د حیض په حالت کې جماع؟

پوښتنه: که چیرته یو کس د واده په اوله ورځ د ښځې سره جماع وکړي او د ښځې حیض وي. د سړی لپاره څه حکم دی

ځواب

قدرمنه وروره! السلام علیکم و رحمه الله و برکاته!
روغتيا او خوشحالي دې غواړم.

دا چې يو سړى د خپلې ښځې سره په داسې حالت کې جماع کوي چې ښځه يې د حيض په حالت کې وي درست کار نه دى او الله تعالى په قرآن کريم په ډېر تاکيد سره دغه کار منع کړى دى، فرمايي: ” وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ” د بقرې سورت ٢٢٢آيت.
ژباړه: اى پيغمبره! صلى الله عليه وسلم ستا څخه د حيض په اړه پوښتنه کوي، وروته ووايه چې دا ضرر او پلتي ده نو د حيض په حالت کې له ښځو څخه ليرې شئ او تر هغه وخته پورې مه ورنږدې کېږئ تر څو چې له حيض څخه پاکې شوې نه وي او کله چې له حيض څخه پاکې شوې نو بيا په هر قسم ورته راتګ وکړي لکه څرنګه چې الله تعالى تاسې ته امر کړ‌ى دى، په تحقيق سره الله تعالى توبه کوونکي او پاک کوونکي خلک خوښوي.
نو معلومه شوه چې دا کار د اسلام له نظره يو ناروا عمل دى.

نو که د چا څخه دغه کار سرته ورسېد، الله تعالى ته دې رجوع وکړي او توبه دې وباسي او په دنيايې لحاظ ورباندې کومه کفاره نشته، مګر ځينې علماؤ ويلي دي چې يو اندازه صدقه دې وکړي، يعنې څه پيسې دې د خپل وس او طاقت په اندازه په غريبانو او مسکينانو باندې تقسيم کړي.
و الله اعلم

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب