بریره رضی الله عنها

بریره رضی الله عنها هغه د لوړ ذهن خاونده او هوښیاره ښځه وه چې د وینځې په صفت یې د ګڼو انصارو چوپړ کړی دی.
د اسلام د مقدس دین په ظهور سره او د هغه غوره برنامو له امله چې په دې دین کې په پام کې نیول شوي وو ډیر زیات غلامان او وینځې آزادې شوې. په اسلام کې یو د پام وړ قانون د مکاتبې قانون وو چې د دې قانون له مخې به غلام یا وینځه په دې باندې ګمارل کیده چې د خپلې آزادۍ په بدل کې یوه ټاکل شوې اندازه پیسې خپل بادار ته راوړي او که یې د هغه د ورکولو توان نه درلود نو د همدې پیسو د مقدار په اندازه به یې خپل بادار ته کار کاوه تر څو د وخت په تیریدلو سره له غلامۍ څخه خلاص شي.

بریره رضی الله عنها هم چې له دې قانون څخه خبره شوه نو یې وغوښتل چې له غلامۍ څخه د خپل ځان د آزادۍ لپاره کومه لاره پیدا کړي؛ له همدې کبله خپلو بادارانو ته ورغله او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړې، اما دوی ورته وویل: مونږ د پیسو په بدل کې د مکاتبې وینځې په حیث کولای شو تا آزاده کړو اما تر هغه وخته به بیا هم زمونږ د واک او سرپرستۍ لاندې وې؛ هغه د ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها کور ته لاړه او له هغې رضی الله عنها څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

عایشې رضی الله عنها ورته وویل: په هره بیه چې کیږي زه به دې له غلامۍ څخه خلاصوم. بریرې رضی الله عنها ورته وویل: زما ستونزه تنها د پیسو نه ده بلکه دوی شرط راباندې ایښي چې تر خلاصون پورې به بیا هم زما اختیار له دوی سره وي.
عایشې رضی الله عنها د هغې ستونزه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریکه کړه تر څو آنحضرت صلی الله علیه وسلم مرسته ورسره وکړي. آنحضرت صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته هغه آزاده کړه، دوی دې شرطونه کیږدي خو ته ارزښت مه ورکوه.
وروسته یې وفرمایل: الولاء لمن اعتق و لو اشترطوا مائة مرة.
ژباړه: د غلام سرپرستي د هماغه چا حق دی چې آزادوي یې، ولو که هر څومره شرطونه هم کیښودل شي.
له دې پیښې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته پورته شو او ویې فرمایل: ما بال اقوام یشترطون شروطاً لیس فی کتاب الله، من اشترط شرطاً لیس فی کتاب الله فشرطه باطل و ان اشترط مائة مرة، فشرط الله أحق و أوثق.
ژباړه: په هغه کسانو څه شوي دي چې د الله د کتاب په خلاف شرطونه ایږدي، هر شرط چې د الله په کتاب کې نه وي نو باطل دی اګر که سل ځله هم تکرار شي، د الله شروط حق او له اطمینان څخه ډک دي.

لنډه دا چې عایشې رضی الله عنها هغه له میرمن له د اسارت له بند څخه خلاصه کړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پواسطه د مطرح شوې کلي قاعدې له مخې یې سرپرستي هم په غاړه واخیسته. په دې توګه بریره رضی الله عنها د دې لامل شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الولاء لمن اعتق کلي قاعده صادره کړي.
د بریرې رضی الله عنها خاوند مغیث هم غلام وو چې له خپلې میرمنې سره یې زښته زیاته مینه کوله او خپل زړه یې ورپورې تړلی وو. اما له بلې خوا بریرې رضی الله عنها نه تنها دا چې له هغه سره مینه نه کوله بلکه له هغه څخه یې کرکه کوله. کله چې د خپلواکۍ له نعمت څخه برخمنه او د غلامۍ له بند څخه خلاصه شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې خوښې ته پریښوده چې یا له مغیث سره خپل ژوند ته دوام ورکړي او یا یې که خوښ نه وي، ترې جدا شي.
بریرې رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې زه له مغیث سره خپل ژوند ته دوام نه شم ورکولای او که هر څومره مال هم راکړي بیا به هم له هغه سره د یوې لحظې ژوند لپاره حاضره نه شم.
له بلې خوا مغیث د لیوني په شان د بریرې رضی الله عنها پسې سرلوې منډې وهلې او په کوڅو کې به پټیدلو تر څو د خپلې میرمنې سره د اړیکو لپاره یو فرصت په لاس ورشي. هغه هڅه کوله چې له بریرې رضی الله عنها سره د خبرو له لارې هغه له ځان سره ژوند ته وهڅوي، اما هغې لا هم ضد کاوه او دې ته نه وه تیاره چې د مغیث غوښتنې ته ځواب ووایي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له بریرې رضی الله عنها سره د مغیث د ډيرې زیاتې مینې شاهد وو نو خپل تره عباس رضی الله عنه ته یې وکتل او ویې فرمایل: اې عباسه! دا د حیرانتیا وړ ده چې مغیث دې له داسې چا سره مینه وکړي چې هغه هیڅ علاقه نه ورسره لري بلکه کرکه ترې کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم بریرې رضی الله عنها ته توصیه وکړه چې له خپل خاوند سره ښه وکړي او بیرته خپل ژوند ورسره پیل کړي. اما هغې وپوښتل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! آیا ته ماته امر کوې؟
آنحضرت صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: نه زه امر نه کوم بلکه غواړم زه یوه وسیله شم تر څو ستاسو ژوند له سره پیوند ومومي.
بریرې رضی الله عنها وویل: که امر نه وي نو زه هغه ته اړه نه یم او دې ته هم نه یم تیاره چې له هغه سره خپل ژوند ته دوام ورکړم.

په دې ډول سره دوهمه مسأله هم د دې سترې ښځې په مرسته سره مطرح شو او هغه دا وه چې کله که وینځه آزاده شي، کولای شي چې خپل خاوند چې هغه هم غلام دی پریږدي او خپل ژوند ته د تیر په څير ادامه ورکړي.
بریرې رضی الله عنها د عایشې رضی الله په کور کې هستوګنه غوره کړه او له هماغه ځایه یې د عایشې رضی الله عنها سره د مسلمانانو په کارونو کې مرسته پیل کړه.
د مسلمانانو څخه چا یو څه غوښه د صدقې په ډول بریرې رضی الله عنها ته ورکړه او دې مبارکې ښځې هغه پخه کړه او دسترخوان ته یې راوړه.

عایشې رضی الله عنها د دې له امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اهل و عیال ته یې د صدقې خوړل جایز نه دي، دا غوښه ونه خوړه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله راغی او پام یې شو چې پخه شوې غوښه په دسترخوان ایښودل شوې ده او د خوراک لپاره یې څوک نشته نو یې د هغه په اړه پوښتنه وکړه او پوه شو چې دا د صدقې غوښه ده او بریرې رضی الله عنها ته راوړل شوې ده. آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا غوښه د بریرې رضی الله عنها لپاره صدقه ده اما زمونږ لپاره هدیه حسابیږي، نو یې په خپلو مبارکو لاسونو له هغې غوښې څخه واخیسته او ویې خوړه.
په حقیقت کې دا دریمه مسأله وه چې بریره رضی الله عنها یې د مطرح کیدلو وسیله شوه.
د وخت په تیریدلو سره دا ستره میرمن د مسلمانانو په نزد د ډير لوړ مقام او منزلت څخه برخمنه شوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې د زیات وخت د تیرولو له کبله د لویانو او د مسلمانانو د ډیرې پاملرنې څخه برخمنه وه، په مجلسونو کې به یې له هغې سره بحث کاوه او مسایل به یې ترې پوښتل.

هغې په خپله ځيرکۍ او ذکاوت سره درک کړې وه چې عبد الملک بن مروان به په راتلونکي کې د اسلامي حکومت مشر شي، نو یې هغه ته د نصیحت او پند لاره لټوله، په همدې ډول یې یوه ورځ فرصت وموند او عبدالملک ته یې وویل: په تا کې د حکومت د لاس ته راوړلو لپاره وړ ځانګړتیاوې وینم، اما پام چې که داسې وشول نو د چا وینه به په ناحقه سره نه تویوې ځکه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: ان الرجل لیدفع عن باب الجنة بعد ان ینظر الیه بملء محجمه من دم یریقه من مسلم بغیر حق
ژباړه: څوک چې د زرې په اندازه هم د یوه مسلمان وینه په ناحقه سره تویه کړي د الله جل جلاله له جنت څخه به محروم شي.

بریرې رضی الله عنها په دې ډول سره عبدالملک بن مروان ته نصیحت وکړ تر څو د چا وینه په ناحقه سره تویه نه کړي؛ هغې د دین او د خلکو په وړاندې د مسؤلیت احساس درلود او له همدې امله به یې په نیکیو امر او له بدیو منع خپله دنده شمیرله.
الله دې له دې مبارکې میرمنې خوښ شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب