مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۲

کوښښ وکړه، چې په فصيحه عربي ويناوې وکړي ځکه چې دا د اسلام له شعائرو  ځينې  ده.

( حسن البناء رحمه الله)

الله( ته ګران او محبوب هغه خوښي ده، چې د يو مسلمان  زړه  ته يې راواړوي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

رښتينى مسلمان هغه څوک دى، چې نور مسلمانان د هغه له ژبې او لاس له زيان څخه خوندي وي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

په هېڅ کار کې مناقشه مه کوه ځکه چې ځان ښودنه خير منځ ته نه راوړي.

(حسن البناء رحمه الله )

هر هغه څوک، چې زموږ هم نظري نه وي زموږ  هم سنګري نشي جوړېداى.

( حکمتيار رحمه الله )

اسلامي سياست د انبياء کرامو عليهم السلام ميراث دى موږ په هر قيمت چې وي د انبياء د ميراث غوښتونکي يو.

( مسلم حفظه الله )

بد اخلاقي داسې عمل خرابوي لکه سرکه، چې کبين خراب کړي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

د يو مسلمان ورور د اړتيا  پوره کولو لپاره وتل راته  په جومات کې له يوې مياشتې اعتکاف څخه غوره دي.

( حسن بصري رحمه الله)

خپل اواز د اورېدونکي له  اړتيا څخه زيات مه پورته کوه ځکه چې  په دې کې ځان غوښتنه او تکليف رسول دي.

( حسن البناء رحمه الله )

ترڅو  مو چې توان وي جنګ او دښمنې مه جوړوئ.  ( لقمان حکيم رحمه الله )

له ناوړه اعمالو  څخه ځان ساتنه اړينه ده. ( امام غزالي رحمه الله )

پر سړي باندې د خپل اولاد روزنه واجبه ده.

( معاويه رضى الله تعالى عنه )

خپل او د کورنۍ ستاينه دې د چا په وړاندې  مه بيانوه.

( لقمان حکم رحمه الله )

کله چې کارونه زيات شي نو اول هغه کار وکړه، چې اړين  وي.

( امام شافعي رحمه الله )

غوسه  د انسانيت ډيوه مړه کوي.

( امام غزالي رحمه الله )

ټوکې مه کوه ځکه چې مجاهد امت له کار او زيار څخه بل څه نه پېژني.

( حسن البناء رحمه الله )

د ګټې  او زيان لپاره خپل عزت له منځه مه وړه.

( لقمان حکيم رحمه الله)

که زړه صفا کول غواړي نو سترګې له دنيا څخه بندي کړه.

( شفيق بلخي رحمه الله )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب