غاړه يې تاته ښکته شوې ده، او سترګې يې ستا په در کې اوښکې تويوي، او بدن يې ستا په وړاندې خوار او ذليل دى او پزه يې ستا په وړاندې په خاورو ککړه ده، يا الله! ما په خپله دعاء نااميد او بدبخته نه کړې، په ما باندې رحم او مهرباني وکړه يا ښه سوال اوريدونکيه! او يا ښه ورکوونکيه!))

او هلته دا آيت نازل شو:
{…الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا…} [المائدة : 3] ( نن ما تاسې لپاره ستاسې دين بشپړ کړ او په تاسې مې خپل نعمت پوره کړ، او اسلام مې تاسې لپاره د دين په توګه غوره کړ.)

کله چې لمر پريوت د عرفات څخه را کوز او مزدلفې ته ولاړ او هلته يې د ماښام او ماسختن لمونځونه په جماعت سره اداء کړل، بيا يې ترسهار پورې استراحت وکړ. د سهار د راختو نه وروسته يې په لومړي وخت کې د سهار لمونځ اداء کړ .

بيا د خپلې سورلۍ په واسطه مشعر الحرام ته ولاړ مخ په قبله ودرېده او په دعاء، زارۍ، تکبير او تهليل يې شروع وکړه، بيا دلمر ختلو څخه مخکې په تيزۍ سره له مزدلفې څخه منى ته ولاړ او په جمرة العقبه کې يې شيطان په کاڼو وويشت .بيا منى ته واپس راغى خلکو ته يې له فصاحت او بلاغت څخه ډکه خطبه وفرمايله: خلکوته يې د اختر د ورځې د حرمت، احترام او فضيلت په اړه خبرې وکړې او خلکو ته يې د نورو ښارونو په پرتله د مکې حرمت او فضيلت واضح کړ .

او د هغه چا د خبرې د اورېدو او اطاعت امر يې ورته وکړ چې د الله جل جلاله د کتاب په رڼا کې د دوى قيادت او لارښودنه کوي او خلکو ته يې امر وکړ چې د هغه صلی الله علیه وسلم څخه د حج احکام زده کړي. او خلکو ته يې امر وکړ چې زما د تلو وروسته کافر نه شي چې ځينې د ځينو نورو څټونه پرې کړي او خلکوته يې وويل: زما خبرې نورو خلکوته ورسوئ. او په هغې خطبه کې يې داهم وويل:

(اعبدوا ربکم، وصلوا خمسکم، وصوموا شهرکم، واطيعوا ذا امرکم، تدخلو جنة ربکم)
اى خلکو د خپل رب عبادت وکړئ، پنځه وخته لمونځ اداء کړئ د رمضان د مياشتې روژې ونيسئ، او د خپلو مشرانو او مسؤولينو اطاعت وکړئ، د خپل رب جنت ته به داخل شئ.

او بيا يې خلک رخصت کړل او الوداع (مخه ښه يې ورته وويل). نو ځکه خلک دې ته حجة الوداع وايي. بيا په منى کې د حلالې ځاى ته ولاړ او ٦٣ قربانيانې يې په خپل لاس حلالې کړې. د قربانيو دا تعداد چې په خپل لاس يې ذبحه کړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر د کلونو سره سمون خوري، نوره ذبحه (حلاله) يې بس کړه او بيا يې علي رضی الله عنه ته امر وکړ چې د سلو څارويو پاتې هغوى حلال کړي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قرباني وکړه نايي يې راوغوښته سريې وخراوه او خپل ويښتان يې هلته په موجودو خلکو باندې وويشل.

بيا مکې مکرمې ته سپور ولاړ هلته يې طواف افاضه يا طواف زيارت وکړ . بيا د زمزم څاه ته ورغى په ولاړه يې د زمزم اوبه وڅښلې بيا په همغه ورځ بېرته منى ته ولاړ شپه يې هلته وکړه، د اختر په دوهمه ورځ يې د لمر د زوال پورې انتظار وکړ، کله چې زوال وشو له خپل پړاو ځاى څخه د شيطانانو د ويشتلو لپاره ولاړ، اول يې لومړۍ جمرة بيا منځنۍ جمره او بيا يې درېيمه جمرة چې جمرة العقبة ورته ويل کېږي وويشتلې.

د تشريق درې ورځې په منى کې پاتې شو او د جمرو ويشتل يې پوره کړل او بيا مکې ته ولاړ هلته يې د شپې په اخري برخه کې د رخصتۍ طواف وکړ او خلکو ته يې د سفر امر وکړ او د مدينې په لور روان شو، کله چې ذوالحليفى ته ورسېده هلته يې شپه وکړه، کله چې مدينې ته نږدې شو او مدينه ورته ښکاره شوه درې ځلې يې تکبير ولوست او ويې ويل:

(لا اله الله وحده لاشريک له له الملک وله الحمد، وهو على کل شئ قدير، آئِبُونَ، تائِبُونَ، عابِدُونَ، ساجِدُونَ، لِرَبٍّنَا حَامِدُونَ، صَدَقَ اللهُ وَ عدَهُ، وَ نَصَرَ عَبدَهُ، وَ هَزَمَ الأَحزَ ابَ وَحدَهُ))

نه شته لايق د عبادت مګر يوازې يو الله جل جلاله دى، هېڅ شريک نه لري، پادشاهي او ثناء هغه لره ده او هغه په هر څه قادر دى مونږ راګرځېدونکي يو، توبه کوونکي يو،عبادت کوونکي يو، سجده کوونکي يو،او د خپل رب حمد بيانوونکي يو، الله تعالى خپله وعده رښتنې کړه، د خپل بنده مرسته يې وکړه او يوازې يې ډلو ته ماتې ورکړه. بيا د ورځې په رڼا کې مدينې منورې ته داخل شو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب