د غربپاله «اسلامي» مفکرينو په اړه

زه یو مهالې له هغو اسلامي مفکرينو، چې ديموکراسي اسلامايز کوي او عموما غربي مفاهيمو سره ټکر نه غواړي، متاثر وم. خو اوس قانع شوی یم چې دا خلک اسلامي روح نه شي تمثيلولولای، دوی يو هدف لري، هغه دا چې اسلام صیقل کړي او له غربي ارزښتونو سره يې يو شان ښکاره کړي. دوی د دې له پاره دلایل تراشي.

د شوروي اتحاد د پياوړتيا پر مهال به ځينو اسلامي مفکرينو دې ته دلایل تراشل چې اسلام له سوشيلېزم او بیا له کمونېزم سره چې دين رټي، يو شان ښکاره کړي او ووايي چې اسلام هم اقتصادي سوشيلېزم غواړي. زما يو ملګری له مارکس نه ډېر متاثر و، ما ته به يې ويلې، چې که علما هوښيار وي، اسلام دې له سوشيلېزم سره په ټکر کې نه تفسيروي!
په دې وروستيو کې چې مې په پوهنتون کې د قانون فلسفه (جيورېسپروډنس) وويلې او لږ لږ مې غربي سېستم تعقیب کړ، دې پايلې ته رسېدلی یم چې ديموکراسي، لبرلېزم، نشنلېزم، کپېټلېزم، پوسټ موډرنېزم، پازېټېوېزم او بیا دقیقا يوټېلېټېرينېزم… دا ټول د يو پراخ ټولنيز بدلون د شرحې له پاره جوړ شوي مفاهيم دي، چې موږ نه ورسره جوړېدای شو او نه ورته اړتيا لرو. غربيان پر دين باندې راپورته شول او دين يې يو طرف ته کړ، بالآخره له يوې خلا سره مخ شول، چې اوس يې په پورته ذکر شويو نظريو پوره کوي.
زموږ اسلامي مفکرين بايد د دې هڅه ونه کړي. اسلامي يو الهي دين دی، يو کامل دين او داسې دين چې د انسان د فطرت مطابق لارښوونې لري. ضرورت نه شته چې موږ يې پرون د دې له پاره چې شوروي زه زور کې وه، له شوروي سره موافق تفسير کړو او نن د غرب د حاکميت له پاره. سبا ښايي ځينې کسان د چينايي غلبې پر مهال اسلام بېرته له سوشيلېزم سره ورته ښکاره کړي او ووايي چې د چين حکومتي سېستم اسلامي دی!

ما چې د محمد محق ليکنې ولوستې، له مصري «منځلارو» اسلامي مفکرينو يو قدم وړاندې شوی دی. دی له محمد ارکون او ځينې نورو خطرناکو خلکو متاثر دی، چې دينداري خو يې هېڅ نه وه، مګر له قرآنه هم منکر و او پر قرآن يې هم نيوکه کوله…

دوی د اسلام له غمه نه دي مړه. نه د مسلمانانو فکر ورسره شته. نن په نړۍ کې د اسلامي بنسټپالنې او پراخو جګړه جرړه امريکا وضعه کړې. همدا چې اسلامي بنسټپالنه بلل کېږي، د سړې جګړې پر مهال دوی تمويلول او زمينه يې ورته برابروله. ننني داعش ته چا زمينه برابره کړه؟ اوس خو په افغانستان کې په خپلو سترګو وينو چې دوی د داعش د رامنځ ته کولو له پاره پراخ کمپاين شروع کړی. په افغانستان کې د جګړې، اداري فساد او عموما ټولې ګډوډۍ لاملين همدوی دي. په عراق او افغانستان کې دوی کيمياوي وسلې استعمال کړې دي. ماشومان، ښځې، بوډاګان او ټول غیر محاربين يې قصدا وژلي. په زندانو کې د غير اخلاقي کړنو او غير نساني تعذيب راپور خو يې خپله خپور کړ، ګوانتانامو غير قانوني زندان لا هم نه دی بند؛ عموما د نړيوال قانون او نړيوال بشري قانون اصول يې تر پښو لاندې کړي دي.. خو دغو مفکرينو ته امريکا لا هم د تمدن نمونه ښکاري او وايي چې امريکا بايد اسلامي نړۍ کې ديموکراسي خپره کړي!

ما چې د محمد محق ليکنې ولوستې، پر ټولو اسلامي حرکتونو نيوکه کوي. د دوی ټول ښه افکار يوې خوا ته ږدي او اسلام ته په خدمتونو يې سترګې پټوي او دې ته ګوري چې چېرته يې د ضعف ټکی ومومي او نيوکه پرې وکړي! د ده ټولې نيوکې پر اسلامي حرکتونو دي او د ترورېزم او وحشت اساس چې امريکا بلل کېږي، هغه ته لا هم لاس نه وروړي او په اوچته سترګه ورته ګوري.

داسې خلک په اسلامي نړۍ کې ځای نه لري. يو څه موده به د رنګين دادفر سپنتا پروژې وچلوي او يو څو اسلام دوښمنه به خوښ کړي، چې پروژې ختمې شوې، بیا يې څوک پېژني هم نه. ان شا الله.
——————-

زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب