موبایل مو داسې جوړ کړئ چې له مرګ وروسته پرې ونه شرمیږئ

موبايل وپيرئ، خو د موبايل اخيستلو په وخت لاندې اداب مه هيروئ:
اول:له هر څه وړاندې په نيت ګوتې ووهئ، موبايل يواځې د شرعي حدودو په رڼا کې د خپلو شرعي اړتياوو د تر لاسه کولو او په ځان د حقدارو دپوښتنې او يا هم د دعوت د وسيلې په هدف واخلئ.

دويم:د هغه موبايل له اخيستلو ډډه وکړئ، کوم چې ډېر لوړ قيمت لري، ځکه له يو لوري به مو اسراف نه وي کړی او له بل لوري که خدای مکړه درڅخه ورک شي، ډېر زيان به ونه وينئ.

دريم: که خلاصی وي، تر خپلې وسې پورې نابالغ بچيو او زده کوونکو ته موبايل مه پيرئ، ځکه دوي يې ډېری وخت سم نه شي استعمالولی او د شرونو دروازې ورته خلاصوي، که بيا هم بې له موبايله بله چاره نه وه، ساده موبايل ورته واخلئ او تر هغې يې له کيمره دار موبايل منع کړئ، څو پورې مو چې وسه وه.

څلورم:د کور لپاره موبايل پلورنه تر ډېره دداسې پايلو راوړونکې ده، چې جبران کېدای نه شي، خو که بيا هم ورته ډېر ضرورت ليدل کيده، بوډۍ او مشرې زنانه ته بايد وسپارل شي او دا سپارښتنه ورته وشي، چې په هيڅ صورت به يې بل چا ته نه سپاري، په خاصه توګه پيغلو نجونو ته!

تاسې به هم يواځې پدې بسنه نه کوئ، بلکې د کور موبايل به څارئ، ګورئ او د يوې شيبې په اندازه به هم ترې غافل نه پاتې کيږئ، خو دا چې ډېری خلک دا حق نه شي ادا کولی، هيله کوم، په کور کې موبايل مه پرېږدئ.

مونږ داسې نه وايو، چې ښځې ته په مطلقه توګه د موبايل کارول او استعمال جواز نه لري، بلکې دا خو يوه وسيله ده، حلالوالی او حراموالی يې په درستې او نادرستې کارونې پورې تړاو لري، خو اوس زموږ په ټولنه کې د ځوانانو سربيره؛ د پيغلو لخوا د موبايل استعمال په يوه داسې اخلاقي رنځ بدل شوی، چې د اخلاقي مفاسدو او د ځوانانو او نجونو د بد اخلاقه کولو يوه ويروونکې پايلې ته مو کش کوي، دا خبره يو درست حقيقت دی چې په لنډ تاريخ کې ډېرو پيښو څرګند کړی، خو که په مهارکولو کې يې هڅه ونه شي، سبا به ملامتيا زمونږ په غاړه وي.

موبايل وکاروئ، خو…
کله مو چې موبايل وپيره، نو د استعمال په وخت يې لاندې لارښوونې په ياد لرئ:
اول:د موبايل کارونه بايد د شرعي پولو په مکمل رعايت سره ترسره شي؛ د ناروا انځورونو او ناروا ويډيوګانو له ليدلو؛ همد اراز د ناروا اډيو توکو له اوريدلو؛ لکه: موسيقی، د پردۍ ښځې خبرې… څخه بايد په کلکه توګه پرهيز وشي.

دويم:موبايل د ماشومانو له لاسونو لرې وساتئ، ځکه څيړنو ښودلې، چې ماشومانو ته د موبايل تاوانونه له ګټو څو چنده زيات دي او له بل لوري ممکن ستاسو له ادرسه د چا سره اړيکه ونيسي او يا هم په موبايل کې مو کومه ستونزه پيدا کړي.

دريم:خپل موبايل مو داسې چاته مه ورکوئ، چې په امين والي يې پوره ډاډه نه وئ، ځکه امکان شته چې نورو ته تکليف ورسوي او يا هم ستاسو شخصي شميرې او توکي له ځان سره واخلي.
څلورم:د موبايل زنګ مو بايد ايت، حديث او نور شرعي الفاظ نه وي، تر څو په ځينو ځايونو کې يې له بې ادبۍ وژغورل شئ.

پنځم:وړاندې لدې چې جومات ته ننوځئ، موبايل مو بند او يا خپ کړئ، خو کله که درڅخه دا کار هير شوی وو او د لمانځه په جريان کې اړيکه درسره ونيول شوه، نو پداسې شکل چې خپل لمونځ هم د فاسديدو څخه وژغورې او د نورو د اذيت څخه هم بچ شې، اړيکه پرې کړه… خوکه له چا څخه په جومات کې موبايل خلاص پاتې وي او د لمونځ کوونکو لپاره سر دردی جوړ کړي، مونږ يې بايد معذور وګڼو، چيغې او بده لهجه يې په حق کې ونه کاروو، بلکې که موکه وه، نو چې کله ځانله وو، په کراره او نرمه توګه يې پوه کړو.

شپږم:په درسي حلقو او مجلسونو کې د موبايل سره ځان مه مشغولوئ، ځکه چې په لومړي صورت کې به مو توجه خرابه شي او په دويم صورت کې به مو ټولنيز اخلاق تر سوال لاندې راغلي وي، خو که بله لاره نه وه، نو بيا له خلکو اجازه واخله او د مجلس څخه لرې لاړ شه.

اوم:د بل کس موبايل د هغه له اجازې پرته مه استعمالوئ، که اجازه يې درکړه، نو د هغه په پټو موادو پسې به نه ګرځې…

اتم:د شپې لخوا موبايل دېر مه کاروئ، ځکه چې د طب له انده دا کار د زړه ضربان زياتوي او دماغو ته ضرر رسوي.

نهم:د ګوشه کيو استعمال د غوږ پردې زيانمنوي، نو څومره مو چې وس کيږي، ترې لرې ګرځئ.

لسم:که تاسې پلار، مشر ورور او يا د کورنۍ بل مشر وئ، نو د خپلو لاس لاندې وګړو او په خاصه توګه د نويو ځوانانو موبايلونه تر څار لاندې نيسئ، هغوي له چاسره اړيکي نيسي، په کوم شکل غږيږي، څومره غږيږي…دا ځکه که خدای مکړه هغوي کومې ګناه ته د موبايل په سبب مخه کوي، تاسو به هم ورسره په ګناه کې شريک يئ.

يوولسم:د موبايل له ډېر استعمال او کارونې څخه ډډه وکړئ او يواځې بايد د اړتيا په وخت ورته وخت ورکړل شي.

اړيکه ونيسئ، خو…
اول:که مقابل لوری مو ونه پيژني، مه خپه کيږئ، شايد له هغه څخه ستا شميره ډيليټ شوي وي او يا هم موبايل يې کومې ستونزې سره مخ شوي وي، په همدې اساس له ځنډ او ځورونې پرته ځان ور معرفي کړئ.

دويم:کله چې له چا سره اړيکه نيسئ او هغه ځواب در نکړ، يا هم اړيکه يې درباندې پرې کړه، مه غوسه کيږئ، هغه به اړين کار کې مشغول وي، يا به کوم مجلس کې وي، يا به له مريض سره وي… . وروسته ورسره اړيکه ونيسئ.

دريم:که له تاسو سره اړيکه نيول شوي وي او ځواب مو د کوم مشکل په اساس نه وي ورکړی، نو که مو وسه وه، تاسو اړيکه نيوونکي ته زنګ ووهئ او که هغه در باندې رامخکې شو، خپل عذر ورته ووايئ.
څلورم:د اړيکو نيولو په وخت له بې ګټې زياتو خبرو، اکاړو او مرکو ډډه وکړئ او د ضرورت په اندازه خبرې وکړئ.

پنځم:د نيمه اړيکو يعنې مسکالونو له کولو ځان ساتل پکار دي، پوهان وايي:مسکالونه کول، داسې معنی لري، لکه يو څوک چې پردۍ دروازه ټک ټک کړي او نور ترې لاړ شي، دا کار له يوه اړخه په تاسو باندې د خلکو اعتماد له مينځه وړي او له بل لوري معاصره بد اخلاقي ښودل شوې ده.

شپږم:تر هغې پورې چې د مقابل لوري اجازه نه وي، خبرې يې مه ثبتوئ، ځکه دا امکان لري، چې هغه به تاته داسې رازونه ويلي وي، چې له هغې څخه د نورو خبرول به په ټول ژوند کې نه شي منلی.
اوم: تر هغې چې د مقابل لوري اجازه نه وي، د هغه خبرې په بل چا مه اورئ؛ په خاصه توګه کله چې د راز خبره وي.

اتم:که تاسو له چا سره اړيکه نيسئ، نو د نامناسبو وختونو څخه ځان وساتئ، د بيلګې په توګه: د شپې ناوخته بې له سختې اړتيا اړيکه مه نيسئ، ښوونکي سره د تدريس په مهال، همدا ډول د لمانځه وختونه… البته که فکر مو نه وو او دا کار مو کړ، نو بيا د اړيکې ټينګولو هڅه مه کوئ او که مقابل لوري پدې وختونو کې هم ځواب درکړ، بښنه ترې وغواړئ او خپل عذر ورته ووايئ.

نهم: که غواړئ، يو چاته د پيغام له لارې څه وليږئ، نو د ليکنې منځپانګه مو بايد د شرعي پولو ماتوونکې نه وي.

لسم:د اړيکې په وخت بايد په متوسط غږ وګړېږئ، غږ بايد نه دومره لوړ وي، چې په مقابل لوري بد ولګي او نه دومره ټيت وي، چې مقابل لوری مو په خبرو هم پوه نه شي.

يوولسم: د اړيکې په پيل او پای کې د مسنونه سلام اچول او که مقابل لوری رامخکی شي، په مينه ځواب ورکول او احوال پوښتنه کول ستاسو د غوره او لوړو اخلاقو ښکارندوي دي.
دولسم: د خبرو کولو په وخت ټولو شرعي پولو ته تم کيدل او د هغو ادابو مراعتول کوم چې په اسلام کې د خبرو کولو لپاره ښودل شوي دي، د بيلګې په توګه: د بل سپکه او غيبت نه کول، فاحش، بې حياء او بد الفاظ نه کارول…

او په پای کې…
ګران لوستونکيه، که د يادو شويو اصولو په رڼا کې دې موبايل استعمال کړ، نو پرته له شکه چې ستا لپاره موبايل ګټور دی او که چيرته دې د يادو ادابو رعايت ونه کړ، له لاندې پايلو درته ويره پکار ده:

اول: اخلاقي زيانونه
مسلمانان په تير تاريخ کې د خوش اخلاقۍ زرين نوم لري، انسي او جني شيطانان تل هڅه کوي، چې دغه زرينې کرښې له مينځه يوسي، په راډيويي او تلويزوني خپرونو کې د پيغلو نجونو لخوا ترنمونه، ټوکې ټکالې، ګپ شپ او دېته ورته پروګرامونه د انسي شيطانانو لخوا زمونږ په اخلاقي ښکلا د تور داغ ايښودلو هڅه ده، چې تر ډېره د کاميابۍ تر درشله په رسولو کې يې د افغان او مسلمان په جامه کې څو لاسپوڅو او پرديو مزدورانو ښه مرسته کړې ده، کاش دوی پوهيدای، چې د يو څو روپو په بدل کې دداسې خپرونو تيارول ددوي لپاره د ډېرو معنوي ارزښتونو څخه د تيريدنې په معنی دي.

دويم: اقتصادي زيانونه
بې له کومې اړتيا ډيرې اړيکې نيول، د لوړ قيمت والا موبايلونو اخيستنه، ډېر غږيدل او نور… نه يواځې دا چې له ديني پلوه ښه کار نه دی، ډېر اقتصادي زيانونه هم ورسره مله دي، تاسو به ډېر داسې وګړي ليدلي وي، چې د غريبۍ څخه به مازيګر څملي، خو په موبايل اخيستنه او کارونه کې به ډېر اسراف کوي او خپل اقتصاد به مخ په ځوړ بيايي.

دريم:روغتيايي زيانونه
د موبايل د پيدايښت له لومړۍ ورځې تر ننه ډېری رنځپوهانو د موبايل بې ځايه او ډېره کارونه د بيلابيلو ناروغيو سبب ګڼلې ده، چې ځينې ناروغۍ يې دادي:د کينسر ناروغي، د سترګو وچوالی، د بدن د غړو: عضلاتو کمزورتيا، ددماغو خرابوالی، فلج کيدنه، جټکې يا سيزار، رواني ناروغۍ، د زړه او رګونو ناروغي، د اورېدلو د حس له لاسه ورکول … .

څلورم: ديني زيانونه
د موبايل ډېره او بې اړتيا کارونه د ډېرو ديني مسؤوليتونو د اخلال سبب ګرځي، د الله تعالی ‌ذکر، تلاوت، عبادت، نورو ته خير رسونه او نور نيک کارونه له انسان څخه پاتې کوي، پدې سربيره د ډېرو بدو او ناروا کړنو د کولو او ناروا ويناوو اوريدلو اله کيږي، همدا راز د قيمتي وخت داسې ضياع ده، چې هيڅ ګټه پرې نه مرتبيږي.

په تأسف سره چې موبايل د ډېری خلکو لپاره د دروغو ويلو په بد خوي د پاتې کيدنې يو سبب ګرځيدلی، ځينې شرير خلک بيا له همدې لارې د مؤمنانو زورونې، سپکاوي او ويرونې کوي، دوي پدې فکر دي، چې مقابل لوری خو له ما خبر نه دی، دوي بايد پوه شي، چې که د يو انسان له سترګو پټ دي، نو د انسانانو له خالق څخه په هيڅ صورت پټ پاتې کيدای نه شئ او هغه ذات پدې قادر دی، چې تاسو ته ددې کړنو سخته سزا درکړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب