د ویښتانو د تویېدو او بیا رازرغونیدو لپاره ۳ نوې او کورنۍ طریقې !

ویښتان د لوی خدای ج یوه عظیمه تحفه ده چې د انسان په ښایست کې مهم رول لري، ډېر کله مو چې ويښته ووځي او یا مو ويښته وتلي وي، نو ورته خفه کیږو او همدغه له منځه تللي ويښته هم د انسان په څېره کې یو تاثیر پرې باسي.

هر څوک غواړي چې ښایسته تور او ګڼ ويښته دې ولري، خو د ځينو یې دا ارمان پوره وي او ځينې نور ترې بې برخې وي.

موږ تاسې ته دلته درې طریقې ښییو چې که مو ويښته تویيږې او یا مخکې خراب شوي وي، نو ان شاء الله بېرته به را زرغون شي:

لومړۍ طریقه

پنځه دانې پياز قلې قلې کړئ او بیا همدغه پياز په یوه لیټر اوبه کې جوش کړئ، بیا همدغه جوش شوي پیاز له اوبو جلا کړئ او درې قاشوغې د زیتونو له تېلو (غوړیو) سره یې ګډ کړئ او بیا په هماغه اوبو باندې د لسو دقيقو لپاره خپلو ويښتانو ته مساژ ورکړئ، بیا یې د دېرشو دقیقو وروسته ومینځئ او دغه چاره مسلسل یوه میاشت تکرار کړئ، نو تمه ده چې تويې شوي ويښتان به مو بېرته ژر رازرغون شي.

دویېمه طریقه

دا یوه بله طریقه ده چې کولی شو دا ډول ماسک جوړ او بیا استعمال کړو تر څو ويښته مو روغ پاتې شي.

په دغه ماسک کې لاندې مواد کاریږي:

1) یو دانه هګۍ خو ژیړ یې.

2) د ماستو خوړلو د قاشوغو په اندازه چای خو چای باید جوش شوی وي

لومړی د هګۍ ژېړ را اخلو بیا چای ورباندې اضافه کوو بیا یې ښه سره ګډوو یا حل کوو.

له دغه چارې وروسته ماسک جوړ شو او دغه مواد د پنځه یا لس دقیقو لپاره په خپل سر مښو یا مساژ ورکوو، خو باید پام مو وي چې سر مو باید تر دې وړاندې پاک پرېمنځلی وي.

دغه مواد پر خپل سر ومښئ بیا له خپل سر څخه یو پلاسټيک تاؤ کړئ او د پنځه یا لس دقیقو لپاره یې پرېږدئ او بیا مو سر پاک پرېمنځئ، دغه چاره په اونۍ کې دوه یا درې ځلې تکرار کړئ.

ان شاء الله چې نتیجه به یې مثبته وي او خپل توی شوې ويښتان به بېرته تر لاسه کړئ.

دریمه طریقه

یو بله طریقه هم شته چې مونږ کولی شو ځانته په اسانه طریقه مواد جوړ کړو، استعمال یې کړو او خپل ښایست د ویښتانو په زیاتولو لا زیات کړو.

په دغه طریقه کې د اړتیا وړ مواد:

1) یو دانه پیاز

2) دوه قاشوغې شات یا شهد (عسل) د مستو د قاشوغې په اندازه

شات د بکتریاو ضد خاصیب لري، لومړی پياز پاک کړئ او ښه یې پریمنځئ، وروسته یې بیا قلې قلې کړئ او له شاتو سره یې په برښنایي مکسر کې واچوئ او ښه یې ګډ کړئ.

وګورئ! که مو ماسک یا برابر شوي مواد ډېر ټینګ ول، نو لږې اوبه ور اضافه کړئ، بیا يې پر خپل سر ومښئ او پنځلس دقیقو لپاره یې پر خپل سر پریږدئ، او وروسته مو بیا ويښتان په تړمو اوبه پرېمنځئ.دغه طریقه په اونۍ کې دوه یا درې ځلې تکرار کړئ، د مثال په ډول د شنبې، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې یعنې یو ورځ وقفه که ورکړل شي، نو ښه خبره ده.

لیکنه : حنیف

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب