ګنهګاران څوک دي؟

له ګناهګارانو څخه مو مراد د خلکو هغه ډله ده ،چی ددین اصل پکی مو جود وی لکه د(لااله الاالله محمدالرسول الله ) دا شاهدی ورکول خو ددغه شاهدی حقوق سرته نه رسوی ،او دشرعی دځینو امرونو څخه سترګی پټوی او د ځینو منع شوو شیانو مرتکب کیږی ، ځینی ډیر ګناهونه کوی ،ځینی یی لږ او ځینی ددواړو ترمنځ په ډیرو زیاتو ګڼ شمیر درجو کی واقع دی ،چی یواځی الله تعالی یی حساب کولای شی.

د ګناه اسباب

کله ذهن ته سوال رامنځته کیږی چی ولی مسلمان داسلامی شریعت له امرونو څخه سرغړونه کوی، او سره له دی چی په رسول او د قیامت په ورځی ایمان هم لری ، دا ایمان هم لری چی دخالق جل جلاله نافرمانی دالله تعالی د غصی او عذاب سبسب کیږی ؟

ځواب دادی چی کله کله د مسلمان په زړه کی ایمان کمزوری کیږی ، شهوت درباندی غلبه کوی او د شیطان لمڅول قبلوی او د ګناه مرتکب کیږی ، ځکه په ګناهونو باندی په آخرت کی د سزا وعده شوی ده.
او ددنیا حرام شیان حاضر شیان دی او نفس د حاضر په جلبولو کی دغائب شی په پرتله ډیر اغیزمن کیږی ، که څه هم د حاضر عاقبت تریخ وی او د غائب عاقبت خوږوی ، او له دغه ایثار څخه هغه رڼا کوونکی ایمان منع کول کوی ،
چی غائب د حاضر په څیره ګرځوی نو داوسنی محسوس شوی د ایثار په پرتله د غائب ‌ډیر ایثار کوی او همداسی الله تعالی فرمای (بل تؤثرون الحیاة الدنیا ).
ژباړه – بلکه تاسی غوره کوی ژوند د دنیا .
انسان همیشه په خپل طبیعت سره عاجل شی خوښوی ، که څه هم د راتلوونکی لذت په پرتله بی کاره وی او راتلوونکی لذت ترینه لوی هم وی ،او دایمان له کمزورتیا سره دغه طبیعت چی د انسان خوی دی کمزوری کیږی نو د عاجل لذت د پلټنی لپاره د مخالف کار مرتکب کیدل ورته آسانه کیږی او یا عاجل مشقت له ځان څخه لری کوی او د بقا او په راتلوونکی کی د توبی د هیلی او د الله تعالی د بښنی په هیله نفس ته تسکین ورکوی،
په فطری ډول توبه د انسان په ژوند کی د هرانسان هغه امید او ارزو وی چی د توبی سیوری ته زر ځان رسوی،
او الله تعالی ته تر ټولو محبوب کس توبه کوونکی وی او د الله تعالی څخه ډاریدوونکی وی په یو حدیث شریف کی راځی – کل ابن آدم خطا وخیر الخطائین التوابون . ژباړه هر د آدم ځوی خطا کوونکی دی او غوره خطا کوونکی توبه کوونکی دی .
دعلت بیان دادی چی د انسان نفس د اطاعت کولو د قابلیت ترڅنګ د ګناه د مرتکب کیدو قابلیت هم لری او انسان همیشه د غائب شی په پرتله حاضری شی ته ډیر ترجیح ورکوی.
ای ګناهګاره ! ژوند ډير محدود دی د خپل د ګناهونو غم وکړه او د الله تعالی د توبی لمن ته ځان ورسوه چی ګناه دی ختمه شی ،
ای ګناهګاره ! د ژواندانه د یو دقیقی لذت نه تیر شه ابدی لذت ته رهی شه ترڅو چی الله تعالی درنه راضی شی، سبا به د سفر نه خلاص شی خپل ابدی کورته به ورسیږی ،
ای ګناهګاره ! د باطل لوری پریږده د دحق لوری ته مخ کړه ترڅو الله تعالی درنه راضی شی

د ګناهونو نسخه

توبه یو داسی مثال درلودی شی لکه یو کس مریض شی او بیا ډاکټر ته ورشی او له ډاکټر نه دوا واخلی، او ډاکټر ورته د بعضو شیانو فرهیز هم ورکړی او د ډاکټر د هدایتو سره سم مونږ خپل ځان ایاروو او دهغه پیروی کوو ،خو د ډاکټر خبری همیشه واقعیت نه لری بیا هم یی پیروی کوو ترهغه پوری چی ښه شو.
او که چیرته د الله تعالی او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلام هدایتو او رهنماوو ته راشو دلته مو بیا ملا دوه ځایه ماته شی ،دا ضروری ده چی څنګه د ډاکټر یو غیر حقیقی خبری پسی روان یو خو دهغه اصلی او حقیقی کامل الصفات د ذات اطاعت نه کوو چی هغه مطلق وی نه محدود او محیط به وی محاط به نوی نو چی دداسی ذات په نسخوعمل ونه کړو نو انسان به په اتومات ډول بیرته هغه مرض ته ورګرځی په کوم کی چی اخته وی یا آخته کیږی ،
کله چی د اطاعت سرحد ختم شی د عیسیان او د ګناهونو په موجو کی راګیر شونو راځی چی اصل ټینګ ونیسو ترهغه پوری چی فروع خپله ورته راشی.

لیکوال: عبدالعزیز حقمل

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب