ختم نبوت يوه کلکه عقيده

که يو لور ته درسول الله صلى الله عليه وسلم  په زمانه کې مسيلمة الکذاب د نبوت د روغژنه دعوه کړې وه لږه  موده دمخه يوه بله فتنه د مرزا غلام احمد قاديانى په شکل پيدا شوه، قاديانى ملعون   دخپلو بادارانو  دلوري داسې نجسه مفکوره راوړه چې دهغې له مخې يې داسلام ډېر احکام يا ناقص بلل او يا خو يى بيخى منسوخ بلل او هم يى ځان پيغمبر ګاڼه چې په لږه موده کى يو شمېر بى عقله مريدان  هم پيدا کړل.
د ختنم نبوت عقيده د مسلمانانو لپاره يوه محکمه عقيده ده که څوک په ختم نبوت عقيده ونه لرى مسلمان نه بلل کېږي، دختم نبوت   د انکار فتنه دا مهال افغانستان ته هم رارسېدلى اګر چې دلته په ظاهره چا دنبوت دعوه نه ده کړې خو د قاديانى ملعون دافکارو نه متاثره خلک کم نه دي  دا خلک په خپلو پستو او غوړو خبرو غواړي مسلمانان وغولوي او يا يى دمادياتو په جال کې دبندولو سره ګمراه کړي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د مبارک ژوند په اړه به دمولود شريف په موقع دقلم خاوندانو ډېر څه ليکلي  وى ما لازمه وبلله چى دختم نبوت په اړه يو څه وليکم ، ترڅو خبر شو چې رسول الله ص د ټولو کائناتو لپاره رحمت او وروستى پيغمبر دى له ده نه وروسته هيڅ پيغمبر نه راځي حضرت عيسى ع به هم مستقل نبوت نه راوړي ، بلکې  درسول الله ص په دين به عمل کوي  او همدا مبارک دين به خپروى.

راځئ د ختم نبوت په اړه دعلامه شبلى نعمانى صاحب څېړنه ولولو.

درسول الله ص رعب او له هغه سره دالله تعالى نصرت دپيروانو زياتوالى دايمى معجزه ، عام دعوت ددين تکميل او ښکاره نښې د اټول ددې څرګندوى دي  چې  درسول الله په ذات مبارک  ټول پيغمبرانه نعمتونه مکمل او دنبوت سلسله ختمه شوه ځکه خو الله تعالى د هجرت په لسم کال دذى الحجې په ٩ تاريخ د حجة الوداع په موقع په يوه لويه اجتماع کې اعلان وکړ.
(اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتى ورضيت لکم الاسلام دينا)سورة مائده
ژباړه : (( نن مې ستاسې دين مکمل کړ او پوره مې کړل په تاسو نعمتونه خپل او خوښ مې کړ تاسو لپاره دين داسلام . ))
د پورته ايت کريمه هدف دادى چې ستاسو دين مې تکميل کړ ترقيامته به همدا دين وي او نوره دنبوت دروازه وتړل شوه کوم نوى پيغمبر او نوى دين نه راځي
لدې څخه دمخه دهجرت په پنځم کال هم همدغه ډول يو بشارت ، الله تعالى رالېږلى و .( ماکان محمدا ابا احد من رجالکم و لکن رسول الله وخاتم النبيين.)
سورة احزاب
ژباړه محمد ستاسو  له نارينه وو څخه دهيچا پلار نه دى ليکن دخداى پيغمبر او خاتم الانبياء (وروستى پيغمبر دى)

دختم معنى:
ختم ديو څه داسې بندولو ته وايي  چې له  داخل  څخه يې  کوم شى بيرون راونه وزي او له بيرون څخه هم څه ور داخل نه شي
(لسان العرب)
او په بله معنى ديو څه بندولو او پر هغې مهر لګولو ته يې وايي
چونکه مهر د مکتوب په پاى کې  وهل کېږي، ځکه ورته په عربي کې ختم وايي او لدې نه وروسته ليکنه داعتبار  وړ نه وي دانبياوو دقافلې  سآلار حضرت محمد ص خاتم دى ځکه خو  له ده نه وروسته که څوک دنبوت دعوه کوي داعتبار وړ نه ده .
دقران کريم په څو ځايونو کې دا لفظ استعمال شوى دى
اليوم نختم على افواههم (( نن (دقيامت په ورځ ) به ددوى پر خولو مهر ولګوو))
ختم دبندولو په معنى راغلل
(ختم الله على قلوبهم  )الله  تعالى ددوى (کافرانو) پر زړونو مهر لګولى دى

د نصيحت او هدايت خبرې اوري خو دمهر لګېدو په وجه يې زړه ته نه  نشي داخلېدلى
وختم على سمع وقلبه او الله تعالى دده په غوږ او زړه مهر لګولى دى
غوږ ته يې درسول الله ددعوت اواز نه رسېـږي او زړه ته يې د دعوت تاثير نه داخلېږي
يسقون من رحيق مختوم :  په جنتيانو به هغه شراب څکول کېږي  چې پرې مهر لګېدلى وي
د بوتل پر سر مهر پدې معنى دى چې دا سوچه شراب دي  سر يې خلاص نه شوى نه دى  چې تاثير يې کم شې يا پکې بل څه نه وي اچول شوي
ختامه مسک، دا مهر به دمسکو وي  يا دشرابو اخر به مشک وي
په دې معنى چې له  څکلو نه پس به ترې دمشکو بوى راوځي يا دا چې دبوتل خوله به دومره پاکه وي چې دمومو يا لاکو په ځاى پر  مشکو  بنده شوې  وي .

پورته ټولو اياتونوکې  له ختم څخه دا څرګنده شوه چې ددې مشترکه او عامه معنى د يو څه بندول دي  ابن  جرير طبري په خپل تفسير کې ليکلي خاتم په دوه قرائتونو کې راغلى  د ت په فتحه او د ت په کسره دواړو معنى ختموونکې او بندونکې ده.
لنډه دا چې په دواړو حالتونو کې د خاتم حاصل دا دى چې رسول الله ص د پيغمبرانو د سلسلې بندوونکى او خاتم النبيين دى،  له ده نه وروسته هيڅ پيغمبر نه راځي .
په احاديثو مبارکو کې د خاتم النبيين معنى ښکاره او واضحه ده .
د مسند اح مد پنځم جلد ٢٧٨ صفحه کې  له حضرت ثوبان څخه او په ٣٩١ صفحه کې له  حضرت حذيفه رض څخه او د ترمذي په کتاب النفس کې له  حضرت ثوبان رض څخه روايتونه دي چې رسول الله ص وفرمايل: زما څخه  وروسته  به ٣٠ دروغجن انبياء پيدا شي .
(( و انى خاتم النبيين لا نبى بعدى )) او په تحقيق سره زه د نبيانو خاتم يم له ما څخه پس بل نبي نه راځي . ))
لا نبى بعدى د خاتم النبيين  تفسير دى  .څرګنده شوه چې د خاتم النبيين  معنى دا ده چې د رسول الله ص څخه وروسته بل هيڅ پيغمبر نه راځي .
رسول الله ص وفرمايل: (( زما او نورو انبياو کرامو عليهم السلام م ثال داسى دى لکه چا چې ډېر ښايسته کور جوړ کړى وي خلک يې ليدلو ته راځي او د ښکلا صفتونه يې کوي، مګر په کونج کې يې  ديوې خښتې ځاى خالي وي نو خلک وايي چې  که دغه خالي ځاى نه وي غوره به وي . ))

ددې نه وروسته په مختلفو  روايتونو کې لاندې الفاظ راغلي:
فاُنا تلک اللبنة (( زه هغه وروستۍ خښته يم ( بخاري ، مسلم باب خاتم النبيين )
فاُنا اللبنة و انا خاتم النبيين )) زه هغه وروستۍ خښته  او د پيغمبرانو خاتم يم ))
بخاري باب خاتم النبيين  و صحيح مسلم عن ابي هريره باب خاتم النبيين )
فاُنا موضع اللبنة جئت فختمت الانبياء (( زه د هغې وروستۍ خښتې ځاى يم )) ( ترمذى باب فضايل النبى ص )
رسول الله ص چې د نورو پيغمبرانو په منځ کې خپلې کومې ځانګړتياوې بيان کړي هغې کې يو ختم نبوت هم دى ، د صحيح مسلم په کتاب ( المساجد) ترمذي کتاب السير باب الغنيمه او نسائى شريف کې حديث دى چې (( ختم بى النبييون (( او انبياء په ما باندې ختم شول ))

متن دارمي کې د حضرت جابر رض روايت دى چې رسول الله ص وفرمايل: (( و انا خاتم النبيين ولا فخر . )) (( زه د پيغمبرانو خاتم يم او پدې فخر نشته )) ( باب ، اکرام الله نبييه صـــ ١٢ )
د رسول الله ص  ختم نبوت کوم تصادفي واقعه نه وه ، بلکې دا هغه ځانګړى خصوصيت و چې له  اول څخه ورته د الله تعالى له لوري مقرر شوى و .
انى عبدالله خاتم النبيين  و ان  ادم لمنجدل فى طينته ))
زه د خداى بنده يم او خاتم النبيين وم هغه مهال چې حضرت ادم ع خاورې و  . ( مستدرک حاکم تفسير سورة احزاب ج ١ صـــــ ٤١٨ فتح البارى ج ٦ صــــ ٤٠٧ )

د تبوک غزوې پرمهال چې رسول الله ص حضرت علي کرم الله وجهه د کور د سرپرستۍ لپاره پرېښود ، حضرت على رض  د جهاد نه په پاتې کېدو خفه شو ، رسول الله ص ورته وفرم ايل: (( الا ترضى ان تکون منى بمنزلة هارون من موسى الا انه ليس نبى بعدى. ( صحيح بخارى غزوه تبوک ) ژباړه: (( ايا ته پدې نه يې راضي چې ځما او ستا ترمنځ هغه نسبت وي کوم  چې د حضرت موسى او حضرت هارون ترمنځ و، مګر دا چې  له ما نه وروسته نبي نه راځي . ))
مسلم شريف د حضرت على په مناقبو کې لاندې الفاظ نقل کړي .
(( غير انه لا نبى بعدى )) ليکن دا چې له ما نه وروسته بل نبي نشته . ))
(( الا انه لا نبوة بعدى ))  چې له ما نه وروسته نبوت نشته .

بخارى په کتاب الانبياء  او مسلم په کتاب الامارة کې حديث را نقل کړى چې رسول الله ص وفرمايل: (( د بني اسرائيلو نګراني او سياست له  انبياوو سره و، له  يو نبي څخه  وروسته  به بل نبي نه و . ))
(( وانه لا نبى بعدى )) او په تحقيق سره له ما نه وروسته بل  نبي نشته .
په ترمذي شريف او مستدرک کې راځي چې رسول الله ص د حضرت عمر رض په مدحه کې وفرمايل: (( لو کان نبى بعدى لکان عمر بن خطاب )) که له ما څخه وروسته څوک نبي واى هغه به عمربن خطاب و.
عربي کې (( لو )) د مجال لپاره راځي معنى دا چې د رسول الله ص نه پس د بل نبي راتلل محال دي .

رسول الله ص فرمايي زما پنځه نومونه دي، زه محمد يم، زه احمد يم، زه ماحى يم ، الله تعالى به زما په وسيله کفر محو کړي، زه حاشر يم الله تعالى به په ما پسې ټول خلک راجمع کړي او زه عاقب ( اخري ) يم الذى ليس بعده نبى ( د چانه وروسته چې هېڅ پيغمبر نه وي ) صحيح بخارى باب اسماء النبى ص )
په ترمذى او نورو کتابونو کې وروستۍ جمله داسې راغلې!
(( الذى ليس بعدى نبى )) زه هغه عاقب يم چې له ما نه وروسته بل نبي نشته .
رسول الله ص فرمايي له  مبشراتو څخه غير د نبوت هېڅ حصه پاتې نشوه: صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې اى د الله تعالى پيغمبره ! مبشرات څه دي ؟ رسول الله ص ځواب ورکړ روياى صالحه ( صحيح بخارى کتب التعبير) ، الله تعالى خپلو انبياوو کرامو ته په مختلفو واسطو د غيبو خبرونه ورکول چې د هغې له جملې څخه يو يې رويايى صالحه ( نېک او ريښتيني خوبونه ) دي .

په احاديثو کې راغلي د نبوت ؤ ا جز او څخه يو جز د مومن صالح خوبونه دي ( مسند ابن حنبل ج ٣ صـــــ ١٤٩ ) ، يو بل حديث شريف کې راغلي چې (( ستاسې څخه پخوانيو قومونو کې محدثين ( ملهم هغه چاته چې الهام کيږي ) موجود و ، که زما په امت کې کوم محدث ( ملهم ) وي نو هغه عمر رض دى ، ( بخارى ، مسلم مناقب عمر )
د پورته مبارکو احاديثو څخه څرګنده شوه چې حضرت محمد ص  وروستى پيغمبر دى ، له ده څخه وروسته هېڅ پيغمبر نه راځي ، په ختم نبوت عقيده لرل د ايمان يوه برخه ده  او د نبوت د دروغجنو دعوه کوونکيو پيروي کول د اسلام له دايرې څخه وتل دي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب