موږ ولې محمد ﷺ ته سرور کائنات وایو؟

 

وروڼو! موږ مسلمانان حضرت محمد ﷺ ته سرور کائنات او سرورعالم وایو چې د سرور کائنات او سرورعالم ترجمه د ټولې دنیا قائد، رهبر او لارښوونکی دی.

کوم چاته چې دغه لقب ورکړل شوی دی، د هغه کارنامې واقعا هم داسي دي چي د هغه لپاره دغه لقب پر ځای او حقیقت دی، راځو دې ته چې د دغه لقب  د ورکولو لپاره علماء کرامو څلور شرطونه وضع کړې دي چې موږ ورڅخه یادونه کوو:

۱ـ دې قائد به د کوم خاص قوم، خاص نسل یا کومې ځانګړې طبقې د آرامي او سکون لپاره کارنه وي کړی،  بلکې د تمامې دنیا د انسانانو د خوشبختۍ او آرامۍ لپاره به یې زحمت ایستلی وي.

۲ـ چې هغه لیډر او مشر به داسې اصول او قوانین منځ ته راوړي وي چي د ټولې دنیا د انسانانو رهنمایي او رهبري کوي او په هغه کې به د انساني ژوند د ټولو مهمو مسئلو حل موجود وي.

۳­ـ چې د هغه لارښوونې به د یو خاص وخت او خاصې زمانې لپاره نه وي بلکې په هر عصر او هر زمانه کې به یو قسم فایده مني او ګټورې وي او په هر وخت کې به صحي د متابعت او پیروي وړ او لايقي وي.

۴ـ چې دغه قائد به یوازې د اصولو او قوانینو پر وړاندې کولو اکتفاء نه وي کړې، بلکې هغه وړاندې کړي، قوانین به یې د خلکو په ژوند کې عملا جاري کړي هم وي او د خپلو قوانینو پر اساس به یې یو کامیابه پر توحید ولاړه جامعه او ټولنه رامنځته کړې وي.

اوس نو راشئ چې موږ او تاسو وګورو چې دغه څلور شروطه په هغه ذات کې تر کومه حده موجود وه او موجود دي چې موږ وهغه ته سرور کائنات وایو‎.

اوس هغه اولني شرط ته په کتو سره به موږ او تاسو ته معلومه شي چې د رسول الله ﷺ ژوند د یو محب وطن او قوم پرست ژوند نه وو، بلکې د یو انسان دوست او خیرخواه او د یو نړیوال قانون ایښوونکي انسان ژوند دی، چې د تمام عالم لپاره د رحمت په حیث رالېږل شوی. او هلې ځلې یې هم د ټولو انسانانو لپاره دي.

دویم شرط ته په پام سره رسول الله ﷺ چې کوم احکامات او قوانین د الله ﷻ له طرفه انساني جامعې ته راوړي په هغو کې د انسانانو د ټولو ستونزو او مشکلاتو حل شته،  که چېرې موږ د اسلام تر راتګ مخکې د نړۍ بالخصوص د عربي جزیرې په اړه معلومات ولرو نوموږ ته به داواضحه شي چې رسول الله ﷺ څومره تغیر او بدلون پکې را ووست.

دریم شرط ته په کتو سره رسول الله ﷺ ارشادات او لارښوونې تر یو خاص وخت او زمان پورې نه دي تړلي بلکې په هر وخت او زمان او مکان کې د تطبیق او عملي کېدو وړ دي،  دا دی موږ اوتاسو ګورو چې د رسول الله ﷺ د رحلت څوارلس پېړۍ کېږي لا هم په همغه شان د رسول الله ﷺ په لارښوونو عمل کېږي، تر دې چې دا لړۍ به تر یوم المعاده پورې دوام لري.

او څلورم شرط په پام سره  سرور عالم چې کوم قوانین او احکامات د الله ﷻ له جانبه راوړي، هغه یې د انسانانو په ژوند کې عملا جاري کړي هم وو، ښه مثال یې عربي جزیره ده چې رسول الله ﷺ په خپل درویشت کلن ژوند کې د اسلام په نُور سره روښانه کړه او هغه د شرک ظلم او تورتم تیارې یې په الهي تجلی سره رڼا کړې ، او یو داسې جامعه یې رامنځته کړله، له آمیر نه نیولې آن تر فقیر ، ګدا او ماشوم  پورې ټول د یو الله ﷻ به بندګۍ او اطاعت کې ژوند پیل کړ،  او ټولې دنیا ته یې وښودله چې کوم اصول او قوانین چې ما راوړي دي پر هغو اصولو او قوانینو مطابق څنګه ارامه،  هوسا،  کامیابه او بختوره ټولنه جوړېږي .

نو دا هغه کار نامې دي چې د هغو پر بنیاد موږ حضرت محمد ﷺ د ټولې دنیا قائد او رهبر، زعیم او لیډر بولو، او موږ هغه ته بې له شکه سرورکائنات اوسرورعالم وایو.

که له دغوشروطوڅخه یوشرط موجود نه شي هغه ته  هیڅکله سرورکائنات او سرورعالم نه شي ویل کېدلی.

راټولونه اوزیاتونه: عزام حقاني

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب