دماشومتوب واده او بې شیدو رضاعت؟

پوښتنه :

۱-ایا د تره زوی او د تره لور نکاح په داسي وخت کي روا ده چي دوی دواړو ته په ماشومتوب کي انا (د دواړو د پلرنو مور) د ارامولو له پاره تی ورکړی وي په داسي حال کي چي په تیونو کي شيدې نه وي (دا کار د ماشومانو د ارامېدو په خاطر ددوی د غولولو له پاره شوی دی)؟

۲-ایا دوه ماشومان د مور او پلار له خوا د واده کولو له پاره یو دبل په نوم کېدلای شي اود ماشومانو عمر مطرح  دی که نه؟

که پوره وضاحت راکړی زموږ د هدایت وسیله به وګر ځېږی انشألله
په درنښت!!!

ځواب:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله

د رضاعت لپاره دشیدو خوړل شرط دی او اکثره علماء پنځه ځله شیدې خوړل درضاعت لپاره شرط ګڼي، په هر صورت لکه څنګه چې تاسې لیکلی چې ستاسې د نیا (انا) په تیونو کې شیدې نه وی او یوازې دآرامولو لپاره یې سینه ورکړې، په دې سره رضاعت نه ثابتیږي او دا دواړه سره ورور او خور نه دي او نکاح یې صحیح او جایز ده.

دویم : د ماشوم توب په حالت کې نکاح د اکثره علماوو په نزد صحیح نه ده اوهغوی په دې او نورو احادیثو او آیاتونو استدلال کوي چې :
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم- قال: “لا تنكح الأيم حتى تستأمر ولا تنكح البكر حتى تستأذن، قالوا يا رسول الله: وكيف إذنها؟ قال: أن تسكت” متفق عليه

له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : کونډه او یا طلاق شوی ښځه تر هغو په نکاح نه شی ورکول کیدای ترڅو چې امر ونه کړي (خپله ونه غواړي) او پیغلې نه به اجازه او رایه اخیستل کیږي ، صحابه وو وویل یارسول الله : او دهغې اجازه څنګه ده ؟ (یعنې پیغله خو شرمیږي) نو رسول الله وویل : دپیغلې چوپتیا (خاموشي) دهغې اجازه ده. داحدیث بخاري او مسلم روایت کړی

نو علما ووايي چې اول بکر په معنی دپیغلې ده او بیا ماشومه چې دعقل اورشد وخت ته نه وي رسیدلې هغه په واده څه پوهیږي او اجازه به څنګه ورکوي؟.

نو دماشومتوب نکاح صحیح نه ده ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې خو یوازې یوه وعده او لفظ وي او نکاح هم نه وي نو دا صحیح نه ده.

والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب