دا ریښتیا ده کله چې سپی وغاپي مصیبت راځي؟

پوښتنه ؛خینی خلک دسپی له قولو یعنی چیغو نه دیر بده منی یعنی کله چی سپی قولی وهی دوی داسی فکر کوی چی څه افت راتلونکی ده لطفا داسلام په رڼاکی راته معلومات راکری
مننه

ځواب:
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله، وبعد:
دا خبره غلطه ده او هسې دعوامو کیسې دي، خو کله چې یوڅوک دسپې غپا (نباح) او یاد خره هنګارې واوري نو سنت داده چې له شیطان نه الله جل جلاله ته پناه وغواړي (أعوذ بالله ووايي) ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:: من سمع نباح الكلب أو نهاق حمار فليستعذ بالله من الشيطان الرجيم فإنهم يرون ما لا ترون. رواه البخاري

ژباړه: کله چې یوڅوک د سپې غپا او یا د خره هنګارې واوري نو هغه دې له شیطان نه الله ته پناه یوسي، ځکه چې هغوی (سپی او خر) هغه څه ویني چې تاسې یې نه شی لیدلای.

نو صحیح خبره داده چې دسپي په چیغو او غپا اوریدلو باید مسلمان أغوذ بالله من الشیطان الرجیم ووايي، ځکه چې داکثره علماوو په قول چې هغه شیطان ویني او داخبره غلطه ده چې کوم مصیبت راځي.
والله أعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب