د يو اعرابي سوال او ځواب له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره

له انس بن مالک رض ځخه روا يت ده چې :  يوه ورځ انحضرت صلی الله عليه وسلم په جومات کې ناست ‌ؤ ناڅاپه يو اعرابي جومات ته راننوت او په انحضرت  صلی الله عليه وسلم يې سلام وکړ انحضرت صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ او تپوس يې ترينه وکړ چې له کومه راغلی يې؟  په ځواب کې يې ورته وويل چې له لري ځايه راغلی يم  او ستا له حضور نه  ځو پوښتي لرم او دهغو ځواب در ځخه غــــــو اړم  انحضرت ص ورته وويل کينه تر ځو ځواب در درکړم.

نوموړی داسي خپلي پوښتني پيل کړې:

س: غواړم له وفاداره خلکو ځخه واوسم؟

ج: حضرت ص وفرمائل  له خدای ج ځخه وو يريږه.

س:غواړم له مخليصانو ځخه ‌و اوسم؟

ج: شپه او ورځ قرا ن ولوله.

س: غواړم هميشه مي زړه روښانه وي؟

ج: مرګ مه هيروه.

س: غواړم له دښمن ځخه راته زيا ن ونه رسيږی؟

ج: په لوی خدای ج باندې توکل وکړه.

س: غواړم هميشه د خدای ج په رحمت کې واوسم؟

ج: دخدای ج له بنده ګانو سره نيک خواله وکړه.

س: غواړم د خلکو په سترګو کې خوار ونه اوسم؟

ج: هميشه پرهيزګار اوسه.

س: غواړم عمرمي زيات وي؟

ج: صلحه رحم اوسه.

س: غواړم رزق می پراخ شي؟

ج:  هميشه په اوداسه باندی اوسه.

س: غواړم ددوزخ په اور با ندي ونه سوځم؟

ج: خپله ژبه او ستر ګي وساته.

س: غواړم پوه شم ګناهونه په ځه باندي تويږي؟

ج: په ‌ډيره عاجزي او تضرع باندی توبه اوباسه.

س: غواړم په خلکو کې درنه بڼه ولرم؟

ج: له چا ځخه  ځه مه غواړه

س: غواړم د عزت ژوند وکړم؟

ج:  دچا بې عزتي مه کوه.

س: غوا ړم په قبر کي اوسأ واوسم؟

ج: د «تبارک» سورة ډير لوله.

س: غواړم د ډير دولت خاوند شم؟

ج: هره شپه د« الواقعه» مبارکه سورة لوله.

س: غواړم د قيامت په ورځ په امن کې واوسم؟

ج: د ما ښا م او ماخوستن د لما نځه تر منځ د خدای ج ‌‌ذکر کوه.

س: غوا ړم د لمانځه په وخت کي خدای ج حاضر ووينم؟

ج: د اوداسه په وخت کې ‌ډير دقت کوه.

س: غواړم د خدای ج له خاصو بنده ګانو ځخه واوسم؟

ج: رښتنولی او صداقت په خپلو کړنو کې عدت وګرځوه

س: غواړم په خپله عملنامه کې ګناه ونه لرم؟

‌ج: له مور او پلار سره نيکي کوه.

س: غواړم د قبر له عزاب ځخه په امن کې واوسم

ج: خپلې جامي پاکې وساته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب