هغه مېوې چې له کم خوني مو ژغوري

نامناسبه تغذیه، د بډوډو او ینې ناروغۍ هغه عوامل دي چې د وینې له کمښت سره مو مخ کوي. د درملو تر څنګ چې روغتیا پالان یې د وینې کمښت لرونکو ته توسیه کوي، ځینې مېوې هم شته چې په دې برخه ګټورې تمامېږي. که څه هم چې مېوې نه شي کولی په کلي ډول د وینې د کمښت ستونزه حل کړي، خو بیا هم په مېوه کې شته اوسپنه په بدن کې جذب کېدای شي.

روغتیا پالان وایي، ځیني هغه خواړه چې به خپل ترکیب کې اوسپنه لري، که له لیمو سره وخوړل شي د بدن د اړتیا وړ اوسپنه پوره کولی شي.

لیمو او مالټه: لیمو او مالټه له ويټامین سي څخه مالامال مېوه ده او د روغتیا لپاره ګټوره مېوه بلل کېږي. کولی شئ په سهارنۍ کې هم د مالټې له جوسو څخه ګټه واخلئ، دغه راز په سلاد کې د لیمو په کارولو سره به مو د بدن د وینې له کمښت څخه مخنیوی کړی وي.

الو: الو د مېوو له ډلې هغه مېوه ده چې ګڼې روغتیایي ګټې لري. دغه خوندوره مېوه هضم اسانه کوي، قبضیت او التهاب له منځه وړي، دردونه اراموي او په ټوله کې د اوسپنې سرچینه بلل کېږي چې دغه څه بیا د کم خونۍ مخه نیسي. د الو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې کولی شئ هم یې تازه وخورئ او هم دغه مېوه وچه کړئ او د اړتیا پر وخت ترې ګټه پورته کړئ.

مڼه او ناک: مڼه خوندوره او مغذي مېوه ده، کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي چې په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل مو له ګڼو ناروغیو ژغوري. دغه راز ناک هم د هغو مېوو په ډله کې راځي چې د مڼې په شان د بدن اوسپنه پوره کوي. د دې لپاره چې له دې دواړو مېوو څخه په سم ډول ګټه پورته کړې وي، ښه ده چې د دواړو مېوو ترکیب جوړ شي او بیا نوش جان شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب