زموږ د پیغمبر رسول الله غوره خبرې

هرشی خپل اصل ته ورګرځي .

هیڅ یو مسلمان تربل مسلمان ښه والی نه لري،خوښه والی په تقواکي دی .
کاسب د الله (ج) دوست دی .
د هرمسلک لپاره الله (ج)یو انسان پیداکړی .
هر چا ته الله (ج) پر خپل نیت ور رسوي .
په عصبانیت کي، که ولاړ وې کښېنه اوکه ناست وې ولاړسه .
په کارکي بېړه مه کوه،بېړه دشیطان کار دی .
د رنځور پوښتنه کوه .
د مسلمان ورور ستونزه ورخلاسه که، چي  الله(ج)ستامشکل درحل کي . صحیح البخاري ۱۱۱۵
دظالم مسلمان سره مرسته هغه ده، چي دی له ظلمه را وګرځه وې . صحیح البخاري ۱۱۱۶
هرچاچي په ظلم او زور دمسلمان ځمکه اخستې وه، اووه واره هغومري ځمکه به د قیامت په ورځ د ده په غاړه وي او دابه له ځانه سره دې خواهاخواګرځه وي . صحیح البخاري ۱۱۱۹
غوره پال هغه دی، چي څوک له چانه ښه خبره و اوري . صحیح البخاري ۱۹۷۸
هرڅوک چي یونیالګی کښېنوي او هغه مېوه وکي اوله هغې مېوې څخه که انسان یاژوی ئې وخوري دا دهغه سړي خیرات دی . صحیح البخاري ۲۰۱۹
هرڅوک چي پرخلکوحکومت کوي اودهغو کارسم نه کوي دجنت بوی به پیدانه کي . . صحیح البخاري ۲۲۰۱
څوک چي صلهء رحم نه کوي، جنت ته به ورننه نوزي . صحیح البخاري ۲۰۰۹
رسول ص وایي صلهء رحم په اصل کي د« رحمن » نوم دی .  وایي « څوک چي صلهء رحم کوي، زه رحمت پر کوم . څوک چي صلهء رحم نه کوي زمادرحمت څخه به لیري وي . . صحیح البخاري ۲۰۱۰
رسول ص وایي : « پهلوان هغه نه دی، چي څوک راوڅملوي، اتل هغه دی، چي دعصبانیت پرمهال خپل پر اعصابوځواکمن وو . صحیح البخاري ۲۰۴۰

اخځونه :
صحیح البخاري : دډاکټر عبدالرحیم فیروز هِروي د فارسي ژباړنه

محمدسرور وکیلي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب