لږ خوب کول يا بيخوبي

لږ خوب کول يا بيخوبي ستاسو پر روغتيا باندي څه اثرات لري ؟ ډير خلک په دې اند دي چي خوب کول د وخت ضايع کول دي چي په حقيقت  کي داسي نده ، پدي ورستيو کلونو کي د خوب کولو په هکله باندي ډيري څيړني سوي دي اوخوب کول يي د ارزښت لوړ مقام ته رسولي دي چي ددې څيړنو لنډ معلومات په لاندي ډول دي.

١-  لږ خوب  کول او بيخوبي حافظه کمزورې کوي:
طبي څيړنو او تحقيقاتو ښودلي ده چي د خوب په وخت کي د حافظي مربوطه  عصابو ارتباط يو د بل سره ډير قوي او پياوړي کيږي او هغه معلومات چي موږ د  ورځي په جيريان کي زده کړي وي  په لنډ مهاله حافظه کي قرار لري د خوب په حالت کي دا معلومات په دماغ کي په  ښه ډول ځاي پر ځاي کيږي ترڅو د ښه پروسيس لپاره اماده سي.

خوب مختلفي مرحلي لري چي په حافطه کي د معلوماتو د ځاي پر ځاي کولو لپاره خاص ارزښتونه لري ،
کوم وخت چي تاسو ته خوب درځي نو ستاسو څخه ډير شيان هيريږي او پدې ډول ستاسو حافظه خرابيږي.
خوب نه کول (بيخوبي) ستاسو د فکر کولو توان کمزوري کوي سائينس پوهانو څيړلي ده چي بيخوبي يا لږ خوب کول د فکر کولو ، تصميم نيولو ، قضاوت کولو او يو شي ته د توجه کولو توان (Focus) ضعيف کوي ، او د پيچلو مسائلو په هکله چي ښه فکر کولو ته اړتيا وي فکري توان ته ضرر رسوي په صورت کي انسان ډير ژر د فکر په خرابي اخته کيږي.

٢-  لږ خوب کول او بيخوبي ستاسو د زده کړې وړتيا ته سخت ضرر رسوي :
کم خوب کول ستاسو د زده کړي توان په دوو لارو باندي متضرر کولاي سي اول دا چي ستاسو هغه وړتيا خرابوي چي د يو شي په هکله ښه توجه کوئ  او معلومات په هغه ډول تر لاسه کړي څرنگه چي لازمه وي  بل دا چي حافظه د ښي زده کړي لپاره ډيره مهمه ده په حافظه باندي منفي تاثير اچوي او ځواک يي کمزوري  کوي يعني کوم معلومات چي په حافظه کي وي ژر له ياد څخه وزي .

٣-  په روحي او رواني روغتيا باندي د خوب اثر:
کم خوب يا بيخوبي په روحي او رواني روغتيا باندي منفي اثر اچولاي سي ، لږ خوب کول  قهر ، وېره او تخريش زياتوي او د روحي فشار (stress) په مقابل کي ستاسو مقاومت کموي ، روحي فشار د نورو عصبي ناروغيو اور ته لمن وهي  يا په بل عبارت دوامداره بيخوبي يا هم  لږ خوب کول تاسو د ژور خفگان د ناروغۍ (Depression) د خطر سره مخامخ کوي.
په 2005  ميلادي کال کي څيړنکو  په شمالي ټکساس پوهنتون کي دا په ډاگه کړه کوم خلک چي په بيخوبي اخته وي د هغو خلکو په نسبت چي ښه خوب کوي 10  ځله زيات د ژور خفگان په ناروغۍ (Depression) او 17  ځله زيات د ويرې او قهر په ناروغۍ اخته کيږي.

او يو بلي څيړني چي په جاپان کي چي د 1999 ميلادي کال نه بيا تر 2006 ميلادي پوري په 21693 نارينو باندي سرته رسيدلي ده وايي چي کم خوب کوونکي خلک ډير د چاغيدو په خطر کي دي او  کوم خلک چي تر کافي اندازي لږ خوب کوي د شکري د ناروغي د را منڅته کيدو امکان پکښي ډير وي.
ماخذ: WebMD website/sleep
لږ خوب کول يا بيخوبي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب