د نکاح محرماتو بيان؛ د محرماتو ډولونه

د نکاح محرمات څه ته وايي؟

له نكاح مخكې او له نكاح وروسته چې له كومو ميرمنو سره نكاح تړل حرام دي، د نکاح محرمات بلل کېږي.

هغه په نهه ډوله دي:

لومړى- محرمات باالنسب:

يعنې هغه ميرمنې چې د نسب له امله ورسره نكاح حرامه ده لكه:ميندې ,خويندې , تروريانې ,خاله ګانې , وريرې , خورزې , له نوموړو ميرمنو سره د تل لپاره نكاح كول (ياهم ورسره يو ځای كيدل د ملك يمين په ډول) حرام او ناروا دي .
په ميندو كې د سړي ميندې او نيا ګانې كه هغه دپلار له لورې وي كه دمور له لورې تر هرڅومره لوړه پوړه پورې ټولې ګډې دي .
همداراز په لوڼو كې خپلې لوڼې او د زامنو او لوڼو لوڼې تر هر څومره ښكته پوړه پورې ټولې ګډې دي .
همداراز په خويندو كې هغه خور چې په مور او پلار دواړو كې سره ګډوي (حقيقي خور), يا يواځې په پلار كې سره ګډوي (اخيافي خور) يا يواځې په مور كې سره ګډوي (علاتي خور) ټولې ګډې دي .
همداراز په وريرو او خورزو كې خپله دوي او د هغوي لوڼې او دهغوی دلوڼو لوڼې تر هر څومره ښكته پوړه پورې ټولې شريكې دي .
په عماتو كې هغه عمه چې دپلار او مور دواړو له لورې وي يا يواځې دپلار يا يواځې دمور له لورې وي همدا راز د نيكونو عمې د مور عمې د نياګانو عمې تر هرڅومره لوړه پوړه پورې ټولې ګډې دي .
له خالاګانو نه هم دعمه ګانو په څير دمور او پلار يا يواځې دپلار يا يواځې دمور همداراز دپلار ،نيكونو، مور او نياګانو خاله ګانې تر هر څومره لوړه پوړه ټولې مراددي .

دوهم- محرمات صهريه:

هغه ميرمنې چې د خسر ګنۍ توب له امله ورسره نكاح حرامه ده په څلور ډوله دي :
۱- د ميرمنې ميندې او نيا ګانې كه هغه د مور له لورې وي كه دپلار تر هرڅومره لوړه پوړه پورې چې وي ټولې حراميږي .
۲-دميرمنې لوڼې (چې هغه له بل خاوند څخه وي يا دهغې د اولادونو لوڼې تر هرڅومره ښكته پوړه پورې چې وي خو پدې شرط چې له نكاح وروسته به له نوموړې ميرمنې سره جنسي اړيكې ټينګې شوي وي خو كه له نكاح وروسته دجنسي اړيكو تر ټينګيدا له مخې دخاوند او ښځې تر منځ جدايي (طلاق) راغله نو بيادې خاوند ته دميرمنې د عدت (دريو حيضونو كه حامله نه وي او كه حامله وي بيا يې عدت دماشوم پيدايښت دى ) تر تيرولو وروسته د نوموړې ميرمنې له هغو لوڼو سره چې له بل خاوندڅخه وي نكاح روا کیږي) .
۳- د ځوی ميرمنه , د ځوی د ځوی ميرمنه, تر هر څومره ښكته پوړه پورې ,كه ځوی له نوموړې ميرمنې سره جنسي اړيكې تر سره كړې وي او كه يې نه وي په هر صورت حراميږي. البته د متبني (يعني هغه چاته چي يواځي په خوله ورته ځوی ويل شوي وي او په حقيقت كي يي ځوی نه وي) له ميرمنې سره نكاح كول روا دي .
۴- نوموړي تړون كوونكي ته د ميرمنې د پلرونو او نيكونوتر هر څومره لوړه پوړه پورې وي (كه هغه دپلار له لورې وي او كه دمورله لورې) له ميرمنو سره نكاح كول ندي روا .
دا هم هغه ميرمنې دي چې د تل لپاره ورسره نكاح حرامه ده.

درېيم – محرمات بالرضاع:

هغه ټولې میرمنې چې د نسب او صهریت له امله ورسره نکاح حرامه ده درضاع (د دوه نیمو کلونوپه موده کي دکومې ميرمنې د شيدوڅښلو) له امله په شيدې څښونکی هلک یا انجیلۍ باندې حراميږي . که څه هم ماشوم یا ماشومې د میرمنې تی یواځې یو ځل رودلی وي بیاهم رضاع ثابتيږي .

څلورم- محرمات باالجمع:

یعنې هغه میرمنې چې په یوه مهال یې په نکاح کې یو ځای کول حرام دي په دوه ډوله دي :
۱- د اجنبياتو تر منځ یو ځای کول.
۲- د ذوي الارحامو تر منځ يو ځای کول .

۱- د اجنبیاتو تر منځ خو هیڅکله هم ترڅلورو نه ډیرې ښځې یو ځای کول روا نه دي. هر مسلمان ته په يوه مهال یواځې د څلورو ښځو د په نکاح کولو اجازت شته او بس ،خو که چيرې له څلورو نه کومه یوه يې مړه شوه نو بیا له بلې ښځې سره نکاح کول ورته رواده که په نوموړې ډول د نکاحګانو شمیره تر لسو هم ور واوړي کومه پروا نلري . یواځې دومره خبره په ياد ساتل پکاردي چې په یوه مهال تر څلورو ډیرې نکاح کول روا نه دي .

۲- د ذوات الارحامو تر منځ یو ځای والی ـ نو د دوو خویندو تر منځ یو ځای والی نه په نکاح سره روا دی او نه په مينځي توب سره .که هغه دواړه خویندې نسبي وي که رضاعي .
همداراز پدې اړه د یوې قاعدې په یاد ساتل پکار دي اوهغه دا چې : د داسې دوو میرمنو تر منځ په نکاح کې یو ځای والی نه دی روا چې که له هغو دواړو ښځو نه یې کومه یوه مونږ نارینه فرض کړو نو د دوی تر منځ نکاح نه وي روا یا د نسب له امله یا هم درضاع له امله ، دساري په توګه د یوه سړي لپاره په یوه مهال د وريرې او دهغې د عمې تر منځ نکاح نه ده روا ځکه له دې دواړو میرمنو نه کومه یوه که مونږ سړی فرض کړو نو نکاح یې نه سره کیږي دا وریره توب او عمه توب که دنسب له امله وي او که د رضاع له امله وي په دواړو صورتونو کې د یوه سړي لپاره د داسې دوو میرمنو تر منځ نکاح کول نه دي روا .

پنځم- په ازاده ښځه برسیره مينځه په نکاح کول نه دي روا.

ځکه نو که چا مينځه او ازاده ښځه په یوه تړون کې سره یو ځای کړل نو په ازاده ښځه کې نکاح سميږي او په مينځه کې نه سميږي .

شپږم – هغه ميرمنې چې په هغوی پورې د بل چا حق تړلی وي نکاح نه ده ورسره روا.

لکه د ميړو ښي سره نکاح حرامه ده ،همداراز که یوه میرمن د بل چا په عدت کې ناسته وه هم نکاح ورسره حرامه ده تر څو یې عدت تیر شي ، عدت که دطلاق وي ،که د وفات وي ،که د نکاح فاسد وي ،او که شبهي نکاح د ټولو عدتونو همدا حکم دی .

اووم – محرمات باالشرک:

هغه میرمنې چې مجوسۍ یا بت پرستې وي نکاح نه ده ورسره روا ، همداراز له لمر پرستو ،ستوري پرستو ،اباحیه و،باطنیه و ،انځور پرستو او زنادقه و سره هم نکاح نه ده روا .البته له کتابیې میرمني سره نکاح روا ده .

اتم- محرمات باالملک:

مير منې ته دا نه ده روا چې له خپل مريي سره نکاح وکړي همداراز که کوم مريي د نوموړې میرمنې او بل چا تر منځ ګډ وي هم نکاح ور سره نه ده روا .

نهم: محرمات باالطلاق:

که یوه سړي خپلې میرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو تر څو چې له نوموړې ميرمنې سره بل چا نکاح نه وي کړي او جنسي اړيکي یې نه وي ورسره ټینګې کړي تر هغه لومړي سړي ته د دوهم ځل لپاره نه روا کيږي.
والله اعلم باالصواب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب