مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۷

د ميرمني جهاد  دا دى، چې له خپل څښتن سره د نيکو اخلاقو له مخې ژوند وکړي.

( علي رضى الله تعالى عنه)

د ښځې عقل په ښکلا کې دى او د سړي ښکلا په عقل کې ده.  ( حکيم )

زه د هغه انسان په خپلواکه فکر ، بې غمه زړه او روڼ تندى وياړم، چې نه زر لري او نه ځمکه.

( خوشحال خان خټک)

د بدعت له خاوندانو سره له کېناستلو څخه ځان وساتئ.

( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )

د ښايسته ښځې په ليدو  د سترګې او د نيک  زړي ښځې په ليدو زړه خوشحالېږي.

 ( ابراهيم رحمه الله )

که له بدعتي سره په يوه لاره کې مخامخ شئ؛ نو ته ترې خپله لاره چپه کړه.

( يحـى  رحمه الله )

اسلام زموږ نسب او ټاټوبى دى ځکه خو سلمان فارسي > ويلي  سلمان ابن اسلام ابن اسلام.   

( علامه اقبال رحمه الله )

د ښو اخلاقو څښتنان ډېر زر ځانته مينه وال او خواخوږي پيدا کوي.

( مامون الرشيد رحمه الله )

 له دښمنانو څخه مه ډارېږئ او په هر ډګر کې ورسره  مبارزه وکړئ ځکه چې ژوند د پايښت  راز په سپېڅلي جهاد کې نغښتى دى.

( علامه اقبال رحمه الله )

استغنا او قناعت يو غوره نعمت دى.

( لقمان حکيم  رحمه الله )

د هر ملت سرمايه  د هغه ملت روزلي بچيان دي.

( منصور رحمه الله)

د تخت او تاج نيشه د انسان ځينې څېرونکى حيوان جوړوي.

( صلاح الدين ايوبي  رحمه  الله )

جهاد د يو لازمي فريضه ده  د دې ثواب هم هومره دى، چې د هغې اندازه

ناشوني ده.

( ابوبکر صديق>)

د استاد ځورول دپلار له مينې څخه غوره دي.

( سعدي رحمه الله )

عدالت له شاتو خوږ  له غوړيو نرم او له مشکو څخه خوشبوى دى.

( جعفر صادق رحمه الله )

د نااهله  او خودغرضه  مشر د ګناوو سزا ټول قوم او کهول ته ورکول کېږي.

( صلاح الدين  ايوبي رحمه الله )

له بد ذاته خلکو څخه  وفا تمه مه کوئ.

( لقمان حکيم  رحمه الله )

د مذهبي تعصب له کبله د قومونو ترمنځ همدردي او اتفاق له منځه ځي.

( حسن البناء رحمه الله )

ناپوهه  چې د چوپتيا په ګټه پوه شي هوښيار بلل کېږي.

( امام غزالي رحمه الله )

له خندا کوونکو سره خندا مه کوئ بلکې  له ژړا کوونکو سره ګډون وکړئ.

( عبدالقادر جيلاني رحمه الله)

چېرته چې د حق وينا ته ضرورت  وي هلته چوپتيا هېڅ ارزښت نه لري.

( علي >)

ډېره مه خانده ځکه چې له الله( سره مرسته د پيوسته زړه ارام او له وقاره ډک وي.

( حسن البناء رحمه الله )

دالله( په رضا خوښې څرګندول په دنيا کې جنت ګټل دي.

( عثمان >)

د ټولو خلکو  خوشحالۍ  ساتل  ناشوني دي؛ نو خپله  معامله يواځې  له الله( سره د رښتنولي له مخې کوئ.

( امام مالک رحمه الله )

زرګونه کتابونه يو لورې ته او د مور او پلار نصيحت  بل لوري ته.

( علامه اقبال رحمه الله)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب