محمد الغزالی: د لسګونو کتابونو ليکوال

تېره ورځ  د شيخ محمد الغزالي د وفات ورځ وه، هغه توره ورځ چې اسلامي نړۍ يې د غم په ټغر کېنوه، د شيخ محمد الغزالي په څېر مجاهد داعي پکې له لاسه ورکړ.
د دې لپاره چې زموږ په ټولنه کې دا زړور داعي وپېژندل شي، دا ليکنه مې ليکلې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې علما د انبياوو وارثان دي.
خو داسې علما هم په دې نړۍ کې اوسي او د تاريخ په اوږدو کې اوسېدلي دي، چې د پيسو او حاکم لپاره يې خپله پوهه په دنيا پلورلې، د دوی په مقابل کې داسې علما هم شته چې هغوی د انبياو ريښتينې وارثان دي او په داسې عصر کې چې نوره وحيه هم نه نازليږي، دغه علما د انبياو وظيفه سرته رسوي. يو له هغو علماوو نه چې په دنيا کې د پيغمبري دندې د پرمخ بوولو لپاره د عمر تر پايه همداسې حقپاله پاتې شو، شيخ محمد الغزالي دي.

کله چې د اسلامي نړۍ حقپاله عالم شيخ محمد الغزالي وزېږېد، پلار يې په خوب کې شيخ ابو حامد الغزالي ليدلی و چې ده ته وايي چې زوی به يې وزېږي او ورته سپارښتنه کوي چې نوم يې الغزالي کېږدي، همدا وه چې پلار يې په شيخ محمد الغزالي، د ابو حامد الغزالي نوم کېښود، څو شيخ محمد الغزالي هم د ابو حامد الغزالي په څېر متصوف عالم جوړ شي. که څه هم د امام يوسف القرضاوي خبره شيخ محمد الغزالي قلبي صوفي دی، نه د طريقت صوفي، خو د پلار دا هيله يې چې لوی عالم جوړ شي، په حقيقت بدله شوه او له زوی نه يې داسې عالم جوړ شو، چې د ده په عصر کې د ده په څېر بل عالم نه و.

شيخ محمد الغزالي د ۱۹۱۷ز د نهمې مياشتې په ۲۲مه نېټه د نکلا العنب په کلي کې چې د مصر د بحيره په ولايت کې ده، په دين مينه کورنۍ کې وزېږېد. کورنۍ يې ناداره کورنۍ وه او کار او شغل يې تجارت و. پينځه وروڼه يې لرل چې محمد الغزالي يې مشر و، همدا وه چې د کورنۍ سترګې يې همده ته وې چې دی به مو له دې اقتصادي حالت نه وباسي. د شيخ الغزالي  پلار د قرآنکريم حافظ و، همدا وه چې په شيخ محمد الغرالي باندې يې په لس کلنۍ کې مکمل قرآن حفظ کړ. ابتدايي زده کړې يې په اسکندريه کې د ازهر په استازې مدرسه کې په ۱۹۳۰ز کال کې ولوستې او ثانوي زده کړې يې ۱۹۳۷ز کال کې ترسره کړې او ازهري شهادتنامه يې لاسته راوړه. خپله شيخ الغزالي د هغه وخت په اړه وايي چې قرآن به زما د يواځېتوب ملګری و، له خوب نه مخکې، په لمونځونو کې او په هرحالت کې لوسته او په منځم ډول به مې ختم کاوه.

وروسته له دېنه چې شيخ الغزالي د ثانوي دورې شهادتنامه لاسته راوړه، په ۱۹۳۷ز کال کې قاهرې ته ولاړ او د ازهر شريف د اصول الدين په پوهنځی کې يې داخله واخسته. په ازهر شريف کې شيخ الغزالي له ډېرو لويو علماو سره وکتل او له هغوی نه متاثر شو، چې د دوی له جملې نه شيخ عبدالعظيم الزرقاني، لوی امام شيخ محمود شلتوت، امام محمد ابو زهره، محمد يوسف موسی، شيخ محمد محمد المدني رحمهم الله او داسې نور ازهري علما دي.

په همدغه وخت کې شيخ الغزالي د اخوان المسلمون له مجلې سره قلمي همکاري پيل کړه او تل به يې ورته ليکنې ورکولې، همدا وه چې له شهيد حسن البنا او د اخوان المسلمون له نورو غړو سره به کېناسته او دهغوی نه به يې الهام اخېسته، د اخوان المسلمين مؤسس شهيد حسن البنا به تل ليکوالۍ او دعوتي فعاليتونو ته هڅاوه. شيخ الغزالي د امام حسن البنا سره د پېژندګلوۍ په اړه وايي: ((زه په اسکندريه کې د ثانوي زده کړې په مرحله کې وم، زه به عادتا د عبدالرحمن بن هرمز جومات ته ډېرکله تلم او هلته به مې خپل درسونه زده کول، يوه ورځ يو ځوان پاڅېد او خلکو ته يې يوه لنډه وينا وکړه، ده په خپله وينا کې دا حديث شرحه کړ (اتق الله حيثما کنت…و اتبع السيئة الحسنة تمحها.. و خالق اللناس بخلق حسن) دا حديث په قلبونو باندې ډېر اغېزمن و، دا ځوان شهيد حسن البنا و، له هماغه وخته مې ورسره اړيکه ونيوه او د اسلام په لاره کې مو ګډ خدمت کاوه تر هغې چې په ۱۹۴۹ز کال کې شهيد کړل شو.))

امام غزالي به تل د اخوان المسلمون په مجله کې ښکلې مقالې ليکلې او د اخوان المسلمون موقف به يې په ښو الفاظو خلکو ته ښکاره کاوه، کله چې شيخ الغزالي د الاخوان المسلمون و الاحزاب ليکنه کړې وه، امام حسن البنا د ده د ستاينې او هڅونې لپاره يو ليک واستاوه، امام البنا په ليک کې ليکلي و: ((ښاغلی ورور شيخ محمد الغزالي، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، د اخوان المسلمون د مجلې په وروستۍ ګڼه کې مې ستا ليکنه (الاخوان المسملون و الاحزاب) و لوسته، ډېره ښکلې ليکنه په دقيقو کلماتو سره وه، همېشه ليکنه کوه، رب دې مل شه و السلام عليکم ورحمة الله و برکاته، حسن البنا.)) دا چې شيخ الغزالي اسلامي مقالې په ادبي جامه کې ليکلې امام حسن البنا شهيد ورته د اديب الدعوة لقب ورکړ.

شيخ محمد الغزالي په ۱۹۴۱ز کال کې داصول الدين له پوهنخی نه فارغ شو او په همدغه کال کې يې په دعوت او ارشاد کې تخصص حاصل کړ او په ۱۹۴۳ز کال کې ترېنه فارغ شو.

شيخ محمد الغزالي په ازهر کې د اصول الدين په پوهنخی کې و چې واده يې وکړ او خدای نهه اولادونه وکړل پينځه لورګانې او څلور ځامن خدای تعالی ورکړل.

د تخصصي زده کړې په دوهم کال د العتبة الخضراء په جومات کې امام او خطيب وټاکل شو بيا يې د وعظ او ارشاد په مناصبو وټاکل شو‍، بيا د مصر د اوقافو په وزارت کې د جوماتونو د تفتيش دنده وروسپارل شوه، له دې وروسته په ازهر شريف کې د وعظ دنده وروسپارل شوه او همدارنګه په دغه ډول ډېرو مناصبو کې بوخت شوی دی.

شيخ محمد الغزالي د اسلام داعي و، هغه به د اسلام په دعوت کې شپه او ورځ ته نه کتل، هر چېرته چې به ممکنه وه، وعظ به يې ورکاوه. د مصر د اوقافو پخوانی وزير دکتور عبدالحليم محمود چې وروسته شيخ الازهر شو، يوه ورځ په خوب ويني چې عمرو بن العاص ورته له خپل جومات نه شکايت کوي، وايي څوک ورته نه راځي او نه يې خدمت کوي، کله چې دکتور دا خوب وليد شيخ الغزالي ته يې وويلې چې که ته ولاړ شې او هلته وينا وکړې ترڅو خلک نور دې جومات ته متوجه شي، کله چې شيخ الغزالي هغه جومات کې وينا وکړه، د لمونځ کوونکو شمېر لسګونه زره کسانو ته ورسېد.

شيخ الغزالي د اسلام د دعوت په لاره کې ډېر خدمات ترسره کړي، هغه هېڅکله هم حکومتي دندې د اسلام په دعوت نه دي ورکړي، مګر خپلې دندې يې د اسلامي دعوت لپاره پرې ايښې او د زندان د تيارو مېلمه شوی دی. کله چې امام شهيد حسن البنا په شهادت ورسول شو (۱۹۴۹ز)، شيخ محمد الغزالي حکومت د طور په زندان کې په سينا کې بندي کړی و، چې پوره يو کال بندي و او بيا چې کله شهيد سيدقطب په اعدام محکوم شو (۱۹۶۵ز) کې هم شيخ الغزالي په زندان کې و او څه کم يوکال بندي و.

شيخ  محمد الغزالي چې کله د حکومت ناوړه سياست ليده، بې له کوم ترديد نه به يې پرې انتقاد کاوه او که حکومت د هغه انتقاد او نيوکې ته کومه توجه نه کوله، له حکومتي وظيفې نه يې استعفا ورکوله، مثلا په کال ۱۹۸۱ز کې حکومت له اسراييل سره سوله وکړه، شيخ الغزالي د دغې سولې مخالف و او دا سوله يې د مسلمانانو په خير نه بلله ځکه يې له خپلې دندې نه چې د اوقافو په وزارت کې وه استعفا ورکړه.

شيخ الغزالي د مصر نه بهر هم دندې سرته رسولي، په ۱۹۵۲-۱۹۵۳ز په مکه مکرمه کې موظف و او په ۱۹۶۸ز نه تر ۱۹۷۳ز پورې يې د روژې مياشت په کويټ، قطر، مغرب او سوډان کې تېر کړي دي، د ۱۹۸۲ز او ۱۹۸۵ز ترمنڅ په قطر کې د استاذۍ دنده سرته رسولې ده. له ۱۹۸۵ز نه تر ۱۹۸۸ز په الجزاير کې پاتې شوی او د هغه ځای په اسلامي پوهنتون کې (جامعة امير عبدالقادر) چې د شيخ الغزالي په لاس تاسيس شوی و، همدلته يې مختلفې دندې سرته رسولي او په دغو پرله پسې کلونو کې يې اسلامي نړۍ ته نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي.

د دغو دندو ترڅنګ شيخ الغزالي د کتاب ليکلو کار هم ندی پرې ايښی، هغه د اسلامي فکر، دعوت، سياست، ديني مصادرو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه ډېر مهم کتابونه ليکلي چې تر ننه يې هر يو ځانګړی اهميت لري، د شيخ محمد الغزالي ليکوالۍ ته که زير شو، د هغه په ليکوالۍ کې د تجديد او د اسلام د زده کړې او تطبيق لپاره نوې طريقې وړاندې شوي او ښکاري چې شيخ الغزالي له مروجو طريقو نه چې سلګونه کاله وړاندې نه موږ ته راپاتې راضي ندی د مثال په ډول شيخ الغزالي په خپل کتاب کيف نتعامل مع القرآن کې ليکي: ((له قرآن سره د مسلمانانو حال عميقې څېړنې ته اړتيا لري، مسلمانان له لومړۍ هجري پېړۍ وروسته د قرآن حفظولو، تلاوت کولو، له تجويد سره زده کړې او د مخارجو ښه تلفظ ته توجه کړې، اسلامي امت يواځې د قرآن په لوستو بوخت دی، د تدبر اړخ ته هېڅ کومه توجه نه لري، همدا ده چې نن ورځ مسلمان قرآن يواځې د برکت لپاره لولی او داسې فکر کوي چې د قرآن لوستل او ښه ډېر لوستل يې مقصود دی نه په معانيو او مفاهيمو پوهېدل، په داسې حال کې چې الله تعالی فرمايي: کتاب انزلناه اليک مبارک ليدبروا آياته و ليتذکرو اولو الالباب، نن ورځ زه سوال کوم چې تدبر چېرته دی؟!  نن ورځ فقط موږ تلاوت کوو او معانيو کې يې هېڅ فکر نه کوو، نن ورځ د قرآن اورېدل بيا پرې ځان پوهول او له دې وروسته عمل کول نشته.)) شيخ الغزالي په دې فکر دی چې مسلمانان او د قرآن اصيل فهم سره ډېر لرې شوي، دی وايي چې د دې پرځای چې قرآن پينځه وارې ختم شي، دا بهتره ده چې يوځل يې ځان پر معنی پوه کړو.

شيخ الغزالي کتابونه او ليکنې په داسې طرز ليکلي چې لوستونکي يې لوستو ته جذبوي، کله چې څوک د ده د کوم کتاب يوه صفحه ولولي، بيا نو مجبور دی ټول کتاب ولولي، ځکه چې د غزالي صاحب د ليکلو طرز د نورو ليکوالو په څېر نه دی او نه هم زموږ د ټولنې د علماو د ليکنو طرز دی، ښايي دا علما له ځان سره ډېر اوچت مفاهيم ولري، خو داسې ليکل کوي چې لوستونکی يې په يوه صفحه لوستو ډېر خسته کيږي، مګر د شيخ الغزالي ليکنې د دوی بالعکس دی. شيخ محمد الغزالي ډېر مقالې او کتابونه ليکلي چې زه يې د څو کتابونو نومونه دلته د يادولو وړ بولم:
1.    الإسلام والأوضاع الاقتصادية
2.    الإسلام والمناهج الاشتراكية
3.    من هنا نعلم
4.    الإسلام والاستبداد السياسي
5.    عقيدة المسلم، خلق المسلم
6.    فقه السيرة، ظلام من الغرب
7.    قذائف الحق
8.    حصاد الغرور
9.    جدد حياتك
10.    الحق المر
11.    ركائز الإيمان بين العقل والقلب
12.    التعصب والتسامح بين المسيحية والإسلام
13.    مع الله
14.    جهاد الدعوة بين عجز الداخل وكيد الخارج
15.    الطريق من هنا
16.    المحاور الخمسة للقرآن الكريم
17.    الدعوة الإسلامية تستقبل قرنها الخامس عشر
18.    دستور الوحدة الثقافية للمسلمين
19.    الجانب العاطفي من الإسلام
20.    قضايا المرأة بين التقاليد الراكدة والوافدة
21.    السنة النبوية بين أهل الفقه وأهل الحديث
22.    مشكلات في طريق الحياة الإسلامية
23.    سر تأخر العرب والمسلمين
24.    كفاح دين
25.    هذا ديننا
26.    الإسلام في وجه الزحف الأحمر
27.    علل وأدوية
28.    صيحة تحذير من دعاة التنصير
29.    معركة المصحف في العالم الإسلامي
30.    هموم داعية
31.    مائة سؤال عن الإسلام
32.    خطب في شؤون الدين والحياة “خمسة أجزاء
33.    الغزو الفكري يمتد في فراغنا
34.    كيف نتعامل مع القرآن الكريم
35.    مستقبل الإسلام خارج أرضه كيف نفكر فيه
36.    نحو تفسير موضوعي لسور القرآن الكريم
37.    من كنوز السنة
38.    تأملات في الدين والحياة
39.    الإسلام المفترى عليه بين الشيوعيين والرأسماليين
40.    كيف نفهم الإسلام
41.    تراثنا الفكري في ميزان الشرع والعقل
42.    قصة حياة
43.    واقع العالم الإسلامي في مطلع القرن الخامس عشر
44.    فن الذكر والدعاء عند خاتم الأنبياء
45.    حقيقة القومية العربية وأسطورة البعث العربي
46.    دفاع عن العقيدة والشريعة ضد مطاعن المستشرقين
47.    الإسلام والطاقات المعطلة
48.    الاستعمار أحقاد وأطماع
49.    حقوق الإنسان بين تعاليم الإسلام وإعلان الأمم المتحدة
50.    نظرات في القرآن
51.    ليس من الإسلام
52.    في موكب الدعوة…

د شيخ الغزالي له کتابونو څخه ډېر کتابونه، انګليسي، اردو، فارسي، ترکي، اندونيزيايي، پښتو او داسې نورو ژبو ته هم ژباړل شوي، چې ډېری ژباړې يې شاګردانو کړي.

د شيخ محمد الغزالي په اسلامي خدماتو چې له هغو څخه د کتابونو ليکل، محاضرې ورکول، مسجدونو کې خطبې او وعظونه ورکول او داسې نورو خدماتو لپاره د ملک فيصل  د اسلامي علومو نړيواله جايزه په کال ۱۹۸۹ز کې د ورکړل شوه.

د دومره پوهې او علم سره چې شيخ الغزالي لاره، هغه د خاکسارۍ نمونه وه، کله نا کله به هغه خلکو ته ويلې: ((له قرضاوي نه پوښتنه وکړئ، هغه له مانه ډېر پوهيږي، سره له دې چې هغه زما شاګرد هم دی اوس زما استاذ دی.)) له دومره پوهې سره د هغه داسې خبره د هغه د ډېرې خاکسارۍ ښکارندوی دی.

علامه ابو الحسن علي حسني الندوي په خپل کتاب (مذکرات سائح في الشرق العربي) کې ليکي: ((زه د شيخ محمد الغزالي ليدو ته تږی وم، ماته عبدالله العقيل د غزالي صاحب په اړه ډېر څه ويلي و، د ده ستاينه يې راته کړې وه او د ځينې ليکنې يې راته ډالۍ کړې وې، له هغو ليکنو څخه چې ما ليدلې وې، (الاسلام و اوضاع الاقتصادية) ، (الاسلام و مناهج الاشتراکية)، (الاسلام المفتري عليه) او (من هنا نعلم) و، ما له داسې انسان سره وليدل چې د اخوان المسلمين ته يې روحي غذا ورکړې او دی د اخوان المسلمين له وتلو شخصيتونو څخه و.))

امام يوسف القرضاوي د شيخ الغزالي په اړه ليکي: ((نپوهېږم د شيخ الغزالي په اړه څه ووايم د داسې انسان په اړه په يوه مقاله کې ليکل داسې مثال لري لکه څوک چې بحر په يو وړوکي بوتل کې اچوي.
سره د دې چې زما او د شيخ الغزالي په منځ کې نهه کاله فرق دی ، خو زه وايم چې شيخنا الغزالي ځکه چې ما د ده شاګردي کړې ده، لومړی مې دی د ده له مقالو نه وپېژانده، بيا له دې وروسته د ده له کتابونو، لومړی مې د ده الاسلام و والاوضاع الاقتصادية کتاب ولوست بيا الاسلام و المناهج الاشتراکية او همداسې نور.

ما فکر نه کاوه چې غزالي چې په الاخوان المسلمون کې ليکنه کوي، د ازهر له علماو نه وي، يوځل مې د ده د مقالې لاندې وليدل چې ليکل شوي و؛ محمد الغزالي الواعظ، ما پوښتنه وکړه چې دی د واعظ له کورنۍ نه دی او که واعظ د ده صفت دی, چا راته وويلې چې نه، دا يې صفت او دنده ده، بيا مې پوښتنه وکړه چې دی ازهري عالم دی، راته وويل شو چې هو؛ له دې وروسته مې بيخي ورسره مينه ډېره شوه.

کله چې زه او احمد العسال زندان ته يوړل شو، هلته مو يوکس وليد چې اخوانيانو ته يې د صبر په اړه وينا کوله، دوی داسې ناست و لکه په سر چې يې کوترې ناستې وي. ما له ځېنو وروڼو نه پوښتنه وکړه؛ ويناوال څوک دی؟ هغوی راته وويل چې ازهري عالم دی او محمد الغزالي نوميږي؛ دوی ته مې وويل دا مې هغه دوست دی چې مخکې تردې چې ويې وينم دوست يې وم او دا دی اوس يې د لومړي ځل لپاره وينم.

شيخ الغزالي به زموږ امامت کاوه او د جمعې خطبې به يې راکولې، د قرآن دوه ختمه يې کول؛ يو په تراوېح لمونځ سره او بل په پينځه ګونو لمونځونو کې، غزالي صاحب به موږ ته د اسلام او سياسي استبداد په اړه محاضرې راکولې چې وروسته يې دا محاضرې په يوه کتاب کې خپرې شوې. کله چې له زندان نه ووتو، بيا د زندان د تعارف په اساس له غزالي صاحب سره اړيکه وه، موږ به يې کورته ورغوښتو، ډوډۍ به مو وخوړه او بيا به مو د ده خبرې اورېدې، ډوډۍ د خېټې د مړښت لپاره او خبرې د عقل او فکر د مړښت لپاره.))

شيخ محمد الغزالي په خپل ژوند او سياسي فعاليتونو کې ډېر داسې مواقف لري چې د ده مېړانه او د حاکمانو په وړاندې د ده جرات ښکاره کوي؛ کله چې شيخ الغزالي بېرته خپلې دندې باندې د اوقافو په وزارت کې وګومارل شو، د مصر جمهور رييس انور السادات ته يې مننليک وانه ستاوه، ده وويل چې زه خدای بېرته په دندې وګومارلم، نه سادات. همدارنګه کله چې د مصر جمهور رييس حسنې مبارک د وژل کېدو له دسيسې نه بچ شو، له شيخ الشعراوي او نورو علماو سره په غونډه کې شيخ الغزالي حسنې مبارک ته وويلې چې خدای خلکو ته روزي ورکوي نه ته.شيخ الغزالي به ويلې چې استبداد د هر مرض او هر مشکل اساس دی، هغه ويلې چې استبداد له اشغال نه هم خطرناک دی، د هغه الاسلام و الاستبداد السياسي کتاب په دغه موضوع باندې څرخيږي.

شيخ محمد الغزالي په يوه وخت کې، عالم، داعي، ښه ليکوال او اديب و. هغه د ډېرو هغو په څېر نه و چې اسلام ته يې فقط له جومات سره ارتباط ورکاوه او بس، هغه د سېکيولارېزم کلک مخالف و او اسلام يې سياسي دين باله، شيخ الغزالي به ويلې چې اسلام تيوکراسي نه مدني دولت غواړي، داسې دولت چې په شوری ولاړ وي او اساس يې اسلام وي، نيوکه مني او معصوم نه وي، هغه د ديني دولت مخالف و او اسلامي دولت يې مدني دولت باله. د سېکيولارېزم او هغه سېکيولارېزم چې د شيخ په نظر ارتداد و او دغو کسانو د مسيلمة الکذاب استازيتوب کاوه په اړه د شيخ نظر دا و چې دوی بايد ووژل شي، ځکه دوی مرتدين دي او شيخ په دې نظر و چې مرتد بايد وژل شي. کله چې مصري ليکوال فرج فوده خپل مشهور کتاب الحقيقة الغائبة وليکه، شيخ د کتاب منځپانګه د اسلامي اصولو مخالفه وبلله او دی يې مرتد وباله چې د څو ځوانانو له لورې فرج فوده ووژل شو، شيخ په محکمه کې سره د دې چې وويل چې د مرتد وژنه د اسلامي دولت حق دی، نه د افرادو، خو بيا يې هم د دغو ځوانانو په اړه چې فرج فوده يې وژلی و وويلې چې دوی خپله فريضه اداء کړه.

شيخ محمد الغزالي د ډېرو په څېر په بړستنه کې مړ نه شو، هغه لکه څرنګه چې د خدای په لاره کې وتی و او شپه او ورځ يې د اسلامي دعوت په لاره کې نه پېژندل، همدارنګه يې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې، هغه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته د اسلامي دعوت په اړه جوړ شوي پروګرام ته ورغلی و، په داسې حال کې چې شيخ په پروګرام کې د عقيدې په موضوع کې له نورو سره بحث کاوه، قلبي حمله پرې راغله او له دې فاني نړۍ سره يې د تل لپاره خدای پاماني وکړه او د خپل رب لورته په داسې حال کې ولاړ چې د هغه په لاره کې وتی و-رحمه الله- له وفاته وروسته د ده دوصيت مطابق په جنت البقيع کې خاوروته وسپارل شو. انا لله و انا اليه راجعون، رحمه الله رحمة واسعة و اسکنه فسيح جناته. آمين

اخځليکونه:
۱. الشيخ الغزالي کما عرفته..رحلة نصف القرن-ليکوال:امام يوسف القرضاوي
۲. موسوعة الاخوان المسلمون.
۳. وېکېپېډيا.
۳. اخوان آن لاين ډاټ نټ.
۴. کيف نتعامل مع القرآن-ليکوال: الشيخ محمد الغزالي.
۵. دراسات و ابحاث في فکر الشيخ محمد الغزالي-جمع و ترتيب: الباحث محمد عباس عرابي.
۶. د شيخ محمد الغزالي برېښنا پاڼه.
۷. الشيخ محمد الغزالي-ليکوال: دکتور اليماني الفخراني

 ليکوال: زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب