حمنه رضی الله عنها

حمنه رضی الله عنها د جحش لور د یوې داسې کورنۍ غړې وه چې په اسلام کې ډیره مخکې وه. امیه د عبد المطلب لور یې مور وه، حمزه بن عبد المطلب یې ماما، عبد الله بن جحش یې ورور، ام المؤمنین زینب بنت جحش یې خور او مصعب بن عمیر رضی الله عنه یې خاوند وو.

هغې رضی الله عنها د اسلام د لښکرو سره د احد په جګړه کې برخه واخیسته او د نورو ښځو سره چې په دې جګړه کې یې برخه درلوده د زخمیانو په معالجه باندې بوخته وه او تږو مجاهدینو ته به یې اوبه ورکولې.
په دې جګړه کې ښځې د زخمیانو د شمیر د ډیروالي له امله له سختو ستونزو سره مخ شوې، حمنه رضی الله عنها د همدې ډلې ښځو څخه وه چې په خپل نوبت یې ډیرې ستونزې او سختۍ وزغملې.
کله چې د جګړې له ډګره ګردونه او دوړې لرې شوې، ښکاره شول چې ډیرو زیاتو مسلمانانو ته تکلیفونه رسیدلي دي او د صحابه کرامو له نومیالیو څخه تر اویا پورې په شهادت رسیدلي دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې باندې پوهیدلو چې دا ښځې له ډیر لوړ عزم څخه برخمنې دي او د مجاهدینو د شهادت د خبر په اوریدلو به د صبر لمن ونیسي.

هغه صلی الله علیه وسلم په حمنه پسې لاړ  او ورته یې وویل: اې حمنې! عبد الله ورور دې شهید شوی دی؛ حمنې په پوره متانت او بردبارۍ سره وویل: انا لله و انا الیه راجعون، الله دې رحم پرې وکړي او ګناهونه یې دې وبخښي، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ورته وویل: اې حمنې! حمزه بن عبدالمطلب هم په شهادت رسیدلی دی.
حمنې رضی الله عنها دا ځل هم هماغه لومړني الفاظ په ډيره میړانه سره تکرار کړل.
وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته په خطاب کې وویل: اې حمنې خاوند دې مصعب بن عمیر هم شهید شوی دی.
حمنې رضی الله عنها د دې خبرې په اوریدلو سره چیغه وکړه او ویې ویل: د دې جګړې په حال افسوس دی (هغې له دې جګړې څخه شکایت کولو).
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د حمنې عکس العمل ولید نو یې وویل: په ریښتیا هم چې هغه یې د میرمنې په وړاندې له هغه مقام څخه برخمن دی چې بل هیڅ شی یې هم ځای ته نه شي رسیدلای.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حمنې د دې عکس العمل په اړه پوښتنه وکړه او ویې پوښتل: د خاوند د مرګ د خبر د اوریدو څخه ولې دومره وویریدې او وارخطا شوې؟ په داسې حال کې چې د حمزه او د ورور د شهادت په خبر سره دې په پوره متانت سره د صبر لاره ونیوله.
هغې وویل: اې د الله رسوله! د خپلو اولادونو یتیم کیدلو مې وویرولم او د دې لامل شو چې زه داسې یو عکس العمل له ځانه وښیم.

د مصعب بن عمیر رضی الله عنه چې د قرآن له معلمانو څخه وو له شهادت وروسته، طلحه بن عبید الله رضی الله عنه چې د عشره مبشره څخه وو له حمنې رضی الله عنها سره واده وکړ.
حمنه رضی الله عنها تر څو چې ژوندۍ وه تل یې د اسلام په غزواتو کې برخه اخیسته؛ چې له هغه څخه یې مشهوره د اسلام د سرسختو دښمنانو (یهودو) په وړاندې د خیبر غزا وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې یو ځای برخه پکې واخیسته.
الله دې د قربانۍ له دې بیلګې خوښ شي.

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب