مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۸

له شرک څخه وروسته لويه ګناه  د مور او پلار نافرماني ده.

( لقمان حکيم رحمه الله )

له ګناوو څخه توبه کوونکي له ګناوو څخه پاک بلل کېږي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

قناعت سړى بې پروا کوي.

( حسن بصري رحمه الله )

ښه اخلاق، اسلامي دعوت او د مسلمانانو خدمت خپل عادت جوړ کړئ.

( ابو عبيده بن جراح رضى الله تعالى عنه )

نادارو سره کينئ؛ خو د بدعتيانو سره له ناستې پاستې څخه ځان وژغورئ.

( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )

چوپتيا  خپل شعار جوړ کړه، چې د ژبې له شر څخه خوندي شي.

( لقمان حکيم  رحمه الله)

که څوک د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند لاره کې دې. مړ شي.

( علامه سيد جمال الدين  افغان رحمه الله )

ځانونه د لوى  عمل  ( جهاد)  لپاره تيار کړئ او مرګ  په ځان قبول کړئ ترڅو  د عزت  او پت  ژوند مو په برخه شي.

( حسن البناء رحمه الله )

پوه شئ، چې جنت  د تورو د سيوري لاندې دى.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

استقلال او ازادۍ ته په تشو ويناووڅوک نه شي رسيدلى.

( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )

مطالعه  د غم او پرېشانۍ غوره ملګرې ده.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

د آخرت  کار نن وکړه او د دنيا کار سبا ته پرېږده.

( مجدد الف ثاني رحمه الله )

حاسد ته هېڅ وخت راحت نه حاصلېږي.

( احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه)

هر مهال  له الله( څخه ويره کوئ.

( تهانوي رحمه الله )

د ايمان او يقين دا مانا نه ده، چې د دين د مشرانو او د روحانيونو عبادت وشي.

( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )

دنيا  ته راتلل په نوبت  دي خو بېرته تګ بې نوبته دى.

( قلم الدين رحمه الله )

که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولى نو له هغه څخه  نفرت هم مه کوئ.

( لقمان حکيم  رحمه الله )

د نيت د خاوند له منځه وړل د هغه نيت له منځه وړاى نه شي.

( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )

که د خوښۍ او خوشحالۍ غوښتونکې ياست؛ نو تل په کار بوخت اوسئ او له آرام کولو ځان وژغورئ.

( امام غزالي رحمه الله )

لږې ويناوې کول پوهه او حکمت دى.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

ډېر وخت انسان ته ستونزې له خپلو خبرو څخه پښېږي.

( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)

نرمه  وينا غوسه سړه وي او تېزه وينا غوسه  زياتوي.

( سليمان عليه السلام)

څوک، چې څومره خبرې  کمي کوي هومره به له ملامتۍ څخه ژغورلى وي.

( علي رضى الله تعالى عنه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب