د مقوقس ځواب رسول الله (ص)

د مقوقس ځواب
د محمد بن عبدالله په خدمت کې د مقوقس له اړخه :
د سلام نه وروسته ستاسې خدمت کې عرض کوم چې : ستا لیک مې ولوست ، ستا دلیکنې او بلنې په مفهوم وپوهیدم ، ماته معلومه ده چې د راتلونکو نبیانو څخه یواځې یو باقی دې ،خو زما دپوهې په مطابق دهغه نبي ظهور به د شام نه کیده ، ما ستا دسفیرانو ډیر درنښت کړې دې اودهغوې په لاسو مې دغه لاندې تحفی در ولیږلې :
الف – دوه داسې نجونې چې په قبطیانوکې ډیر ستر مقام لري .
(( په متن کې د«جاریتین » لفظ راغلې ، او دا دبلوغت لمړیو ته ورسیدلو نجونو ته ویل کیږي ، دا لفظ د وینځی له پاره هم استعمالیږي ، شننونکو د متن په دې ا لفاظو، « بجاریتین لهما فی القبط عظیم » ( کومو ته چې په قبطیانوکې ډیر ستر منزلت ور په برخه دې ) ، سترګې پټی کړې دي او هغه یې د (وینځې یا کنیز ) په معنې اخستې دې . تر څو درسول الله په حرم کې د یوې کنیزې ورګډول ثابت کړي ، که څه هم کنیزه د ازادیدو وروسته د ازادې ښځې هم پله راځی ، ( چې مثال یې ام المؤمنین جویریه مصطلقیه ده ،) ، اما دغه دواړه نجونې د قبطیانو په وړاندې ( صواحبات منزلت عظیم ) وې . خو کنیزې د عظیم منزلت خو لا پریږده چې دمعمولې منزلت خاوندانې هم نه ګرځي ، ددوې دواړو څخه یې یوه دمنزلت اوعزت خاونده ام المؤ منین ماریه قبطیه ده ، چې دګیډی څخه یې ابراهیم پیدا شوې و .پر مسلمانو شارحینو حیرانتیا ده چې هغوې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم کوروالې ته ام المومنین هم نه وایې ، د هغې بلې بی بی نوم سیرین و او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاعر حضرت حسان په نکاح کې وه . ))
ب- د اغوستن له پاره یو تان رخت .
ج- د سپرلۍ له پاره یوه خچر.
و السلام
(۵۱)

د مقوقس په نامه تبلیغې بلن لیک ( دویمه نسخه ) :
د محمد رسول الله له اړخه دسکندریې اومصر د خاوند په نامه :
الله تعالې زه په رسالت باندې سرفرازه کړې یم . قران یې پر ما نازل کړې دې ،او ماته یې خلکو ته د جنت د زیرې ورکولو او ددوزخ څخه دهغوې د ویرولو حکم کړې دې. او دا حکم یې هم راته کړې دې چې ترهغې چې کفار اسلام قبول نه کړي دهغوې سره مقاتله جاری وساتم .
زه تاته په واحد او لاشریک خداې باندې دایمان راوړلو بلنه درکوم . ددې بلنې په قبلولو به ته دسعادت او نیکبختۍ خاوند شې او په انکار سره به یې د شقاوت اوبدبختۍ.
و السلام .
(۵۲)

د مقوقس له اړخه درسول الله په خدمت کې ( بله نسخه ) :
باسمک اللهم :
د مقوقس له اړخه د محمد په خدمت کې :
ماته ستا لیک را ورسید ، اودهغې په مفهوم و پوهیدم، تاسې ویلی دی چې تاسې الله تعالې مبعوث کړي یاست ، لوړه مرتبه یې درکړې ده ، او پرتایې قران نازل کړی دی.
اې محمده ! ما په خپلو کتابونو کې ستا د بعثت په اړه پلټنه کړې ده ، ماته معلومه شوه چې د الله تعالې د احکامو په بیانولو کې ته ډیر ریښتونې یې . که چیرې زه ددومره ستر سلطنت خاوند او مشر نه وای، نو دخپل علم په اساس به مې ستا په صداقت باندې په ایمان راوړو کې تر هرچا مخکې والې کړې و. بې له شکه، ته خاتم الانبیاء، سیدالمرسلین او امام المتقین یې .
والسلام علیک ورحمة الله وبرکاته تا به یوم اخرت .
(۵۳)

د فارس د،کسرې پرویز ، په نامه نبوي تبلیغي بلن لیک :
دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه دکسرې شه فارس په نوم :
د هدایت دهغه پلټونکې سره زمونږ هیڅ کار نه شته ، چې په الله تعالې اود هغه په رسول ایمان راوړي . د لاشریکه او واحد خداې په وحدانیت باندې ګواهي ووایې .او د محمد په بنده ګۍ او دهغه په رسالت باندې اقرار وکړي ، زه تاته د الله په لور د راتلو بلنه درکوم ، تر څو چې دا دنیا وي زه د الله رسول یم ، ترڅو هر بشر د الله د نیولو څخه وویروم ، خو دکفارو له پاره چې کومه نیونه ده هغه به همغسې وي .
که چیرې ته اسلام و منې ،نو پر تا به هیڅ ډول تعرض و نه کړل شي . اوکه انکار وکړې نو دخپله ځانه سره به د مجوسیانو بار هم په اوږو یوسې .
(۵۴)

د فارس د کسرې دنمایند ه ،هرمزان په نوم بلنلیک :
د محمد رسول الله له اړخه د هرمزان په نامه :
زه تاته داسلام په لور بلنه درکوم ، چې په منلو به یې ته په سلامتۍ سره و اوسیږې .
( هرمزان د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې و نیول شو او مدینی ته یې راوست ، هملته مسلمان شو او بیا هملته میشت هم شو . خو بیا د حضرت عمر رضی الله عنه د شهادت په تهمت باندې دعبیدالله بن عمر په لاسو ووژل شو.«اصابه ، د عبیدالله په تذکره کې ۴۶۳۵»)
(۵۵)

…..دسماوه نفائه ابن فرده الديلې پادشاه په نامه :
رسول الله صلی الله علیه وسلم نفائه بن قروه الدئلي ، دسماوې پادشاه ته یو لیک ولیکه .
( خو ددې خط نقل نه دې تر لاسه شوې )
(۵۶)

په بحرین کې د کسرې نماینده منذر بن ساوې په نوم لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله له اړخه د منذر بن ساوې په نوم :
د هدایت موندونکې ته سلامتي ده ، او وروسته له دې ، زه تا د اسلام د منلو په لور را بلم، چې پر تایې هیڅ بار نه شته ، او ته به په خپله د خپلو رعایاو مشر اوسئ .
خبر اوسه ! ترکومه ځآیه چې آس او اوښ رسیدلې شي ، تر هغه ځایه به اسلام رسیږی ، او پاته کیږي به .
«دمهر نښه »
(۵۷)

د منذر بن ساوې په نوم بل بلنلیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله له اړخه د منذر بن ساوې په نوم :
سلام علیک ! زه ستا تر مخه د هغه خداې ثنا اوصفت بیاونوم ، چې دهغه پرته بل معبود نه شته ، اودا اقرار هم کوم چې محمد دهغه بنده او دهغه رسول دې .
ددې وروسته :
زه تاته د ستر او عظیم رب یادونه کوم ، نن چې کوم وګړې زما په نصیحت عمل وکړي نو هغه به دخپل ذات له پاره ګټور و مومي ، او زما د سفیرانو اطاعت کونکې به زما اطاعت کونکي ګڼل کیږي . اودهغوې خیر غوښتونکې به زما خیر غوښتونکې اوسي .
ما دخپلو سفیرانو د خولو څخه ستا صفتونه اوریدلې دي ، زه ستا د رعایاو په معامله کې د هغوې سره د ښه چارو او نیک سلوک سپارښتنه کوم او پخپله به هم په دې پابند اوسې چې د(هغوې) د مسلمانیدو په وخت کې به د هغوې په مال او متاع باندې تعرض نه کیږي اود هغوې د لغزشونو څخه به تیرېږې .
زه ستا د وړتیاو په راڅرګندیدو سره ، تا (دهغه ځاې ) دمشرۍ څخه نه عزلوم.
ستا د لاس لاندې رعایاو څخه چې څوک په مجوسیت او یهودیت باندې ټینګ ولاړدې دهغوې نه به جزیه اخستل کیږي .
محمد رسول الله
(دمهر نښه )
(۵۸)

دمنذر له اړخه نبي صلی الله علیه وسلم ته :
عرض دې چه :
یا رسول الله ! د بحرین د خلکو په اړه مې ستا لیک ولوست . د هغوې څخه یو شمیر هغو خلکو چې اسلامی یې خوښاوه ، اسلام قبول کړې دې . ( خو دلته )داسې خلک هم شته چې اسلام نه خوښوي .
زما په رعایاو کې یهودېان او مجوسیان هم شته ، دهغوې په اړه تاسې څه ډول حکم کوئ ؟
(۵۹)

دمنذر په نامه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله له اړخه د منذر بن ساوې په نوم :
سلام علیک ! زه اقرار کوم چې د یوه الله پرته بل معبود نه شته .
ددې وروسته : ماته ستا لیک را ورسید او هغه مې ولوست .
هر هغه څوک چې زمونږ په څیر لمونځ وکړي ، زمونږ قبلې ته مخ کړي او دمسلمانانو ذبیحه حلاله وګڼي هغه داسې مسلمان دې چې په قومې ګټو او مسؤلیتونو کې زمونږ په څیر دې ، خو څوک چې پرې عمل ونه کړي نو دهغه په غاړه د معافري ( یمني څادر ) قیمت یعنې یو دینا جزیه ده .
والسلام ورحمة الله یغفر الله لک
(۶۰)

د هجر د خلکو په نوم تبلیغې بلنلیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد ،نبي ، رسول الله له اړخه د هجر دخلکو په نامه :
سلامت اوسئ ! زه ستاسې تر مخ د هغه الله تعالې حمد او ثنا وایم ، چې دهغه پرته بل معبود نه شته .
بیا وروسته !
تاسې ته دالله په نامه ستاسې د ځانونوله پاره وصیت کوم چې دهدایت نه وروسته مه لار ورکي (ګمرا) کیږئ ،
خبر اوسئ چې داسې ونه کړئ ! او دا چې :
ماته ستاسې له اړخه ستاسې هیئت راغلې ، چې ما ورسره د هغوې خوښې په مطابق کړچار کړې دې . که چیرې زه له تاسو څخه د خپلو ټولو حقوقو د لاسته راوړو کوشش وکړم نو په دې معامله کې به زه ستاسود(پخوانیو) تیروتنو په اساس تاسې د هجر او وطن د پریښولو پرته پاته نه شم . بلکه ما ستا سو د تښتیدلو (مفرورینو ) معافی هم قبوله کړې ، او هغوې ته مې په خپلو کورونو کې د اوسیدونکو په څیر مراعات ورکړ. تاسې ټولو ته په کار دې چې د الله تعالې د نعمت شکریه ادا کړئ .
ماته ستاسې د کاردود او کړچار په اړه معلومات تر لاسه شوې ، ستاسې څخه چې هر څوک د نیک خوي خاوند وي نو هغه به د کوم بدخويه په اړه نه پوښتل کیږي .
زما نماینده هلته درځّی ، دهغه اطاعت وکړئ او د الله تعالې د احکامو په بیانولو کې دهغه سره بسپنه وکړئ ، ستاسې څخه چې هر څوک د نیکۍ اوښیګڼې څرګندونه وکړي نو هغه به نه زما په وړاندې پوښتل کیږی او نه به دالله تعالې په وړاندې .
دمنذر بن ساوې په نامه :
زما سفیرانو ستا ستاینه کړې ده ، که چیرې ته په همدې ډول نیکۍ اوښه کړچار سره مخته ولاړ شې نو ددې (صله ) بدله به درکړل شي ، زه تاته د الله اودهغه د رسول سره د وفادارۍ هدایت کوم .
السلام علیک
(۶۱)

منذر ته دهجر دمجوس په اړه درسول الله ص بلنلیک :
په خپلو رعایاو دې سلام ووایه . د اقرار په صورت کې زمونږ اود هغوې ګټې او مسؤلیتونه دواړه یو ډول دي .
هر څوک چې د اسلام د منلو نه انکار وکړي نو دا دهغه خوښه ده ! خو هغه به جزیه ورکوي او د هغوې د ذبیحې
( حلالې ) ( به نه خوړل کیږي ) او د هغوې د ښځو سره به نکاح نه کیږی .
(۶۲)

د منذر په نامه :
ستاد رعایاو تر منځ څوک چې زمکه نه لري پر هغه څلور درهمه او یودینار کلنۍ جزیه و لګوه .
(۶۳)
دمنذر په نامه :
(رسول الله صلی الله علیه وسلم د منذر بن ساوې په نامه دغه لاندې مکتوب و لیږه )
ستاسې لورې ته قدامه او ابوهریره در استوم ،( ترڅو ) ټوله ترلاسه شوې جزیه هغوې ته وسپارئ .
لیکونکې : أبې
(۶۴)

منذر بن ساوې ته د خپل نمایند ور پیژندل :
د علاء بن حضرمي په نوم :
ډاګیزه دې وي چې زه منذر بن ساوې ته خپل تحصیلدار ور استوم تر څو دهغه څخه را ټوله کړل شوې جزیه په خپل تحویل کې واخلي ، نوموړې ژر بیرته را واستوئ، پخپله له تاسره چې د صدقې او محصول په باب کوم مال جمع شوې هغه هم همغه ته وسپارئ .
والسلام
لیکونکې : آبې
(۶۵)

د بحرین د حاکم او دکسرې د نماینده، اًسي بخت، په نوم :
بسم الله الرحمن الرحیم
ماته اقرع (ابن حابس) ستاسې لیک راوست او ستاسې د قوم په اړه یې سپارښتنه وکړه ، ستا او د اقرع دواړو سپارښتنه و منل شوه . ستا د عرض لیک په مطابق ستا غوښتنه (هم ) منظوره شوه ، خو په راتلونکې کې به ستا کړچار وینم (تر څارنې لاندې به یې نیسم ) ، که چیرې زما لورې ته راځی نو اجازه درته شته . او که نه راځې نومضائقه نه شته .
ښکاره دې وي چې زه په خپله د چا څخه هدیه نه غواړم ، که چیرې ته پخپله تحفه وړاندې کول غواړې نوزه یې قبلوم . زما سفیرانو ستا ستاینه کړې ده ، زه تاته د لمانځه د قیام او د ذکاة د اداء کولو او د مسلمانانو سره د نژدې اوسیدلو هدایت کوم . اوستا د قوم نوم ( بني عبدالله ) وړاندیز کوم ، هغوې ته په لمانځه او نیک سلوک کولو حکم وکړه ، زه تاته زیرې درکوم !
والسلام علیک و علی قومک
(۶۶)

د عمان او بحرین د خلکو په نامه :
( اسبذ، د عمان څخه اخوا ، په هجر کې د یوه ښار نوم دې ، په دې دواړو باندې جیفر بن جلندي حکمران و دهغه بل ورور عبید وه، دلته سفیر عمرو بن العاص و ، دواړه ورونه مسلمانان شوې و ، او مرکز ته یې د سرکاري محصول د ور رسولو مسؤلیت په غاړه اخستې و ، ددوې د قبیلې نوم (ازاد) دې ( ملحض د اصابه نمبر ۱۳۰۵)
د محمد ، نبي ، رسول الله له اړخه دالله بندګانوته (د الاسبذین خلکو ، دعمان حکمرانانو ، د هغو اسبذینو په ګډون چې په بحرین کې اوسیږي .)
که چیرې دا خلک دلاندې اصولو پابندي وکړي نو مسلمانان به وي نوبیا به د هغوې په ذاتي مال ومتاع او دهغوې د معبودانو په خزانو کوم تعرض نه کیږي .
1- په خداې اودهغه په رسول ایمان راوړل .
2- لمونځونه قایمول .
3- زکاة ورکول ،
4- د الله اودهغه د رسول اطاعت کول ،
5- د نبي حق ورکول ،
6- د ټولو واجب شوو احکامو پابندي کول ،
7- د خرما څخه لسمه برخه (زکاة) ورکول ،
8- د غلې څخه شلمه برخه زکاة ورکول ، او
9- پر مسلمانانو دهغوې او دهغوې پر مسلمانانو نصرت او همدردي واجب ده .
(۶۷)

د بحرین د حاکم هلال په نوم تبلیغې بلنلیک :
سلامت اوسې ! زه ستا تر مخه د وحده لا شریک خداې حمد او ثنا وایم ، اوتا ته پر همدې ( الله ) د ایمان راوړو اودهمدې ( الله ) د اطاعت ، او په جماعت کې د راننوتلو په لور بلنه وړاندې کوم . په همدې کې ستا خیر دې .
والسلام علی من اتبع الهدې
(۶۸)

دیمامه رئیس، هوده بن علی ته ګواښ :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول الله له اړخه د هوده بن علي په نوم :
سلام علی من اتبع الهدې ! زما حکومت به تر هغه ځایه پورې رسیږی تر کومه ځایه چې دسپرلۍ اوښ او آس ور رسیدلې شي ، که چیرې ته مسلمان شې نو بیا ستا مال و متاع او ریاست ټول هر څه به همستا وي .
(د مهر نښه )
دهوده له اړخه نا مناسبه ځواب :
ستا بلنه خو ډیره په زړه پورې ( عمده ) ده ،زه د عربو هغه مشهور خطیب او شاعر یم چې د اور په څیر د وینا څخه می خلک ویریږي ، که چیرې ته د خپل ریاست په محصولاتو کې ما شریک کړې نو بیا زه ستا تابع کیداې شم .
( زاد المعاد ابن القیم دویم ټوک ، ۵۸ مخ کې داسې راغلي دي :
نبي صلی الله علیه وسلم د هوده لیک ولوست او ویې ویل چې که چیرې هغه له ماڅخه یوه (تنکا ) هم و غواړی ور به یې نه کړم . دهغه پادشاهي ډیره ژر له منځه تلونکې ده ، ددې خبرې نه شپږ میاشتې وروسته هوده و مړ.)
(۶۹)

د مجامعه بن مراره بن سلمې له پاره د زمکې ورکول :
دا دمحمد رسول الله له اړخه د مجامعه بن مراره بن سلمې له پاره لیکل شوې وثیقه ده :
زه تاته په دې لاندې سیمو کې زمکه اعطا کوم .
1- غوره ،
2- غربه ،
3- حبل
هر څوک چې پرې دعوا وکړي نو مقدمه یې زما مخې ته را وړاندې کړئ .
(( غوره : د غروباتو یو کلې دې چې د قاراتو سره نزدې پروت دې «بلاذري »، غوره به یمامه کې زمکه ده ، «اصابه »))
(۷۰)

یو ځل بیا د مجاعه له پاره :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا دمجاعه بن مراره بن سلمې له پاره وثیقه ده .
د بنوذهل د مشرکینو څخه چې کوم خمس ( پنځمه برخه ) راشي نو دهغې څخه به سل اوښان ستا دورور د وینی د قیمت په توګه درکوم .
(( مجاعه : دمسلمانیدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ چې د جاهلیت په وخت کې زما ورور بنواسد او بنو ذهل وژلې دې ، ماته د هغوې څخه دیت واخله . دالله رسول ورته وویل : که چیرې ما د مشرک دیت ټاکلې واې نوهمداسې به مې کړي و ، خو لږ څه ځنډ وکړه زما دخلافت وارثین به یې در ته درکړي، اوبیا انحضرت د مجاعه له پاره سل اوښان ددیت په توګه دهغه مال څخه و لیکل چې د بنوذهل دماتې وروسته به یې تر لاسه کوي .همداسې وشول ، بنوذهل ماتې وخوړه ، خو د غنیمت د کمښت په اساس د مجاعه د غوښتنې څخه لږ څه پاته شول ، بیا لمړي خلافت دهغه په غوښتنه د یمامه څخه د زکات د را اخستلو وروسته ، دولس زره صاعه غله ورته ولیکله ، ( اصابه شپږم ټوک ، ۷۷۱۶م مخ))
(۷۱)

د خالد بن ولید له اړخه مجاعه ته امان ورکول :
مجاعه د یمامه د سیمې سردار و ، هغه د یمامه په جنګ کې د مسلمانانو په خلاف وجنګید خو بیا و نیول شو ، دنیولو وروسته مسلمان شو ، د مسلمانانو دلښکر قومندان خالد بن ولید ورته دا لاندې وثیقه و لیکله :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا دخالد بن ولید له اړخه د مجاعه بن مراره او سلمه بن عمیر او فلان او فلان ..له پاره ! او هغه دا چې :
تاسو د خپلو جنګي بنديانو څخه د تر لاسه شوې سپینو او سرو زرو نیمایې او په خپلو اود دهقانانو د هر کلی او هر باغ په پیداوارو کې خراج ورکړئ ، ددې په بدل کې به تاسو ته د خالد بن ولید ، درسول الله دخلیفه ابوبکر صدیق ، او ټولو مسلمانانو له اړخه امن وي .
(۷۲)

د بحرین د عبدالقیس قبیلي ته :
( په مدینی کې د هغوې راغلي هیئت ته )
د محمد رسول الله له اړخه د اکبر بن عبد القیس په نامه :
1- دالله اودهغو درسول په پنا ه کې د راتلو نه وروسته ، دا قبیله د اسلام د ټولو مواخذاتو څخه بري کړل کیږی .
2- هغه ژمنه او پیمان چې دې قبیلې له مونږ سره کړې ، هغوې دهغې د پوره کولو له پاره مسؤلیت لري .
3- د عبدالقیس د قبیلي په شاوخوا اوسیدونکو باندې ، په لاندې امورو پابندي کول لازم دي :
الف – دهغوې تر مخه ،د اجناسو په برابرولو کې، خنډ و نه ګرځي .
ب – په باراني اوبو کې ورته خنډونه را پیدا نه کړي .
ج- دمیوو د پخلنې په وخت کې ورته ، دهغې صادرولو اسانتیاوې پیدا کړي .
د- درسول الله له اړخه ددې سیمی د وچې او سمندري ټولو لارو ، په ښارې او کلیوالو دواړو ډولو ابادیو ، دهغوې په تجارتي قافلو او راوړونکو (وارداتي) شیانو د څارنې له پاره علاء حضرمي بن حفري د څاروندوې په څیر ټاکل کیږی .
ه – د بحرین په خلکو د عبدالقیس د قبیلي له پاره لاندې مسؤلیتونه عائد یږي .
1- زمونږ پر دښمن به څارنه کوي .
2- پر هغوې دتیرې کونکو پر خلاف به ، په جنګونو کې دیاد کړل شوې قبیلې سره بسپنه کوي .
د بحرین په خلکو دا احکام د الله تعالې په نامه د عهد و پیمان په څیر عايدیږي .
خبردار ! چې هغوې په کوم حکم کې د بدلون او یا تفرقې سبب ونه وګرځي .
د بنوعبدالقیس د قبیلي دخلکو مسؤلیتونه :
1- داسلامي لښکر سره به بسپنه او کومک کوي ، ددې په بدل کې به هغوې ته په (فی ) مال کې برخه ورکول کیږي .
2- د مقدماتو په حلولو کې داسې عدل وکړي چې دواړه اړخونه د مقدمې ددویم ځلي دایریدو اړتیاوې احساس نه کړي .
3- په خپلو تلو راتلو او ویناو کې شریفانه تګلاره خپله کړي .
د هغوې په دې کړچار به الله تعالې اودهغه رسول ګواه اوسي .
(۷۳)

د شبیب له پاره د زمکې ورکول ( نوموړې د عبدالقیس د هیئت سره یو ځاې و) :
خو ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۷۴)

د صحار بن عباس له پاره د زمکې ورکړه ( نوموړې دعبدلقیس د هیئت سره یو ځاې و ) :
ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې .
( صحار دغوره نیکه د نسب له مخې ابن عباس او د پلار د نسب له مخې عبدالقیس دې )
(۷۵)

دمشمرج ابن خالدسعدی له پاره د زمکې ورکړه (( نوموړې دعبدلقیس د هیئت سره یو ځاې و)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له پاره د بادیه کوهی په جاګیر کې لیکلې و.
خو دلیک نقل نه دې ترلاسه شوې .
(۷۶)

د عمان درئیس ، دجلندې د زامنو، جیفراو عبد له پاره تبلیغې بلن لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول الله له اړخه د جلندی د زامنو ،جیفر اوعبد په نامه :
السلام علې من اتبع الهدې !
او ددې وروسته :
زه تاسې ته د اسلام په لور بلنه درکوم ، که چیرې تاسو دواړه ورونه مسلمانان شئ نو پر تاسې به هیڅ ډول تعرض و نه کړل شي .
زه د الله له اړخه انسانانو ته د هغوې د خراب انجام څخه د ویرولو له پاره د رسول په حیث مأ مور شوې یم ، دا به زما د رسالت نه منونکو ته اتمام حجت وی ، ستاسې په مسلمانیدو به ستاسې په ریاست باندې هیڅ ډول تعرض نه کیږي ، اوکه نه د انکار په صورت کې به ستاسې ریاست له تاسې څخه واخستل شي ، زما آسپ سپور لښکر به ستا ریاست تر پښو لاندې تباه کړي اوزما نبوت به ستا په ریاست باندې غالب او سرفرازه شي .
لیکونکې : آبي بن کعب(۷۷)

په عمان کې د دما دخلکو په نامه :
دابوشداد، د دما دکلي د اوسیدونکي ، په وینا :
زمونږ په نامه د نبې صلی الله علیه وسلم فرمان چې په څرمي ټوټه لیکل شوې و را ورسید ، مونږ د ډیرې پلټنې وروسته په یوه لوستونکې ځوان باندې ولوست . په دې وخت کې په عمان کې د کسرې صوبه دار بستجان حکمران و .
لیکلې فرمان په دې ډول دې :
د محمد رسول الله له اړخه د عمان خلکو ته :
د خداې په وحدانیت اوزما په رسالت باندې ایمان را وړونکو ته دا احکام ورکول کیږي :
الف – زکات ادا کوئ ،
ب- د جوماتونو له پاره احاطه و ټاکئ ،
ج – ددې (احکامو ) دنه تعمیلولو په صورت کې به له تاسې سره جنګ وکړم .
(۷۸)

په عمان کې د ثماله او حدان هیئت ته د زمکې د پیداوارو دخراج په اړه :
دا د محمدرسول الله له اړخه فرمان دې ، چې ددې قبیلې په خالصه کلیواله زمکو او دصحرا په لمنو کې د اوسیدونکو (دواړو ) دپیدا وارو سرسرې اندازه کول ستونزمن دي نو په دې خاطربه ، ددوې په غاړه ، د ټولو پیدا وارو لسمه برخه سرکاري خزانې ته ورکول وي .
لیکونکې : ثابت بن قیس بن شماس
ګواهان : ۱- سعد بن عباده ، ۲ – محمد بن مسلمه .
(۷۹)

د خالد له اړخه رسول الله(ص) ته اطلاع ورکول :
( دبلحارث د قبیلې په اړه )
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد ،نبي ، رسول الله په خدمت کې :
د خالد بن ولید له اړخه :
السلام علیک یا رسول الله و رحمة الله و برکاته !
زه ستا تر مخه د هغه الله حمد اوثنا وایم چې دهغه پرته بل معبود نه شته .
غواړم دغه لاندې ټکي عرض کړم :
تاسې دبني حارث بن کعب د قبیلي په لور زما د ماموریت په وخت کې دا ډول هدایات فرمایلي و چې :
الف – زه به تر درې ورځو پورې په هغوې حمله نه کوم او په دې ورځو کې به هغوې ته د اسلام تبلیغ کوم .
ب- دهغوې دمسلمانیدو په صورت کې به په هغوې هیڅ ډول تعرض نه کوم اوهغوې ته به د کتاب اوسنتو په مطابق عقاید وړاندې کوم .
ج – داسلام د منلو په صورت کې به په هغوې حمله نه کوم .
نو لکه څنګه چې د الله رسول فرمایلي و ، ما درې ورځې ( په پرلپسې توګه ) هغوې ته اسلام وړاندې کړ ، هلته مې د «۷۲» سپرو یوه ډله ور و استوله او دوې ورته وویل : « که تاسې مسلمانان شئ نو پر تاسې به هیڅ ډول تعرض و نه کړل شي ،» اوهغوې د مقابلې پرته مسلمانان شول .
زه تر اوسه پورې همدلته ددوې سره یوځاې اوسیږم ، او هغوې ته په پرلپسې توګه د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو درس ورکوم .
اوس چې رسول الله هر ډول حکم کوي زه به یې په ځاې راوړم .
و السلام علیک یا رسول الله
(۸۰)

د رسول الله له اړخه د خالد بن ولید د لیک ځواب :
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد،نبي ، رسول الله له اړخه د خالد بن ولید په نامه :
سلام علیک ! زه ستا تر مخه د واحد او لاشریک خداې ثنا او حمد وایم .
او بیا ! ستا قاصد ماته زیرې راوړ چې بني حارث بن کعب دمقابلې پرته مسلمانان شوي دي اوهغوې د« لا اله الا الله و ان محمدا عبده ورسوله » اقرار کړې دې او خداې هغوې په خپله لاره باندې هدایت کړي دي .
اوس هغوې ته د جنت زیرې ورکړه او د بدو کارو څخه یې وویروه ، د هغوې د یوه هیئت سره یو ځاې مدینی ته راستون شه .
و السلام علیک ورحمة الله وبرکاته .
(۸۱)

د بلحارث د قبیلي بني ضباب ته وثیقه :
رسول الله دبلحارث بن کعب د قبیلي بني ضباب ته دا لاندې وثیقه عنایت کړه .
تر هغوې چې دوې دلمانځه قیام کوي ، زکات ورکوی ، او د الله اودهغه د رسول اطاعت کوي او دمشرکینو څخه ځانونه جدا کوی اوپه دې کارونو ټینګ ولاړ وي ، نو لارې او د غرونو ټوټې ټولې دوې ته ورکول کیږي ، او هیڅوک به پرې تعرض نه کوی . ( دمغیره په قلم )
(۸۲)

د بلحارث د قبیلي، یزید بن طفیل له پاره وثیقه :
رسول الله یزید بن طفیل حارثي ته دا لاندې وثیقه تحریر او عنایت کړه :
« تر هغو چې یزید بن طفیل لمونځ کوی ، زکات ورکوي اودمشرکینو پرخلاف په جنګ کولو کې ټینګ ولاړ وي نو په ټوله موضع باندې دهغه قبضه منل کیږي او هیڅ وګړې به په کې مداخله نه کوی» .
( لیکونکې : جهیم بن صلت )
(۸۳)

د بني قنان بن بلحارث له پاره وثیقه :
رسول اللهص د غه لیکل شوې وثیقه بني قنان بن ثعلبه ته چې د بني حارث د قبیلې څخه دې ور عطا کړه .
« دمجس په موضع باندې د هغه ولکه تسلمیږي اودهغه په مال او ځان به زمونږ له اړخه هیڅ ډول تعرض نه کیږي » ( لیکونکې : مغیره )
(۸۴)

د بني بلحارث د عبد یغوث له پاره وثیقه :
رسول الله عبدیغوث بن وعله الحارثي ته دالاندې تحریری وثیقه عنایت کړه :
د هغه په ټولې زمکې او باغونو باندې دلاندې شرایطو سره سم دهغه قبضه منل کیږي .
د هغه د لمانځه ادا کول، د ذکات ورکول ، او د خپل غنیمت په لاسته راوړو کې به دخمس یا پنځمې برخې ورکولو باندې لږ څه نور مراعات هم وي .
هغه به ددې لاندې جبري کارونو څخه مستثنې کړل شي .
دمحصولاتو دعشر ( لسمې برخې څخه ) ، او د عسکري خدمتونو څخه ، دا رعایت دهغه ( یو جدیون) ته هم ورکول کیږي . ( لیکونکې : ارقم بن ارقم مخزومي )
(۸۵)

د حارث د قبیلې بني زیاد ته د زمکې ورکول :
رسول الله صلی الله علیه وسلم بني زیاد بن حارث الحارثین له پاره دا لاندې تحریرې وثیقه عنایت کړه :
« تر هغو چې هغه د لمانځه اقامه کوي ، زکات ورکوي او دمشرکینو سره ددوستۍ په نه کولو باندې کلک ولاړ وي نو په جما او اذنبه باندې دهغه قبضه تسلیمیږي . ( لیکونکې : علی )
(۸۶)

دبلحارث د قبیلي یزید بن محجل له پاره وثیقه :
د یزید بن محجل الحارثي له پاره :
نمره ، دهغې نهرونه ، او د رحمان د وادي ټولې زمکې اودهغې په متعلقاتو باندې دهغه ولکه (قبضه ) تسلیمیږي ، دیزید سیاست دهغه په قبیله بني مالک او دهغه په حلیفانو باندې منل کیږي ، هغه ته په جنګونو کې ګډون او د ځاې بدلون هم معافیږي .
لیکونکې : مغیره بن شعبه
(۸۷)

د بلحارث د قبیلی د بني قنقان بن یزید لپاره وثیقه :
دبني قنقان ابن یزید الحارثي له پاره :
تر څو چې دغه قبیله په دې لاندې شرایطو باندې عمل کوي نو په مذود او دهغې په شاوخوا سیمو باندې د هغوې قبضه منل کیږی .
هغه شرایط دا لاندې دي :
دلمانځه قیام ، د زکات ورکړه ، د مشرکینو سره د مولاتو پریښول ، د تیریدو را تیریدو په ځایو باندې څارنه ، او خپل اسلام په څرګنده توګه ډاګیزه کول .
(۸۸)

د بلحارث د قبیلي د عاصم بن حارث له پاره وثیقه :
د عاصم بن حارث الحارثی له پاره :
په راکس نومی وادي کې د نجمې په سیمه باندې د هغوې ولکه تسلیمیږي ، هسې نه چې څوک په کې مداخله وکړی . (لیکونکې : ارقم )
( نجمه به اعلام کې هم ده او د وښو په معنا هم را ځي ، خو دلته ترې دا بله معنا اخستل مناسب دي ، او لیکوال د نجمه نوم به الاسماء والاعلام کې شامل کړې دې )
(۸۹)

د بني نهد د قبیلي دقره له پاره وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم
محمد رسول الله بني قره بن عبدالله بن ابو نجیح نهدی ته دا تحریري وثیقه ور عطا کړې چې د مظلمه ټوله زمکه ، چینې ، د اوبو نورې ویالې ، غرونه او میدان به ټول د هغه په قبضه کې وي ، هغه به خپل څرونکې په دې څراګانو کې څروي .
لیکونکې : معاویه بن ابوسفیان(۹۰)

د بني حارث د بني نهد د شاخ ذې الغصه ته وثیقه :
د قیس بن حصین ذې الغصه چې د بني ابیه د بني حارث او بنی نهد ما ما دې :
تر هغو چې دغه خلک په دې لاندې شرایطو باندې عمل وکړي نو د هغوې خوندی ساتنه د الله او دهغه د رسول په غاړه ده . همدا راز هغوې د عسکری خدماتو او محصول د ورکولو دواړو څخه مستثنې کیږي .
هغه شرایط دادي :
دلمانځه قیام ، د زکات ورکړه ، د مشرکینو سره د موالاتو (دوستۍ ) پریښول او په ډاګیزه توګه خپل اسلام ښکاره کول او د (ضرورت ) په وخت کې د مسلمانانو مالي بسپنه کول .
(۹۱)

دبني نهد د طهفه اودهغې د قبیلې له پاره د امن فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
د رسول الله له اړخه د بني نهد په نامه :
السلام علیکم ! ستاسو څخه لمونځ کونکې او زکات ورکونکې مسلمان په امان کې دې اوهغه څوک چې یواځی ( لا اله الله ) پورې پاته شي هغه هم د الله په وړاندې غافل نه دې .
ستاسې له پاره وظیفې ټاکل شوي دي ، چې دهغې سره نور رعایتونه په لاندې توګه دي .
الف- ستاسو څخه به په آسونو کې که نر وې او که ښځه ، په خسکوکې ، او د سورلۍ په نورو حیواناتو کې که نر وې او که ښځه ، ذکات نه اخستل کیږي .
ب- تاسې په خپلو حیواناتو سپرلۍ کولې شئ ،
ج- ستاسې په خرما به د خرما دوږو د ډکیدو نه مخته ذکات نه عائد کیږي .
د- خو ستاسو په سرکشۍ به دا ټول وظائف بند کړل شي .
ه – په وفادارو خلکو د وعدو د پوره کولو پابندي لازم ده ، اودهغې په بدله کې یې پر مونږ باندې پناه او ملاتړ واجب دې .
و- او په وخت دذکات د نه ادا کولو له پاره تاوان دې .
(۹۲)

د نجران عیسایې پادریانو ته :
د محمد رسول الله له اړخه د نجران د پادریانو له پاره :
د ابراهیم ، اسحاق اویعقوب د خداې په نامه .
او ددې نه وروسته !
زه تاسې د انسانیت د عبادت پر ځاې دالله عبادت ته او خپل ځان د انسان په تولیت کې دسپارلو په ځاې د الله په ولایت باندې د باور کولو په لور بلنه درکوم ، ددې نه د انکار کولو په صورت کې دجزیې د ادا کولو او د جزیې نه د انکار په صورت کې بیا د جنګ له پاره تیار اوسئ . ( والسلام )
(۹۳)

Read more: http://benawa.com/fullstory.php?id=40831#ixzz5kV77ZPZi

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب