له ولي پرته د یوې ښځې د واده حکم؟

که چیری یوه مُطلّقه(طلاقه شوې مېرمن) وغواړي چې خپله نکاح پخپله وتړي او د خپل نوي کور او ګډ ژوند لپاره یو څوک د خاوند په توګه غوره کړي ــ په داسې حال کې چې هیڅ ولي ېې هم په خپل دې کار سره نه وي خبر کړی او د ځینو جدي ملاحظاتو په پام کې نیولو سره د ښځې کورنۍ دا ډول واده په بشپړه توګه سره رد کړی هم وي؛ نو داسې واده به څه حکم ولري؟
مخکې له دې چې دې پوښتنې ته ځواب ورکړو، ښه به وي چې لومړی ولي وپېژنو!

مونږ په خپلو تېرو لیکنو کې دا څرګنده کړه چې: ولي د ښځې پلار ته ویل کیږي، که چېرته ېې پلار نه وي؛ نو بیا (ولي ېې) نیکه دی، (که دا هم نه وي) بیا ولي د دې ښځې زوی کېدلی شي، بیا په همدې ترتیب سره ېې شقیق (سکنی) ورور دی ، بیا ېې د پلار له طرفه ورور( ناسکه ورور) کولی شي (تر څو بل چا ته ېې په نکاح ورکړي) بیا ېې اولادونه کولی شي او په همدې ترتیب سره څومره چې دا لړۍ ښکته روانه وي، (که چېرته دا هم نه وي) بیا ېې ترونه او د ترونو ځامن دي.

اوس که چیری صورت حال داسی وي چې د دې پورته کسانو څخه یو هم شتون ونلري (او یا شتون ولري، خو په شرعي لحاظ) ددې انجلۍ ولایت(د واک) اهلیت ونلري، مثلا: مسلمانان نه وي؛ نو بیا په دې حالت کې د حل لارده داده: چې یو مسلمان قاضي ته به ورځي او دا ښځه به بل چا ته په نکاح کې ورکوي…) (1).

خو که چیری حالت داسی وي چې له ولي پرته ښځه وغواړي چې واده وکړي؛ نو په په دې اړه د فقهاءو دوه نظرونه شتون لري چې په لاندی څو کرښو کې به په مناسب لنډیز سره د د واړو نظریات له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو:

لومړی نظر: د امام أبوحنیفه (رحمه الله) په نزد:

your ads

که چیری له ولي پرته یوه ښځه وغواړي چې پخپله خپل ځان واده کړي؛ نو که چیری دا مېرمن د رشد مرحلې ته رسېدلی وي، یعنې هم عاقله او ځېرکه وي او وکولی شي چې پخپلو چارو کې د ښې واکدارۍ توان ولري؛ نو په دې صورت کې ېې دا واده هیڅ کوم مشکل نه لري او صحیح ګڼل کیږي.

دویم نظر: د جمهورو علماو په نزد: د ولي پرته د ښځې واده کول باطل دی او صحیح نه ګڼل کیږي.

د جمهورو علماؤ له نظره د واده د بنسټیزو شرطونو څخه یو هم د انجلۍ د ولي ګډون کول دي چې له هغه پرته واده ېې باطل ګڼل کیږي، البته دا برابره خبره ده چې که چیری دا مېرمن که پېغله وي او یا هم طلاقه شوي وي. اکثره علماء په واده کې د ښځې لپاره د هغې د ولي اجازه او مشارکت شرط ګڼي، لکه ابن قدامة (رحمه الله) په دې اړه وايي چې: ((… النكاحُ لا يَصِحُّ إِلا بِولي، وَ لَا تَـمْلِكُ الْمَرأَةُ تَزْوِيْجَ نَفْسها ولا غيرها، وَلا تَوْكِيْلَ غير وليها في تزويجها، فإنْ فعلتْ، لَمْ يَصِحِّ النِّكَاحَ)).

له ولي پرته نکاح کول هیڅ کله هم صحت نه لري او یوه مېرمن پخپله دخپل ځان د ودولو او یا دبلې مېرمنې د ودولو صلاحیت او د واکدارۍ حق نلري. همداراز د دې حق هم نلري تر څو له ولي پرته بل څوک د وکیل په توګه سره وګماري تر څو واده وکړي، که چیری ېې همداسې وکړل؛ نو نکاح ېې درسته نه ګڼل کیږي.

پورته مو چې د کوم قول یادونه وکړه، دا یواځې د ابن قدامة (رحمه الله) وینا نه وه، بلکه دا د أمیر المؤمنین حضرت عمر، عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس، حضرت عبدالرحمن بن صخر الدوسي الیمني (أبوهریرة)، أم المؤمنین حضرت عائشه (رضوانُ الله علیهم أجمعین) ټول په همدې نظر دي.

له یادو شخصیتونو پرته سعید بن المُسَیّبْ ، حضرت حسن ، عمربن عبدالعزیز، جابر بن زید، حضرت ثوري، ابن أبی لیلی، ابن شبرمه، او دامام شافعي( رضوان الله علیهم أجمعین) هم ورته نظر لري او زیاتوي چې: که چیری یوه مېرمن د واده کولو اراده ولري؛ نو ددې کار لپاره دې د خپل ولي څخه اجازه واخلي.

(یو لړ علماء په دې اړه دا هم وايي چې: که چېری د ولي پرته یوه مېرمن نکاح وکړي؛ نو په دې صورت کې اولاد د پلار حق کیږي (نه د مور) او دوي باید له سره د خپلې نکاح عقد تجدید(تازه) کړي ترڅو په دې کار سره د نکاح شرطونه او ارکان بشپړ شي او باید په دې نکاح کې د انجلۍ ولي هم حضور او ګډون ولري او څو تنه د شاهدانو په توګه سره هم باید پکې اشتراک وکړي). (2)
په پای کې د امام أبوحنیف( رحمه الله) د دې خبری یو ځل بیا یادونه کوو چې فرمايي:

که چیری یو څوک د ولي له مشارکت او ګډون پرته واده وکړي او یا چېرته یو مسلمان واکمن د دې واده په صحت باندی پرېکړه وکړي؛ نوپه دې صورت کې د دوي دا ډول واده درست ګڼل کیږي.

پورته مسئله مو وروسته له هغې چې د المُلتقی الفقهي د علمي وېب سایټ د ګرانو مینه والو څخه یوې خور په دې اړه خپله پوښتنه له مونږ سره شریکه کړی وه، ځواب او له تاسو درنو مینه والو سره شریکه کړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) او (2): مترجم.

لیکنه: استاد فضل الله ممتاز د شرعي علومو متخصص

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب