د روم د هرقل پادشاه په نوم تبلیغی لیکونه

بسم الله الرحمن الرحیم

د محمد عبدالله او رسول الله له اړخه :د (ستر روم ) د هرقل په نامه :

د هدایت لټونکو له پاره سلامتیا ده .
اوبیا : زه تاته د اسلام په لور بلنه درکوم . که چیرې ته اسلام و منې نو پر تا به هیڅ ډول تعرض و نه کړل شي ، او دالله په وړاندې به هم دوه برابره اجر در په برخه شي .
د نه منلو په صورت کې به په تا باندې دوه برابره بار پریوځي ، یو دخپل ځان او بل دخپل رعیت .
«یا اهل الکتاب تعالوا الې کلمة سواء بیننا و بینکم الا تعبد الا الله و لاتشرک به شیئا ولا یتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله فان تولوا فقولوا اشهدوا بانا مسلمون ( ۳:۵۷ ) »
(اې دکتاب خاوندانو! راځئ چې په دې اصل باندې سره اتفاق وکړو ، چې له یوه خدایه پرته بل څوک د عبادت وړ نه شته . اودهغه سره هیڅوک شریک نه کړو ، او هیڅ یو زمونږ څخه کوم انسان دخداې په څیر و نه مني .
اې رسوله ! که چیرې هغوې دا اصل و نه مني نو ورته ووایه چې تاسو پوهیږئ اوستاسې کار. خو په دې ګواه اوسئ چې مونږ مسلمانان یو .

د محمدرسول الله له اړخه د (روم د خاوند ) په نامه :

زه تاته داسلام په لور بلنه درکوم . که چیرې ته مسلمان شې نو دمسلمانانو په ګټو او ستونزو دواړو کې به شریک اوسې خو د انکار په صورت کې به جزیه ورکوې، دا د خداې حکم دې .
«قاتلوا الذین لا یؤ منون بالله و لا بالیوم الاخر و لا یحرمون ما حرم الله ورسوله ولا یدینون دین الحق من الذین اوتوالکتب حتې یعطوا الجزیة عن ید و هم صاغرون (۹:۲۹)»
دکتاب دخاوندانو څخه د یوشمیر حالت داسې دې چې نه په خداې باندې (ریښتونې ) ایمان لري اونه د اخرت په ورځی باندې ایمان لري . او نه هغه شیان حرام ګڼي چې الله اودهغه رسول ( دهغوې په کتاب کې ) پرې حرام کړي دي او نه هم په ریښتونې دین باندې عمل کونکي دي ، نواې مسلمانانو ! دهغوې سره (هم ) وجنګیږئ ، ان تردې پورې چې هغوې په خپله خوښه جزیه ورکول و مني ، او داسې حالات را منځته شي چې دهغوې بغاوت ( دتل له پاره ) وځپل شي.

د روم د قیصر ځواب :

د احمد ص رسول الله ، چې د ظهور په اړه یی عیسېع هم زیرې ورکړې دې، په خدمت کې :
د روم د قیصر له اړخه :
ستاسې فرمان ستاسې د سفیر له اړخه را ورسید. زه ستا په رسالت باندې اقرار کوم . عیسې ابن مریم هم په انجیل کې ستاسې ص د ظهور په اړه مونږ ته زیرې را کړې .
ما خپل ټول رومي رعیت ته پر تا باندې د ایمان د راوړلو له پاره بلنه ورکړې ،خو هغوې ترې انکار وکړ ،که چیرې هغوې پر تا ایمان راوړي نو دهغوې له پاره به څومره ښه ثابته شي .
اې صاحبه ! کاشکې زه پخپله ستا په خدمت کې حاضریداې شوی او ستا قدمونه مې پریمنخلې .

د روم دپادري ( اسقف الروم ) په نوم تبلیغې لیک :

الې ضغاطر الاسقف: ( ضغاطر د پادری نوم دې )
په هغه وګړي دې سلام وي چې مؤمن وی .
او بیا :
عیسې ابن مریم روح الله دې ، اود الله تعالې هغه کلیمه ده چې الله تعالې پاک نفسې مریم ته القاء کړه ، ما په الله تعالې باندې ایمان راوړې دې .
« وما انزل الې ابراهیم و اسماعیل و اسحاق و یعقوب و الاسباط و ما اوتی موسې و عیسې و ما اوتی النبیون من ربهم لانفرق بین احد منهم و نحن له مسلمون . (۲: ۱۳)»
مسلمانانو ! ووایاست چې : زمونږ طریقه خو داده چې مونږ پر الله تعالې ایمان راوړې ، په هغه قران مو ایمان راوړې چې پر مونږ نازل شوې دې ، او په ټولو هغو تعلیماتو موایمان راوړې چې ابراهیم ع ته ، اسماعیلع ته ، اسحاقع ته ، یعقوبع ته ، اود یعقوبع اولادې باند ې نازل شوې دي.
همدا راز مو په هغو کتابونو مو ایمان راوړې چې پر موسېع اوعیسېع باندې نازل شوي دې ، اویواځې دا نه بلکه پر هغو ټولو تعلیماتو مو ایمان راوړې چې د نړۍ په ټولو پیغمبرانو باندې د الله له لورې نازل شوې دې، مونږ دهغوې هیڅ یو دبل څخه نه جدا کوو ،( چې هغه و نه منو او نور ټول ومنو ، یا هغه منو او دنورو څخه انکار وکړو ) مونږ د الله تعالې فرمانبر داره یو .
او د سلامتۍ وړ هغه شخص دې چې د الله تعالې له لورې رالیږل شوی هدایت قبول کړي .( ابوالکلام )

اسقف ایله او د هغه مننوکو ته تبلیغي لیک :

(مریحنه بن روبه اود ایله امرینوته : )
که چیرې تاسې لاندې حقایق و منئ نو مونږ به پر تاسې هیڅ ډول تعرض و نه کړو :
1- زه ستاسو د ډاډینې له پاره دهغه الله ستاینه کوم چې دهغه پرته بل معبود نه شته .
2- او زه به تر هغې ، چې تاسې ترمخه متنبه نه کړم ، په تاسو حمله ونه کړم .
تاسې ته زما له اړخه دهمدا نن څخه تنبه دا ده چې :
1- تاسې اسلام و منئ ، او که نه ،
2- جزیه ورکړئ
او د جزیی د ورکولو سره دا شرط هم دې چې :
الف – زما د سفیرانو درنښت به کوئ ،
ب – دهغوې له پاره به، د عسکري لباس په ځاې ، د اغوستن له پاره عزتمنده لباس تیاروئ .
ج- دې سفیرانو ته به د ژوند کولو له پاره هم د هغوې دخوښې کالې اولباس تیاروئ ، زما دسفیرانو په خوشحالۍ کې زما خوشحالي را نغښتې ده .
– د جزیی سره یو ځاې داسې تاوان د پخوا څخه په دې ملک کې رایج دې.
– که چیرې تاسې دخپلو ځانو له پاره په وچه اوسمندر کې د امن او خوندیتوب غوښتونکې یاست نو دخداې او دهغه د رسول د جزیی د ورکړې په اړه به پوره اطاعت کوئ ، بیا به عرب او عجم دواړه ، دهرډول دښمنانو په مقابل کې ستاسې ملاتړ وکړي .
– او که چیرې تاسې زما سفیران ناکامه بیرته را ولیږل ، اوهغوې ماته ستاسې څخه شکایت وکړ ، نو بیا به زه دهیڅ ډول بدلې ( معاوضې ) په مقابل کې له تاسو سره سوله ونه کړم ، او پر تاسې به حمله وکړم او ستاسې کوچنیان به بندیان او لویان به مو له تیغه تیر کړم .
– واورئ !
– زه دخداې رسول یم ،دهغه په ذات او دهغه په نازل کړل شوو کتابونو، دهریوه په ریښتونوالي باندې ایمان لرم ، اوزه په دې هم ایمان لرم چې مسیح ابن مریم دهغه کلیمه ده اوزه دهغه په رسالت باندې اقرار کوم.
– غوره داده چې دحملې کولو تر مخه تاسې پر ما باندې ایمان راوړئ ، لکه څنګه چې ما ستاسې په اړه خپلو سفیرانو ته لارښوونه کړې ده .
– خو ګورئ ! حرمله ته درې وسقه اوربشې ورکړئ ، په دې خاطر چې حرمله ماته ستاسې په اړه سپارښتنه کړې ده او که نه زه ستا سې په لور خپل لښکر لیږدلو ته تیار وم .
– که چیرې تاسې زما د سفیرانو د لارښونو په اساس تګلاره خپله کړه ، نو الله تعالې او محمد اوددوې ملګري به ټول ستاسو معاون او بسپنه کونکي اوسي . زما د در استول شوو سفیرانو نومونه دادي :
1- شرحبیل .
2- آبي .
3- حرمله .
4- حریث بن زید الکايي .

هر ډول شرایط چې دوې له تاسې سره و ټاکي هغه به ماته د منلو وړ وي .
که چیرې تاسې زما اطاعت وکړئ نو مونږ به په تاسو باندې هیڅ ډول تعرض و نه کړو .
او ګورئ ! د مقناه اوسیدونکو سره خپل وطن دبیرته تللو په خاطر بسپنه وکړئ.

دایله د خلکو له پاره امن لیک :

دا د الله تعالې اودهغه د رسول ، محمد صلی الله علیه وسلم ، له اړخه د یجنه (مریحنه ) بن اوبه او د ایله دواړو ځایو اوسیدونکو ته د امن لیک دې .
1- ددوې له پاره د وچې او سمندر دواړو لارو دخوندیتوب مسؤلیت د الله اودهغه د رسول ، محمد صلی الله علیه وسلم په غاړه دې .
2- په دې امن کې دهغوې سره دهغوې هغه حلیفان (دوستان ) هم شامل دي چې په شام ، یمن او د قلزم د بحیرې په ساحل کې اباد شوی دي .
که چیرې د ژمنه کونکو له اړخه شوې ژمنه ماته شوه نو پر هغوې به حمله کیږی ، دهغوې انسانانو ته به څه نه ویل کیږي خو مالونه به یی مباح وي .
دهغو مجاهدینو له پاره به د وچې او سمندر دواړه لارې ، چې هغوې پرې دپخوا څخه تګ راتګ کوي ، دپخوا په څیر ازادې وی.
دا فرمان رسول الله صلی الله علیه وسلم ددواړو، جهیم بن صلت او شرحبیل بن حسنة ،په لاسو ایله ته ولیږه.

د جربا او اذرح یهودانو ته امن لیک :

بسم الله الرحمن الرحیم
دا دمحمد ،نبې صلی الله علیه وسلم، له اړخه د اذرح داوسیدونکو له پاره امن لیک دې ، هغوې به د لاندې شراېطو د پوره کولو په اساس د الله تعالې اودهغه د رسول په پناه کې وي :
1- دوې به هر کال د رجب په میاشت کې سل دیناره ورکوي ،(دهغوې د نصیحت او دهغوې له لورې پر مسلمانانو باندې په احسان کولو کې الله تعالې کار جوړونکې دې )
2- که چیرې د مسلمانانو څخه کوم کس د کوم جرم یا کومې سزا له ویرې هغوې ته ورشي نو هغه به بیرته مسلمانانو ته حواله کوی .
3- داذرح په اوسیدونکو به د هغوې دخبریدو پرته حمله ونه کړل شي .

د مقناه او بني جنبه اوسیدونکو ته امن لیک :

بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله ص له اړخه :
د بني جنبه او مقناه (دواړو اوسیدونکو ) ته :
څرګنده دې وي چې :
ماته خبر راکړل شوې چې تاسې د دې دواړو کلیو اوسیدونکي خلک بیرته خپلو خپلو ځایو ته را ستانه شوي یاست .
1- زما ددې لیک د در رسیدو سره سم ، تاسې ( دواړه ) د الله او دهغه د رسول په پناه کې یاست .
2- دالله رسول ستاسې ټولې پخوانئ تیروتنې تاسې ته در بښلي دي .
( اوس چې تاسې د الله او دهغه د رسول په پناه کې یاست نو هیڅ قوم به په تاسې ظلم اوتیرې و نه شي کړاې . )
3- لکه څنګه چې د الله رسول دخپل ځان ساتنه کوي په همدې توګه به ستاسې د ساتنې مسؤلیت هم په غاړه لري .
4- د اجناسو ، وسلی اوغلامانو په اړه چې تاسې ته د الله رسول کوم حد ټاکلې دې ، دهغې پرته خپله ټوله وسله د الله رسول اودهغه له اړخه ټاکل شوو نمایندګانو ته د محاصلو سره یو ځاې ور حواله کړئ.
د لاندې شیانو څخه به دهغوې دهر یوه څلورمه برخه هر کال په سرکاري خزانه کې جمع کوئ.
الف- د کجورو دپیداوار څخه ،
ب – د ښکار کړل شوو ماهیانو څخه ،
ج- د ښځو په لاسو دجوړ (اوبدل ) شوې رخت څخه.
ددې شیانو په مقابل کې به تاسې ته لاندې مراعات درکول کیږي .
الف – په مکمله توګه دجزیی بښل .
ب- د هر ډول سرکاری بیګار څخه خلاصون .
که چیرې تاسې ددې فرمان تعمیل وکړ نو د الله په رسول به ستاسې د معزیزینو توقیر ( عزت ) او ستا سې د معمولې تیروتنو څخه سترګې پټول واجب و ګرځي .
زه مؤمن او مسلمان دواړو ډولو دوستانو ته هدایت کوم چې :
الف- هر څوک چې ستاسې له اړخه د مقنا دخلکو څخه اطاعت او فرمانبرداري ووینی نو هغه دې تصدیق کړي او ،
ب – څوک چې دهغوې له لورې تمرد او سرکشي وویني ، نو دهغې په مخنیوي کې دې هڅه وکړی .
اوس به د مقناه په خلکو پخپله دهغوې دخوښې سردار او یا به د الله د رسول له اړخه (کوم نماینده) ټاکل کیږی .
والسلام
لیکونکې : علی ابن ابی طالب ( نهم هجری کال )

د مقناه ، حنین ، او خیبر درې واړو ځایو د اوسیدونکو له پاره د امن لیک :

بسم الله الرحمن الرحیم
دا امن لیک د الله تعالې درسول ، محمد ، صلی الله علیه وسلم، له اړخه د لاندې ډلو له پاره لیکل کیږی .
الف – د حنین اوسیدونکو ته ،
ب – د خیبر اوسیدونکو ته ،
ج- د مقناه اوسیدونکو ته .،
د – او ددوې ټولو اولادونو له پاره .
دامن میعاد : ان تر قیامته پورې ( مادامت السموات و الارض ) .
زه دوې ته د هغه بې همتا خداې د حمدو ثنا سره یو ځاې د امن او سلامتئ زیرې ورکوم ، چې دهغې پرته بل اله نشته .
او دا چې : ما ته د الهی وحې په ذریعه دا خبر را کړل شوې چې ددې درې واړو ځایو اوسیدونکي بیرته خپلو خپلو خونو ته راستانه شوي دي . حتما را ستانه شئ تاسې ټولو ته د الله اودهغه د رسول له اړخه پناه درکول شوه ، نه یواځې ستاسې ځانونه به په امن کې وي بلکه :
الف – ستاسې دین ،
ب- ستاسې اموال ،
ج- ستاسې غلامان ، او
د – ستاسې ټول املاک .
دا ټول دالله او دهغه د رسول په ذمه دي .
د پورته یادکړل شوو مراعاتو څخه علاوه تاسې ته دا مراعات هم درکول کیږي چې :
1- د جزیی بښل ،
2- دتندي د ویښتانو خریل ( دازاد کړل شوو غلامانو له پاره به په ژوند کې یوځل دا ډول عمل تر سره کیده )
3- اسلامی لښکر به په تاسو حمله نه کوي ،
4- ستاسو څخه به بیګار کار نه اخستل کیږي ،
5- په عسکری عملیاتو کې د ګډون څخه استثنې ،
6- دعسکري اړتیاو په خاطر ستاسې دکورونو د خالې کولو څخه معافی ،
7- د ذمیو په څیر د لباس او د هغې د رنګ د پابندۍ کولو څخه معاف ،
8- دآس سپریدو اجازه ،
9- د وسله واله وتلو اجازه ،
10- تاسې په خپله د یرغل کونکو پر خلاف جنګ کولې شئ ( دفاعي جنګ ) ، په داسې جنګونو کې به ستاسې د مخالفینو د وژلو دیت یا قصاص له تاسو څخه نه اخستل کیږي .
11- خو که چیرې ستاسې څخه څوک کوم مسلمان په ناحقه ووژني ، نو لکه څنګه چې په مسلمان قاتل باندې قصاص یا دیت لازم دې ، په همدې ډول به په تاسې باندې هم لازم وي .
12- په ناحقه به په تاسې باندې د بې حیایی افتراء و نه تپل شي .
13- او نه به له تاسې سره د عامو ذمیانو په څیر معامله وشي .
14- ستاسو دغوښتنې په اساس به له تاسې سره بسپنه کیږي .
15- ستاسو په راتګ به تاسو ته میلمستیا درکول کیږي .
او د ریاست په حقوقوکې له تاسې څخه دغه شیان ساقط کیږي :
16- له تاسو څخه به د سره زرو، سپین زرو ، غنمو ، حیواناتو ، د زراعتې محصولاتو د ادا کولو اویا په ملا باندې د کتې د تړلو غوښتنه نه کیږي .
17- په تاسو باندې به همستاسو څخه یو سردار ټاکل کیږی اویا به دالله درسول د کورنۍ څخه یو څوک.
18- ستاسې د جنازو د وړلو په لاره کې به هیڅ خنډ نه پیدا کیږی .
( تاسې ته داټول تعظیم د ام المؤمنین صفیه ( ستاسې د( خور) کاکا د لور ) په اساس درکول کیږي .)
« ام المؤمنین صفیه د دین د مشهور دښمن ، او د مدینی د سردار ، یهود بن نضیر لور ده ، ددې نوم حې بن اخطب دې ، چې په خیبر کې د کنانه ابن ابی الحقیق (یهودی ) د وژلو وروسته کونډه شوې وه ، بیا دخیبر په غزوه کې بندې کړل شوه ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې (صفیه ) سره نکاح وکړه (اصابة کتاب النساء ۶۴۷ مخ »
19- د رسول الله په کورنۍ ( اهل بیتو) او ټولو مسلمانانو باندې ستاسې د شرفاو تعظیم واجب دې .
20- ستاسې معمولې خطاوې او مسامحات به بښل کیږي .
21- ستاسې څخه هر څوک چې په سفر کې وې هغه د خداې اودهغه د رسول په پناه کې دې .
22- په اسلام کې هیڅوک په زور ( اکراه ) مسلمانول روا نه دي ( الا اکراها فی الدین ).
23- ستاسې څخه چې هر څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دین کې ر ا داخل شی ، ددې دین په احکامو عمل وکړي نو هغه ته به د رسول الله د اهل بیتو دټاکل شوو ورکړو (موجب) څخه یو په څلورمه برخه وظیفه و ټاکل شي او دا به دقریشو لخوا د ټاکل شوی برخې سره یوځاې درکول کیږي ، او دا رقم پنځوس دیناره دې ، دا زما له اړخه ستاسې له پاره عنایت دې .
24- درسول الله په اهل بیتو او ټولو مسلمانانو باندې ددې وثیقي پابندې کول لازمي دي .
25- هر هغه څوک چې د حنین ، خیبر او مقناه د اوسیدونکوسره ښیګڼه وکړي نو هغوې ته به دهغوې د احسان څخه غوره معاوضه ورکړل شي .
26- او څوک چې ددوې درې واړو څخه د یوه سره هم بدسلوکی وکړي نو دهغې به ترې بدله واخستل شي .
27- هر هغه څوک چې زما دا لیک ولولي اویا یی واوري اوبیا په کې بدلون راوړی او یایی مخالفت وکړي ،په داسې وګړي دې د الله ، دهغه دملایکو ، او د ټولې نړۍ لعنت وی ، داسې ملعون وګړې به نه یواځې د قیامت په ورځ زما د شفاعت څخه بې برخې وي بلکه د الله تعالې په وړاندې به زه دهغه دښمن اوسم ، او د چا چې زه دښمن شم نو د هغه ځاې به ددوزخ کنده وي ، دوزخ ډیر زیات ستونزمن ځاې دې ، چې د الله واحد ذات ، عرش وړونکې ملایکې او مسلمانان پرې ګواهي ورکوی

لیکونکې : علی ابن ابی طالب .
درسول الله صلی الله علیه وسلم وینا علی بن ابي طالب ټکې په ټکې ولیکله .
ګواهان :
1- عمار یاسر ،
2- سلمان فارسي ، درسول الله مولې .
3- ابوذر غفاری .

دمعان دصوبه دار، فروه بن عمرو له اړخه اطاعت لیک :

د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې :
ما د زړه له کومي ایمان قبول کړې دې .( اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله )
بې له شکه چې تاسې نبي یاست ، چې عیسې ابن مریم علیه السلام هم په دې اړه زیرې ورکړې دې .

ژباړه : قریب الرحمن سعید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب