حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهيز وکړي

د حامله ګۍ موده يوه خانګړې موده ده او حامله ښځه بايد خپل ځيني غذايي دودونه بدل کړي . که نه ، د خپلو خوښو زياتو خوړو خوړلو له امله به جنين ته زيان رسوي . کوم کوم خواړه د حامله ښځې لپاره د پرهيزانه دي ؟ پالک: ټولو ته معلومه ده چې په پالک کې د اوسپنې عنصر شته چې د وينې غني کولو لپاره ډېره ګټه لری ، دغه راز زياته اندازه ويتامين سي پکې هم شته . ولی حامله ښځه بايد دغه ګټور سابه کم وخوري؟

د څيړنې له مخې که څه هم په پالک کې د اوسپنې توکی شامل دي ، خو اندازه يې کمه ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې په پالک کې زياته اندازه اوکسليک اسيد موجود دي چې دغه مواد په کولمو کې د کلسيوم او جست جذبولو لپاره بد اثر لری ، خو کلسيوم او جست په بدن کې ډېر لازم معدنی مواد دي . که کلسيوم او جست د اوکسليک اسيد لخوا له منځه ځي ،نو د اړتياوړ کلسيوم او جست د کمښت له امله د جنين د هډوکو او غاښونو ودې ته زيانمن وي . دغه راز د جست کمښت د حامله ښځې د اشتها خرابوالۍ لامل هم دی چې په پايله کې به جنين ته غني غذايی مواد و نه رسول شی او د جنين پر عادي ودې باندی بد اغيز ولګول شی.

ټينګ چاي: زياتې حامله ښځې د چاي څښلو عادت لری، د توجه وړ خبره دا ده چې د حامله ګۍ په موده کې بايد دغه عادت بدل کړي په تېره بيا ټينګ چای و نه څښي ځکه چې په چاي کې له دوه سلنې څخه تر پنځه سلنې پورې کافئين شامل دی چې کافئين له اندازې څخه د جنين د حرکاتو هڅونه کوی ، حتی د جنين عادی ودې ته زيانمن دي. برسيره پردې له ټاکلي اندازې څخه د زيات چای څښلو بده نتيجه به دا

وی چې په چاي کې د مازو جوهر په خوړو کې د اوسپنيزو عناصرو سره يو ځای کيږي او حامله ښځه او ددې جنين د وينې لږوالي په ناروغۍ اخته وی.

ژر خوړلی خواړه : ژر خوړلي خواړه ډير خوند لري او د زياتو حامله ښځو خوښ دي . د ډاکترانو په اند دغه ډول خواړه د حامله ښځې لپاره ګټور نه دي ځکه چې په دغه ډول خوړو کې شحمي مواد کم دي . که حامله ښځه هره ورځ دغه ډول خواړه وخوري ، په بدن کې به د شحمي اسيد د کمښت سبب شي ، خو شحمي اسيد د جنين مغز د ودې لپاره ډېر لازم دی . په خاص ډول ويل کېږي چې د حامله ګۍ په لومړنۍ موده کې د جنين جفت رامنځته کېدنه لازم شحمي اسيد ته هم اړتيا لری

البته حامله ښځه بايد له ځينو نورو خوړو مثلا چنګاښ ، د غوړيو او ترشو خوړو څخه هم پرهيز وکړي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب